سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې بیا د زلزلې ټکانونه احساس شول

په هرات کې بیا د زلزلې ټکانونه احساس شول

تاند (پنجشنبه، د جدې ۶ مه) په هرات ولایت کې تېره شپه د یوې زلزلې ټکانونه احساس شول.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې له اټکل سره سم، د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ درجې و.

د دې ادارې پر اساس، دا زلزله د شپې په ۱۲ بجې او ۲۶ دقیقې وشوه او مرکز یې د مځکې له سطحې اووه نیم کیلومتره لاندې و.

تراوسه پورې د زلزلې له کبله د احتمالي تاوانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

په هرات کې سږ کال پر له پسې زلزلې وشوې چې له کبله یې شاوخوا ۲ زره تنه مړه او زرګونه خلک بې کوره شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب