Homeخبرونهشهبازشریف او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه خبرې کړي

شهبازشریف او د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه خبرې کړي

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۲مه) د پاکستان صدر اعظم شهبازشریف، د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي،حسین ابراهیم طه سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې سره خبرې کړې دي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې ټاکل شوې په اسلام اباد کې د نجونو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان دوه ورځنۍ ناسته نن شنبه پیل شي.

شهباز شریف دغه راز د اسلامي همکاریو د همبستګۍ سازمان له سرمنشي سره هم لیدلي.

د پاکستان د حکومت د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو ویلي، چې په اسلام اباد کې د نجونو د تعلیم په اړه کنفرانس به د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د اسلامي نړۍ د ژمنو په اړه قوي نړیوال پیغام واستوي.

دې ناسته کې د طالبانو د حکومت استازی هم ور بلل شوی دی.

دا ناسته داسې مهال ترسره چې په ۲۰۲۱ کاله اګسټ نیمایي، افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمېدو تر دې دمه په دې هېواد کې د نجونو پر مخ د زده کړو او کار دروازې تړلې دي.

بل لورته زلمي خلیلزاد هم وایي، چې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته تبلیغاتي بڼه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...