تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۲مه) د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي،چې پاکستان کې د نجونو د تعلیم په اړه د کنفرانس جوړېدل د افغان مېرمنو لپاره د دغه هېواد د صادقانه اندېښنو له امله نه، بلکې یو تبلیغاتي اړخ لري.
هغې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: “دا روښانه ده چې دا د افغان میرمنو لپاره اندیښنه نه ده؛ بلکې طالبانو سره د روانې جګړې د یوې برخې په توګه یو تبلیغاتي اقدام دی.”
هغه زیاته کړې: ” ځینې وختونه ستاسې دښمن تاسې سره زیاته مهرباني کوي، دا یو حقیقت دی چې پر افغان نجونو د طالبانو سخت بندیزونه غیراسلامي، ملي ګټو ته زیان او د بشر له حقونو سرغړونه ده.څه وخت به پوه عناصر او افغانان د طالبانو او د کندهار د دې ناسم تصمیم پر وړاندې ودرېږي. د دې ستونزې د حل مسوولیت د افغانانو پر غاړه ده”
ټاکل شوې ده، چې د نحونو د زده کړو په اړه د اسلامي هېوادونو دوه ورځنی کنفرانس نن شنبه په اسلام اباد کې پیل شي.
دا کنفرانس داسې مهال جوړیږي چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم او په پوهنتونونو کې د ښځو د زده کړې لړۍ ځنډولې ده.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې په دې غونډه کې د طالبانو د حکومت مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.