شنبه, جنوري 11, 2025
Home+مقدس سفر / عزت الله شمسزی

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

اته ویشتمه برخه

کلیوال د پیغمبر ومه څو ورځې

ما د بېلتون څپلۍ په پښو کړې

دیار له کلي به اوس بل وطن ته ځمه

په مدینه منوره کې زموږ اوومه شپه ده. زموږ د کاروان ملګري د باب جبرائیل مخې ته راټول شوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له روضې سره د ماسخوتن لمونځ وکړو او بیا به مسجد قبا ته ځو چې مبارک پلونه یې وڅارو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې له خپل کور څخه اودس وکړي او په مسجد قبا کې دوه رکعته لمونځ وکړي، د یوې عمرې ثواب ګټي. له حضرت عبدالله بن عمر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به مسجد قبا ته کله سپور او کله پیاده تللو او دوه رکعته لمونځ به یې کاوه.

که رښتیا ووایم نن له سهار راهیسې بل رقم یم. ټوله ورځ مې په مسجدنبوي کې تېر کړ. ملګري مې بازار ته لاړل، هوټل ته د ډوډۍ لپاره لاړل خو؛

چې مې کار د عاشقۍ په لاس کې واخیست

دي له بله کاره لاس وکښلي ما

ما ورته وویل بازارونو ته خو زه هر ځای کې او هر وخت تللی شم، خو دلته چې بیا راځم نو یا الله او یا نصیب. بلال په ګپ ګپ کې دیوه ساعت لپاره بازار ته ویستلی وم. د ماسپښین اذان یې وکړ ما غوښتل بېرته راشم، خو بلال ویل دلته نږدې زما جومات دی.  زه حیران شوم چې دده جومات دلته څه کوي. چې وړاندې لاړو یوه لوحه پرې لګېدلې وه چې دا د حضرت بلال (رض) جومات دی. یوه شېبه مې وخندل، په ټوکو مې ورته وویل:‌ نوم دې هم بلال دی او قومي دې هم دی، که په دې جومات دعوه وکړې کېدای شي دعوه دې یو څو ورځې وچلېږي. دا جومات د نبوي مسجد په جنوب کې دی. اول خو پوی نه شوم چې دا جومات بازار دی او که بازار جومات. له بهر څخه د جومات په څېر ښکاریده، خو دننه په بشپړه توګه یو بازار و او دوکانونه په کې وو.  وروسته پوی شوم چې جومات د بازار د پاڅه دی. له هغه ځایه چې راغلو کوټې ته په منډه لاړم او د عربانو په شان اوږدې سپینې جامې مې واغوستې نور مې ټول مسجد نبوي ګز وبر کړ.

په زړه پورې خبره خو داده چې مسجد نبوي د مدینې زړه دی. د ښار ټولې بهرنۍ لارې او داخلي کوڅې د شریانونو په څیر همدې جومات ته وځي او خلک لکه سیلاب غوندې له څلورو خواو را روان وي. د حرم بهرني حدود اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت سره ورته نه دي. د لرغوني ښار ټوله ساحه د جومات په احاطه کې راغلې ده. په همدې دومره لویه ساحه کې د سیوري لپاره ځانګړې چترۍ لګول شوي چې سهار خلاص شي او د لمر لوېدو په وخت کې راټولېږي. د جومات هرې خواته چې لاړ شې د هر قوم او نژاد خلک په کې وینې، خو لکه دمخه مې چې هم یادونه کړې ده پاکستانیان، افغانان او بنګالیان تر نورو زیات دي. نارینه او ښځې سره یو ځای وي، خو یوازې د لمانځه په وخت کې د ښځو د لمانځه ساحې په انګړ کې جلا دي او په  تالار کې دننه هم ځینې برخې د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي. ریاض الجنه کې بیا د نارینه و او ښځو د زیارت کولو وختونه سره جلا کړل شوې دي‌.

د ماسخوتن لمونځ مو وکړ. د امام تلاوت بېساری و. دا حجازي لحن بیخی د زړه رنګ لرې کوي. تر لمانځه وروسته مو یوه لنډه معلوماتي ناسته لرله. شیخ عمر د مسجد قبا په اړه معلومات راکړل. تر هغه وروسته د سپوږمۍ او څراغونو په رڼا کې لږ و ګرځېدو. د جومات شاوخوا هوا دقندو غوندې خوږه ده او د ګلونو بوی د انسان روح تازه کوي. دا ټول زموږ د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم برکت دی. هغه عطر خوښول او خدای خبر چې بي بي خدیجې به د عطرو څومره بوتلونه ورته اخیستي وي.

طارق راته وویل قبا د مدینې منورې په جنوب کې پروت دی چې له مسجد نبوي څخه ۵ کیلومتره واټن لري، خو تر هماغه ځایه د لارې دواړو غاړو ته ښکلي مارکیټونه او دوکانونه دي. دده په وینا په مدینه منوره کې د قبا لاره د ښکلا له امله خورا مشهوره شوې ده.

موږ چې کله د مسجد نبوي له دروازې ووتو د بازار ساحه شروع شوه، دوکانونه خلاص و او د خلکو یوه ګڼه ګوڼه وه. زما چې د شپې بازارونه خوښېږي د رسټورانټونو او مارکیټونو له لیدو مې ډېر خوند اخیسته. له مسجد نبوي څخه تر مسجد قبا پورې سړک په داسې ښکلي ډول ډیزاین شوی چې درې کیلومتره اوږدوالی په تدریجي ډول پوښل کیږي. د لارې په اوږدو کې د سړک غاړې د خوراکي توکو پلورنځي ایښودل شوي ، لاره په شنو څراغونو سینګار شوې چې د شپې خورا ښکلی منظر وړاندې کوي.

په لاره کې د لارویو له ګڼې ګوڼې داسې ښکارېدل چې زیاتره حاجیان له همدې لارې مسجد قبا ته ځي. ځای ځای به راپسې د رکشاو اوازونه هم شول.‌ ملګرو راته وویل چې د انتظامیې لخوا مسجد قبا ته په پیاده لاره د خاص موټرسائکل رکشا سهولت هم برابر کړی شوی دی. دا تقریبا د جلال اباد او پېښور د ریکشو په څیر دي،  هره رکشا د دوه کسانو د ناستې ظرفیت لري او کرایه یې لس ریاله ده.

موږ به د مزل ترڅنګ کله کله دوکانونو او مارکیټونو ته هم ننوتلو، ځکه زموږ ګروپ ډېر غټ و او ځینې کسان به شاته پاتې کېدل. پر لاره مو د قصه المکان په نوم نندارتون ته هم سر ورښکاره کړ چې پکې د اسلامي تاریخي ځایونو فلمونه د ۳ ډي شیشو له لارې ښودل کیږي. په ویډیو سنټر کې د اردو په شمول د اوو مختلفو ژبو د ژباړې لپاره ځانګړي انتظامات شوي دي، خو پښتو ژبه مې په کې ونه لیدله.

تر ښایسته مزل وروسته په تیاره کې د قبا سپینې منارې ښکاره شوې. پر دروازه یې یوه لوحه ده چې پر هغه یې په عربي‌ او انګریزي‌ ژبه لیکلي:‌

دې جومات کې لمونځ کول د یوې عمرې برابر ثواب لري‌.

حاجیان او زیارت کوونکي دلته خامخا راځي او دوه رکعته لمونځ کوي. دلته هم د زمزم د اوبو انتظام شته. د ښځو لپاره د اوداسه او لمانځه بېل ځای دی. ما په کې دوه رکعته نفل وکړل، چې د باندې ووتم استاد مهدي د جومات په دروازه کې له یوې ښځې نه مصالحې واخیستلې له یوه بل نه یې ترکاري واخیستله. ما ویل دا څه کوې ستا خو دلته کور نه شته ویل بس په کار مې دي.

له بل ماشوم نه یې تسبیح واخیستلې یو څو ریاله یې ورکړل. تر قیمت یې ډېرې ورکړې، ما ویل دومره ډېرې تسبیح څه کوې. وروسته پوی شوم چې ده نه غوښتل مفتې پیسې ورکړي فکر یې کاوه دوی به عادت شي، نو ځکه یې له دوی نه شیان پیرودل.

د جومات ښی خوا ته یو باغ دی.‌ پاس سپینه سپوږمۍ او لاندې د مسجد قبا د ګنبدونو رڼایي د ونو منځ کې ځای ځای رڼایي‌ جوړه کړې ده. زموږ ډله هلته یوه شېبه کېناسته چې له دې ښایسته منظرې او ښکلي‌ هوا نه خوند واخلي. خو څو تنه راغلل ښځې او نارینه یې سره بېل کړل. شیخ عمر یې له تقریر نه هم منع کړ، ویل یې دلته د غونډو او تقریرونو اجازه نه شته.

چې روانېدلو یوه ماشومه نجلې زموږ خواته راغله لرګینې تسبیح یې خرڅولې. استاد مهدي ترې څو درځنه واخیستل. ماشومې په عربي روانې خبرې کولې،‌ زه هم ور نږدې شوم، یو څو دانې مې واخیستې. استاد مهدي راته ویل دا نجلۍ افغانه ده.

  • د کوم ځای یې؟
  • از مزار شریف.
  • پدرت چه کار میکند؟
  • پدرم مرده، همرای مادرم هستم.
  • مادرت کجا است.
  • اونه، د اووجه شیشته اس.
  • تا چند بجه شب کار میکنی؟
  • تا یک بجه.

مور ته یې نږدې ورتلل راته مناسبه ښکاره نه شوه او ملګري هم روان شول، خو ډېرې پوښتنې راته پیدا شوې چې دا کورنۍ به څنګه راغلې‌ وي؟ چا به راوستي وي؟

له قبا چې بېرته د روضې مخې ته راغلو د شپې شاخوا یوه بجه وه. پتنګان لا هم له شمعې شاوخوا تاوېدل. د مدینې جانان نیمه شپه هم بې مشتري نه و. موږ هم د خپلې مینې د اظهار په پار کېناستو. ځان راته د خریدارانو په منځ کې داسې ښکارېده لکه یو څاڅکي چې په اقیانوس کې ګډ شي.‌ درود و صلوات مې وویل. د مننې په پار مې لاسونه پورته کړل. د خدای پامانۍ ټکي مې په خوله نه راتلل خو چاره نه وه. چې روانېدم پښې مې داسې درنې وې ته وا د مسجد نبوي مرمرینې ستنې مې ځان پسې راکشولې.

مقدس سفر / عزت الله شمسزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب