تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۲۲ مه) د هند دي ویک (The Week) خپرونې په دوبۍ کې د هند د باندنیو چارو وزیر او د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي وروستیو خبرواترو ته په کتو د هند او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان اړیکو ته کتنه کړې. څه چې دلته لولئ د ویک خپرونې تحلیل دی:
کابل او نوي ډیلي د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ په دوبۍ کې روغبړ د دې نښه ده چې په سیمه کې د دوی امنیتي او ستراتیژیکې ګټې یو بل ته نژدې کېږي. لومړی دلیل د امنیت او د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره د همکارۍ اړتیا ده. د امنیتي چارواکو په وینا، اوس مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې دي.
د طالبانو حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې د داعش خراسان ډلې (ISKP) ملاتړ کوي او پاکستان بیا د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي او دې مسلې د دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکې نورې هم پیچلې کړې دي.
په ورته وخت کې، اسلاماباد په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو شړلو ته زور ورکړی، او دلیل یې امنیتي او اقتصادي ستونزې بللي دي. د پاکستان دا اقدام، چې ګومان کېږي د طالبانو پر حکومت د فشار راوستلو لپاره ترسره کېږي، په کابل کې د پاکستان د بدنیتۍ نښه بلل شوې ده.
تر دې دمه، طالبانو داسي کوم ګام پورته کړی نه دی چې پاکستان یا هند ته ستونزه پیدا کړي، خو د هند پر لوري یې تمایل دواړو اړخونو ته دا پیغام ورکوي چې متقابلې ګټې په پام کې ونیسي، په ځانګړي ډول سیمهییزې او اقتصادي شراکتونه. د دې شراکت یوه مهمه برخه د ایران د چابهار بندر فعالول دي ترڅو سوداګري پیاوړې شي. هند دا بندر د دې لپاره جوړوي چې افغانستان د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو له احتیاجه خلاص کړي.
د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو ښه کېدا کوم ناڅاپي پرمختګ نه دی، بلکې له کله چې طالبانو په کابل کې واک ترلاسه کړی، هند د طالبانو له حکومت سره غیر رسمي خبرې پیل کړې ودي.
که څه هم نوی ډیلي د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د هند دریځ بې طرفه او له قضاوت څخه ډډه کوونکی پاتې شوی دی. د امنیتي سرچینو په وینا، د طالبانو حکومت د دې نه مداخلې سیاست ستاینه کړې او د یو بل د منلو درک یې رامنځته کړی دی.
دا د یادولو وړ ده چې هند په افغانستان کې پر خپلو ګټو د پام وړ پانګونه نه ده کړې او هلته یې حضور تر ډېره د بشري مرستو د پروژو له لارې و.
خو د هند امنیتي او ستراتیژیکو ګټو تحقق د دې لپاره مهم د چې د پاکستان نفوذ مقابله وکړي. امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې هند له پخوانیو تجربو لکه د IC814 الوتکې له تښتونې څخه (د طالبانو د واک په لومړۍ دوره کې کندهار ته دهندي الوتکې د تښتولو قضیه) زده کړه کړې ده او اوس په دې پوهېږي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ساتل اړین دي، او تر څو چې روښانه او د باور وړ دلایل نه وي د دې اړیکو مخالفت باید ونه کړي. په دې لړ کې، نوی ډیلي د خپل ملي امنیت د ګټو پر خوندي کولو تمرکز کوي، په داسې وخت کې چې په سیمه کې جیوپولیټیک بدلونونه روان دي.