تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۹مه)د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پخوانی پیاوړی توپوهونکی یونس خان د روان کال اتلانو جام یا چمپینز ټرافي لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې د سلاکار روزونکي او څارونکي په توګه په دنده وګوماره.
د اتلانو جام سیالۍ د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه د پاکستان په کوربه توب پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې پورې دوام مومي.
کرکټ بورډ وایي په دې لړ کې به د افغان اتلانو د لومړي پړاو لوبې د فبروري میاشتې په ۲۱مه، ۲۶مه او ۲۸مه نېټه ترسره شي.
اووه څلوېښت کلن یونس خان د پاکستان لوبډلې مډل ارډر توپوهونکی او لوبډلمشر و، چې ۱۱۸ ټېسټ لوبو کې یې ۱۰۰۹۹ منډې، په ۲۶۵ یو ورځنیو سیالیو کې ۷۲۴۹ او ۲۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۴۴۲ منډې جوړې کړې دي.
همدا راز نوموړی ۲۲۹ فرسټ کلاس، ۳۵۱ لیسټ اې او ۸۳ شل اوریزې لوبې هم ترسره کړې دي.
یونس خان په یو ورځنیو لوبو کې ځانګړی نوم لري چې په یاده بڼه کې یې د ۷۲۴۹ منډو ترڅنګ ۷ سلیزې او ۴۸ نیمه سلیزې جوړې کړې دي.
یونس خان تر دې وړاندې په ابوظبي کې د افغان ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې هم د توپوهنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده. د هغه په لوبډلمشرۍ کې پاکستان د ۲۰۰۹م کال شل اوریز نړیوال جام ګټلی او همدا راز د نوموړي په شتون کې یاد هېواد د ۲۰۱۲ز کال د اسیا جام لوبو اتلولي هم خپله کړې ده.