پنجشنبه, جنوري 9, 2025
Homeخبرونهداعش په بغلان کې پر دیني عالمانو د برید مسوولیت ومانه

داعش په بغلان کې پر دیني عالمانو د برید مسوولیت ومانه

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۹مه) د راپورونو پر بنسټ، داعش وسله والې ډلې په بغلان ولایت کې پر دوو دیني عالمانو د برید پړه پر غاړه واخیسته.

تر دې مخکې بغلان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي وو، چې پر دغو دیني عالمانو د نامعلومو کسانو له خوا برید شوی دی.

د یاد ولایت د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند د دې پېښې لامل شخصي دښمني بللې ده.

په بغلان کې د وسلوالو په برید کې يو دیني عالم «شهید شوی» او یو بل ټپي دي

یاده پېښه پرون سې‌شنبه ماښام مهال شوې، چې له امله یې د نامعلومو وسلوالو په برید کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جامع جومات خطیب مولوي حمد الله محمدي وژل شوی او د یاد جومات د مدرسې ښوونکی مولوی عبدالرازق ټپي دی.

ویل کیږي؛ دغه برید هغه مهال شوی، چې یادو دیني عالمانو غوښتل یوې میلمستیا ته ولاړ شي، چې په لاره کې پرې برید ترسره شوي دی.

1 COMMENT

  1. يوبل ښه وداړئ يوبل ښه وڅيری په عربي انداز کی، عربان به خپل ژوند کوي، تاسي يوبل دهغوی په ګنده تکفيري تورو تکفیر کړی، بیا يوبل ښه وخورئ ښه وژووی. چی نور مو له شره خلاص شي تاسی خو هسی هم د ژوند دوښمنان یی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب