جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالبان د ټرمپ په غبرګون کې؛ امریکا دوی ته یوه روپۍ نه...

طالبان د ټرمپ په غبرګون کې؛ امریکا دوی ته یوه روپۍ نه ده ورکړې

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۹مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې له دوی سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستې ادعا ناسمه بولي او ردوي یې.

فطرت زیاته کړې چې امریکا، طالبانو ته یوازې دا نه چې یوه افغانۍ نه ده ورکړې، بلکې د افغانانو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي.

هغه ویلي، امریکا چې کومه مرسته یادوي، نړیوالو موسسو او د امریکايي ځواکونو او شریکانو په وتلو یې لګولې دي.

نوموړي غوښتنه کړې،چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي ځکه د نوموړي په خبره د افغانستان د خلکو هیڅ درد یې نه دی دوا کړي.

داپه داسې حال کې ده، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، چې له افغانستان سره مرستې ورته د منلو نه دي.

دا ناندرۍ داسې مهال راپورته کېږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو لوړپوړي غړي عباس ستانکزي په یوه لویه غونډه کې ټرمپ په خپلو پرېکړو کې یو قاطع شخص بللی وو او د ټرمپ له ادارې سره یې د غوره اړیکو هیله کړې وه.

4 COMMENTS

  1. نو اوس ولي بوغاري وهي چي قطع دي يې کړي…. دا درې کاله يې ولي بغاري ته نه وهلې؟ اوس چي ټرمپ يې یادونه وکړه دوی هم …. ونیوله.

    خو په ډېري سپين سترګی د دوی شريکان ستاسو له هوايي ډګرونو ووتل او په هسکه غاړه در څخه لارل، تاسو يې امنیت نیولی وو، تاسو يې هوټلونو کي خدمت کاوه او….

    ډېر منافقت مو وکړ، که دا مرستي ستاسو لپاره نه وې را رواني، نو دا ستاسو قومندانانو په عینو مېنه کي دا بلډينګونه له کومه کړل؟ فطرته ځواب واچوه!

  2. د سي آی ای د پخوانۍ مامورې له خولې دوی ته :
    لومړی : څلوېښت ميليونه ډالره له ترورېزم او داعش سره د مبارزې لپاره.
    دويم : اوه څلوېښت ميليونه ډالره د بشري مرستو په نوم ورکوي.
    لس ميليونه ډالره د قطر دفتر لپاره ورکوي.
    دا اوه نوي 97 ميليونه خو درې قلمه مواد دي، نور نو لا …..

  3. ​​بلی د غلیسی امریکا په ډالرو د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان تر کنترول تهدابی روزل شوی قادیانی قاتل چړیان د قاتلو چورکوونکیو فاسدو ساختګیو تنظیمونو څخه افغان ملت ته زیاتره خطرناکه اود تباهی سبب دی دا قادیانی خائین چړیان د پنجابی پاکستان په امر لګیا دی چی ټول مکتبونه او پوهنتونونه په قادیانیو مدرسو بدل کړی او غیرتی میرمنی او غیرتی جلکۍ په کورونو کښی زندانی وساتل شی او غلیسی امریکا دا قاتل قادیانی چړی وحشیان پلانیز د افغان غیرتی ملت بدبختی او تباهی لپاره په بی شرمانه شکل سره دوباره د افغان ملت په اوږو سپاره کړل او دی خیټورو بویناکو چټلو ږیرورو ته غلیسه امریکا مسلسل ډالر ورلیږی او وحشی دونالد ترمپ د خپلی غلیسی امریکا دا خائین تباه کوونکۍ چټل سیاست ( قادیانیو قاتلو چړیانو د رهبری تر څنګ د ډالرو باران هم د وحشی دونالد ترمپ له خوا تصدیق شول ) علنی کړو !!! کمونیستی افغان جرمن چینل کښی قاتلو کمونیستانو د پخوا کمونیستی دوری د غدار نادرخان بابولانی بیا شروع کړی دی او اوس دا د قاتل پوتین رهبری تر څنګ د غلیسی امریکا غلام مکروبونه د ډالرو لپاره بیا د نادر غدار چیغی پورته کوی دا ملی خائینین ( ددوی پلرونو هم د روسانو په هدایت دا نازدانه او د افغان ملت سره نابلده شاه امان الله خان حکومت نسکور کړ او دی غلیسو خائینو ملا ګوډ او غل سقاؤ زوی هم د شیطان انګلیس په ملا تړ راپیدا کړل دا ملی خائینین د خپلو خائینو پلرونو په شان ډیر متعصب هم دی ) اما دا ملی خائینین که هر څومره د افغان ملت نامداره تاریخ تخریب لپاره کثیفی جملی هم نوشته کړی بیا هم دا ملی خائینین بریالی کیدۍ نشی !!!!!!!!

    یاده : قاتل کمونیستان د افغان ملت تباهی لپاره تهداب کیښود او قاتل تنظیمونه او قاتل چړیان ددی ملی خائینو قاتلو کمونیستانو مکروبی میوه دی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب