پنجشنبه, جنوري 9, 2025
Home+پي ټي ایم، بهرمېشتي افغانان او د آی ایس آی دسیسه

پي ټي ایم، بهرمېشتي افغانان او د آی ایس آی دسیسه

ایوب خان افغان – جرمني
د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین په جرمني کي د خېبر جرګې په ملاتړ د دسمبر په درېیمه جوړي سوې جرګې ته په خپلو خبرو کي له بهرمېشتو افغانانو مننه وکړه چي د خپل ملت او خاوري لپاره وخت په وخت راټولیږي خو هیله یې څرګنده کړه چي لا ډیر بهرمېشتي افغانان دي د خپلو ملي ګټو لپاره لاس په کار سي.
ښاغلي منظور پښتین وویل:
“دا خوی مو ډیر ښه دی چي خپل ملت او خاوره مو نه ده هېره کړې.
فلسطینیانو هم خپل فلسطین نه دی هېر کړی.
پنجابیانو او پاکستانیانو هم خپل پاکستان نه دی هېر کړی.
دغه خوی د نړۍ نور قامونه هم کوي.
زما به له نورو ( لراوبر افغانانو) هم خواهش وي چي افغان ملت ته تر دې هم زیات کار او حرکتونه وکړي”.
 منظور پښتون د۲۰۱۸ کال راهیسي په پښتونخوا کي، په ځانګړې توګه په قبائیلي سیمو د پنجابي پوځونو ( پاکستان دولت) د اشغال او بشري ضد کړنو پر ضد سوله ایزه مبارزه پیل کړې ده چي ډیر ژر یې د خلکو باور خپل کړ او تر اوسه په پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او نړۍ کي بې شمېره پلویان لري او د پښتون ژغورني غورځنګ د تنظیم او تشکیلاتو لمن په نړۍ کي له نیوزېلنډه تر شمالي امریکا پوري پراخه سوې ده.
د پاکستاني استخباراتو لخوا د پښتون ژغورني غورځنګ د یوه مشهور غړي او انقلابي شاعر ګیلامن وزیر د قتل سره سم د پاکستان پر وړاندي په محکومه پښتونخوا، پاکستان او نړۍ کي د پښتنو او نورو افغان قومونو بېسارې غوسه را وپاریدله.
د شهید ګیلامن وزیر په جنازه کي ښاغلي منظور پښتون اعلان وکړ چي د اکتوبر پر ۱۱مه به د پښتنو ملي عدالت جوړیږي او د د پاکستان سره د چلند په باب به غوښتنه نه بلکي پریکړه کوي.
د پاکستان دولت لخوا د ټولو بندیزونو او سختیو سربېره بیا هم د پښتون ژغورني غورځنګ د ۱۱ اکتوبر جرګه وکړه، یو نیم ملیون کسانو ګډون وکړ او جرګې د اکتوبر پر ۱۳مه خپلي تاریخي فیصلې وکړې.
د خېبر جرګې او فیصلو په ملاتړ د ۲۰۲۴ د ډسمبر پر ۲۲مه د امریکې په کلیفورنیا کي او د جنوري پر دریمه نېټه د جرمني کولن ته نژدې په هُرت ښارګوټي کي جرګې جوړي سوې چي راتلونکې هغه به یې د جنوري پر ۲۶مه د لندن جرګه وي.
د خېبر جرګې پر مهال د پاکستان دولت پر پښتون ژغورني غورځنګ بندیز ولګاوه او ددوی په اصطلاح کالعدم یې کړ خو غورځنګ او جرګې بیا هم خپلو هلوځلو ته دوام ورکړ چي ډیره برخه یې په بهر هیوادونو کي د غورځنګ د غړو او ملاتړو لخوا د غونډو، لاریونونو او جرګو جوړیدل دي.
طبعاً د پاکستان دولت او استخبارات په بهرنیو هیوادونو کي ددې سوله ایز بهیر ( پي ټي ایم) سره د خلکو خواخوږي او ملاتړ څاري، ځکه یې پر یوه نوې پي ټي ایم ضد اجنډا کار پیل کړ.
د پي ټي ایم د رهبرۍکچي یوې باوري سرچینې دا خبره په ډاګه وکړه چي دوی ته د رسیدلو معلوماتو پر بنسټ د دښمن ددې طرحي او پلان مسئولیت په اسلام اباد کي مېشتي نجیبه فیض ته ورکړل سوی چي له بېلابېلو لارو په بهرنیو هیوادونو کي د یو څو کسانو په ذریعه پر سوشل میډیا او د شخصي مجلسونو او اړیکو له لاري د افغانانو ذهنونه پر پي ټي ایم او ددې ملي غورځنګ پر مشر بې اعتماده کړي.
په بهر هیوادونو کي مېشت افغانان باید په دې باب هوښیار اوسي او د خپل تحریک ملاتړ ته د ملي مسئولیت په نظر وګوري او دا ملاتړ او همکاري لا ډیر او دوامداره کړي.
و من الله التوفیق
ایوب خان افغان – جرمني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب