پنجشنبه, جنوري 9, 2025
Home+روغتياپالنه کې اندېښنې او مسوولیتونه

روغتياپالنه کې اندېښنې او مسوولیتونه

ډاکتر لمر

دا څرګنده ده، چې د یو ملت روغتياپالنه د یو هېواد د واکمنو مسؤلیت دی، ځکه د افغانستان ننني واکمن هم اړ دي، چې خپلو وګړو ته د روغتياپالنې سیستم فعال وساتي، عصري يې کړي او خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي او د چاپېریال حفظالصحې ته پاملرنه وکړي، چې د افغانستان وګړي روغ او رمټ ژوند ولري او د ناروغي په ترڅ کې د سمې او مسلکي روغتياپالنې تضمين او روغتيايي مرستو امکانات ولري.

د يو مملکت د روغتياپالنې جاج د ناروغيو د مخنيوي، درملنې او د مړېنې د کچې په اړوند اخيتسل کېږي. د نيدرلند او پولند يوه احصايه ښيي، چې د بېلابېلو ناروغيو له کبله په پولنډ کې مړينه د نيدرلند په پرتله تقريبأ دوه ځلې ډېره ده. په پولنډ کې تېر کال ۱۱۷۳۸۵ تنه او په نيدرلند کې ۶۷۳۱۸ تنه مړه شوي دي، چې د پولنډ د ۳۷ ميليونو خلکو ۰،۴۸ سلنه او د نيدرلند د ۱۸ ميليونو وګړو ۰،۲۸ سلنه جوړوي، چې په نيدرلند کې د ناروغيو له کبله نسبتأ ټېتې مړينې ته نغوته کوي او د نيدرلند روغتيايي چارو پياوړتيا ته ښودنه کوي.

په روغتياپالنه کې د سم تشخيص تر څنګ سمه او مسلکي تداوي او وروسته له درملنې د تداوي شوي شخص په روغتيايي مرستون (Reabilitaionscenter) کې يې مراقبت وشي، چې په ټولنه کې بيرته فعالې ونډې ته تيار شي، غوره برخې دي، خو له ناروغي مخکې د یوې سالمې ټولنې لپاره د صحي چاپېر جوړول ډېر غوره دي. د کمکيانو لپاره د وړکتونونو جوړول، د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د ښوونځيو، مکاتبو او يا مدارسو جوړول، چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره د فعاله ژوند تر څنګ د زده کړو امکانات ولري. په دغه برخه کې به د ټولنې نرينه او ښځينه په يو ډېر ګټور تعليمي فعالیت بوخت وي، چې د ټولنې د راتلونکي کدرونه به بيا همدغه ځوانان او پېغلې وي. د بالغو وګړو لپاره د کار زمينه او د کورنيو لپاره د امن او هوسا ژوند چاپېر د واکمنو مسؤلينو اړين مسؤليتونه دي.

د ټولنې د نفوس ديناميک پوتنسيال د زېږېدنې، ناروغيو او مړينې په انډول کې نغښتی دی. د (WHO) له څېړنو سره سم په افغانستان کې يوه مېرمن په منځني توګه تر ۶ ـ ۷ ماشومان زېږوي. په افغانستان کې د نړي په پرتله د زېږون په ترڅ کې مرګشمېر ټيت دی، ځکه په نړيواله کچه په هرو ۱۰۰۰۰۰ زېږېدلو ماشومانو کې ۱۷ تنه مري، مګر په افغانستان کې په هرو ۱۰۰۰۰۰ کې ۱۲،۰۷ تنه مړه کېږي. په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال په ترڅ کې د زېږون په بهیر کې ۱۲۶۳۱ زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي، چې د ۲۰۲۰ کال د کلنيو ۵،۴۵ ٪ مړېنې تشکيلوې. په همدغه کال د زېږون په ترڅ کې د ټپي کېدلو له کبله ۱۰۷۲۳ ماشومان مړه شوي دي، چې د کلنيو مړينو ۴،۶۳ سلنه جوړوې.

د يوې ټولنې نيمايي نفوس ښځې تشکيلوي، چې د یو مملکت د نفوس د تثبيت فکتور هم يوه سالمه کورنۍ ګڼل کېږي، چې مخامخ د ميندو او خويندو پر صحي حالت او چاپېريال حفظالصحې پورې تړاو لري، ځکه د افغانستان ننني چارواکي اړ دي، چې پېغلو، مېړوښو او ميندو لپاره سالم ټولنيز، روزنيز، درسي، تحصيلي او کاري امکانات او د امن چاپېر برابر کړي، چې پورته ياد شوي فکتورونه د هرې واکمنۍ له لومړنيو مسؤليتونو څخه شمېر کېږي. افغان ښځينه او نرينه مناسبې روغتياپالنې ته اړ دي، چې د ښځو ښوونه او روزنه، متوسط او لوړ تحصيلات ډېر اړيڼ دي او بلخصوص ښځينه نراسانو، قابله ګانو، پارامېډيکلو، فلشرانو، فيزیوتراپيستانو او ډاکټرانو ته ټولنه حياتي اړتيا لري.

په هر مملکت کې له نظامي لګښتونونه وروسته ډېر لګښت په روغتياپالنه لګېږي، چې د مملکت د بوديجې تر ۹ سلنه ورته وقف کېږي، چې د روغتياپالنې روانې چارې پرې تر سره شي. د ناروغي پر مهال بايد د افغانستان وګړی هم په تضمين وکولی شي روغتيايي مرستې تر لاسه کړي. د يوې ناروغې ټولنې لګښت تر يوې نسبي روغې ټولنې ډېر زيات وي، ځکه نو بايد هڅه وشي، چې د ناروغيو، ناڅاپو او ترافيکي پېښو او د انسانانو د ټپيکېدلو مخنيوی وشي، چې بوج يې پر ټولنيزو لګښتونو ورزيات نه شي، ځکه د مصؤن ژوند چاپېر بايد د يوې ټولنې واکمن برابرکړي.

مخکې له دې چې د روغتياپالنې په اړه معلومات وړاندې شي، ښه به دا وي، چې په افغانستان کې د هغه ناروغيو په اړه توضيحات ورکړل شي، چې د (WHO) لخوا د هغوی د څېړنو په اړوند خپاره شوي دي، چې په اټکليزه توګه وليدل شي، چې د کومو ناروغيو تله درنه ده، چې د چارواکو پام ورته راواړول شي او د ناروغيو د درملنې او وقایعې په برخه کې جوتې پرېکړې  وشي، چې په اړه يې کوټلي ګامونه پورته شي.

وروستيو څېړنو يا (Countrymetry) ښودلې ده، چې د افغانستان نفوس مخ پر ډېرېدو دی. اوسمهال په افغانستان کې تقریبأ ۴۴ ميليونه خلک ژوند کوي، چې ۲۳۱۱۳۸۲۱ تنه يې نرينه او ۲۱۵۶۵۶۲۵ يې ښځينه تشکيلوي. بايد ياده شي، چې نرينه د افغانستان د نفوس ۵۱،۷ ٪ (سلنه) جوړوي او ۴۸،۳ سلنه يې ښځي تشکيلوي، چې دغه د نفوس انډول د وګړو د سنونو يا عُمرونو په بېلابېلو ډلو کې هم په همدې ډول ثابت دی، يعنې ښځينه د نرينه په پرتله لږ دي. ګڼشمېر څېړنې ښيي، چې په افغاني کورنيو کې نرينه د ښځينه په پرتله ډېر زېږېږي.

له بد مرغه په افغانستان کې يو شمېر د دين ټېکه داران د ۴ مېرمنو د شرعي جواز تبليغ ته ملا تړلې، چې هر نر د څلورو ښځو حق لري او سورتهّ النسآ ته نغوته کوي، چې دغه آيت هم خپل شرايط لري، خو بايد ياده شي، چې دا ډول چلند ټولنه له خپل طبیعي بهير څخه منحرفوي، ځکه د مېرمنو شمېر هسې هم په افغانستان کې د نرينوو په پرتله لږ دی، نو دا پاتې نران به څه کوي؟ آيا دغه خلک د ژوند او کورنۍ جوړولو حق نه لري او يا دا چې دا پاتې نران انسانان نه دي او پر ځمکه يې د خدای لخوا يې په ژوند کې د کورنۍ د جوړولو برخه نه ده تضمين شوې او که څنګه؟

د افغاني ژوندون بله ستونزه د ودونو لګښت او په ودونو کې د سيالي بندوبست دی. د ودونو لپاره په لویو ښارونو کې د ودونو لوی هوټلونه جوړ شوي دي، چې د سيالي په اړوند په ودونو کې له ۱۰۰۰ ډېر مېلمانه وربلل کېږي، چې د دغه طاقت فرسا لګښتونو تر څنګ د ګاڼو لګښتونه بېل دي، چې په لکهاوو افغانۍ کېږي، چې په کابل کې په متوسط توګه د يوه واده لګښت له ۳۰۰۰۰ ډالره نېولې د امکاناتو په لرلو سره تر لکهاوو ډالره رسېږي، چې د ځوانانو لپاره کمرشکن لګښتونه دي، خو د بډايو خلکو د دويم او درييم واده لپاره ښه زمينه جوړوي. له بده مرغه ډک صيف ته ډېرې پېغلې زړه ښه کوي، چې حتی بنتوب هم ورته د منلو وړ دی! يوځوان په يو واده نه خلاصېږي، ځکه له واده مخکې د کوژدې، نوروزي، عيدوبرات …. او له واده وروسته د تخت جمي لګښتونه يې ملا ورماتوي. دغه ياد شوی اقتصادي فشار ډېرو عقلي او عصبي ناروغيو ته زمينه برابروي، چې د پسيکوسوماتيک ناروغيو تله هم وردرنوي، چې په کورونو کې د روغتياپالنې نوراضافه لګښتونه رامنځ ته کوي.

په دې برخه کې بايد ياده شي، چې د ودونو په اړه د افغانانو ذهنيتونه بايد روښانه شي، د بېځايه لګښتونو مخنيوی وشي، تر ټولو غوره دا ده، چې د ځوانانو او پېغلو لپاره د تحصيل تر څنګ د کار زمينه برابره شي او د شعوري ژوند، چې پر فردي او ټولنيزې انګېرنې پورې اړه لري، د ودې او روڼتيا لپاره يې کار وشي، چې په دې برخه کې د چارواکو او واکمنو برخه ډېره غوښينه او اړينه ده، چې د شعوري ټولنې چاپېر رامنځ ته کړي. د جمهوريت په موده کې یوازې په کابل کې د ودونو لګښت تر ۱۰ ميليارده ډالره اټکل کېدلو.

اوس به هڅه وشي، چې په افغانستان کې روغتياپالنه او ورسره تړي فکتورونه د پورته يادشويو پېښو او څېړنو په اړوند په سړه سينه وسپړل شي. د پورتنيو ټولنيزو فکتورونو اغېز به پر ټولنه څه ډول وي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې د ټولنې خوالې او ډېرې ناخوالې هم ورسره تړلې دي، وښودل شي، چې د ټولنې سلامتيا او ناروغي ته نغوته کوي.

په افغانستان کې د ميندو مړينه تر ۶۲۰ تنه د نفوس په ۱۰۰۰۰۰ وګړو کې ده او له بل اړخه د ښځو لپاره د ولادي مرستو د نشت په ترڅ کې د نسايي ناروغيو لپاره هم مسلکي ډاکترانې يا نه دي روزل شوي او يا نه شته. څو کاله مخکې د ټول غزني لپاره دوې د نسايي ولادي متخصصينې وې، چې په ۲۰۱۱ کال د امريکايي اشغالګرو لخوا يې یوه ډاکتره شهېده مېرمن عاقله، چې د نسايي او ولادي متخصصه وه، د کابل ـ غزني په لويه لار په مرميو له خپل زوی او لېورزي سره يو ځای وويشتل شوه، چې  دوی درېواړه په هغه ورځ په ډېره نامردي ووژل شول. له دغه پېښې وروسته په غزني کې د ښځو د تداوي برخه نوره هم ټکڼې شوه. د افغانستان په اخوډب کې ډېرې ښځينه ډاکترانې وروسته د طالبانو له راتګ سره له افغانستانه ووتلې، چې نن سبا د نسايي او ولادي روغتيايي مرستې په افغانستان کې له ستر ګواښ سره مخامخې دي او په ډېرو سیمو کې په نشت حسابېږي.

د (WHO) له څېړنو سره سم په افغانستان کې د جمهوريت په واکمني کې يوه څېړنه د مړينو د اسبابو په اړوند تر سره شوې ده، چې د ناروغيو په اړوند د مړېنو شمېره په ګوتو شوې ده او د نړيوالو له احصايوي شمېرو سره يې پرتليزه هنداره ښودل شوې ده، چې په دې برخه کې به دغو څېړنو ته یو ځغلنده نظر  واچول شي.

د زړه او رګونو ناروغي
 د ناروغي بڼه WR AR ٪ شمېر
د زړه ناروغي ۶ ۳۰۱،۷۱ ۱۷،۳۵ ۴۰۱۹۵
مغزي سکته ۲۵ ۱۴۹،۱ ۸،۲۸ ۱۹۰۶۰
لوړ فشار ۴ ۶۵،۸۶ ۳،۴۵ ۷۹۹۵
د شکر ناروغي ۵۸ ۴۰،۹۴ ۲،۴۸ ۵۷۵۰
د بډوډو (ګوردو) ناروغي ۱۵ ۴۶،۱ ۲،۸۵ ۶۵۹۰

په پورتني جدول کې ليدل کېږي، چې تر ۳۴ سلنه زياتې مړينې د رګونو او زړه له ناروغيو سره تړاو لري، چې ټولې ښودل شوې ناروغۍ په افغانستان کې د نړيوالو ارقامو په پرتله لوړ دي، مګر د شکر ناروغي له کبله مړينه بيا کمه ښيي، چې دغه تناقص کېدلی شي په افغانستان کې د تشخيص ستونزو، د ناروغانو بې پروايي او يا ډاکتر ته د نه تګ ته نغوته وکړي.

د سږيو ناروغي هم په افغانستان کې وروسته د زړه او رګونو له ناروغيو د ګڼشمېر انسانانو ژوند اخلي او د مرګ کندې ته يې وراچوي. دا ټولو ته معلومه ده، چې له پسرلي نيولې بيا تر مني پورې د افغانستان د لويو ښارونو هوا ناولې ده، ځکه له يو اړخه دوړې وي، له بل اړخه د موټرو د سلنسر دودونه، چې د چاپېر هوا ککړوي، چې د ټولو وګړو د ساايستنې يا تنفسي سیستم د بېلابېلو ناروغيو مخاطره يې رامنځته کړي ده.

په مني او ژمي کې د سړو په ترڅ کې خلک د لرګيو او سکرو (ډبريزسکاره) يا تيلي بخارۍ تودوي او د موټرو ګڼوګوڼه هم پسې زیاتېږي، چې د کورونو او د موټرو لوګي د ښارونو هوا نوره هم پسې خرابوي، چې د سږيو د ناروغيو ګواښ نور هم پياوړی کوي. په بارني موسمونو کې غرني مېشت کورونه خپل کنارابونه هم د باران په اوبو کې ورتشوي، چې د کابل په ډنډوبو کې غايطه مواد ورګډېږي، چې د ناروغيو ستره زمينه د کابليانو لپاره جوړوي.

همدا ډول د سرطاني ناروغيو يوه احصايوي څېړنه هم د (WHO) لخوا تر سره شوې ده، چې د سرطاني ناروغيو له کبله په ۲۰۲۰ کال کې ۱۵۵۶۵ مړېنې راجستر شوي دې، چې د ټولو مړېنو (۶،۷۲٪) جوړوي، چې په زغرده دا ښيي، چې په افغانستان کې هم د مړينو لومړی سبب لکه په نورو ملکونو کې د زړه او رګونو ناروغي ده، چې په ټوليزه توګه د راجستر شويو مړينو (۳۴،۴۱ ٪) تشکيلوي او د زړه له ناروغيو وروسته د سږيو ناروغۍ دي، چې د مړېنې (۹،۸) سلنه جوړوي او  بيا ورپسې سرطاني ناروغۍ دي، چې د (۶،۷۲) سلنه خلکو د مړينو سبب کېږي.

د سږيو ناروغي
د ناروغي بڼه WR AR ٪ شمېره
والګی او د سږيو التهابات ۶۲ ۴۹،۸ ۶،۳۲ ۱۴۶۹۴
د سږيو ټوليزې ناروغي ۳۲ ۳۷،۰۱ ۲،۰۱ ۴۶۵۰
نفس تنګي ۱۳ ۲۴،۲۳ ۱،۴۷ ۳۴۰۳
ټولټال ۹،۸ ۲۲۷۴۷

سرطاني ناروغۍ د جنيتيکي اړخ تر څنګ فينوتيپيک برخه هم لري، چې د انسان په څښاک، خوراک، ساايستنې او د چاپېر په ککړېدو پورې په نېغه اړوند دي. نن سبا په ګڼشمېر ملکونو کې د سرطاني ناروغيو ډېروالي ته نغوته کېږي، چې د مخاطرو په لړ کې يې کيمياوي موادو، په خوراکي توکو کې د هارمونونو کارولو او همدا ډول د بېلابېلو وسلو استعمالولو ته اشاره کېږي. په افغانستان کې له ۱۹۷۸ کاله راپر دېخوا هر ډول روسي او امريکايي وسلې آزمويل شوې دي، چې يو شمېر يې په يورانيم او اتومي سرګلولو سمبال شوې وسلې هم وې، چې عاقبت ليه څرګند نه دي، نو کېدی شي، د ډېرو نويو ناروغيو سبب شي، چې د مړينې ګواښ به هم ورسره مل وي.

د سرطاني ناروغيو په جدول کې د نړيوالو احصايوي شمېرو په پرتله په افغانستان کې ټولې سرطاني ناورغۍ کمې ښودل شوي دي، چې دا شمېرې له حقيقته لرې ښکاري. دغه جدول په غير مستقيم بڼه دې ته ښودنه کوي، چې لومړی خو د تشخيص برخه ډېره ضعيفه ده او بل دا چې ناروغان پر ډاکترانو بې باوره دي او ډاکتر ته نه ورځي او يا هم اقتصادي مشکل لري، چې د تداوي د لګښتونو امکانات نه لري، نو په کورونو کې مري. له بل پلوه د تومورونو د پتالوژيک نسجي څېړنو امکانات هم په ټول افغانستان کې نه شته.

د سرطاني ناروغيو په تشخيص کې د ناروغ سره د خبرو اترو او د ناروغي په اړه د مصاحبې او کلينکي څېړنې تر څنګ د پتالوژي د څانګې د څېړنو پايله ډېره غوره ګڼل کېږي. نن سبا له بده مرغه په ټول افغانستان کې د پتالوژي څانګه په هېڅ روغتون کې نه شته او د نسجونوسمپلونه اسلام آباد او يا کراچۍ ته استول کېږي، چې د تحقيق پايلې ته په افغانستان کې ترمياشتو منتظر وي، چې د سرطاني ناروغيو په وده کې زماني فکتور ډېر مهم دی، ځکه درملنه بايد ژر پيل شي.

سرطاني ناروغي
سرطاني ناروغي WR AR ٪ شمېره
د سينې سرطان ۴۸ ۲۰،۲۴ ۰،۷۹ ۱۸۲۲
د معدې سرطان ۴۲ ۱۰،۴ ۰،۶۵ ۱۵۰۱
د مرۍ سرطان ۱۳ ۸،۷۸ ۰،۵۷ ۱۳۱۴
د خولې سرطان ۹ ۸،۱۸ ۰،۶۳ ۱۴۶۷
د ينې سرطان ۱۱۹ ۴،۲۲ ۰،۲۸ ۶۵۷
کولوـ رېکتال سرطان ۱۶۹ ۴،۰۹ ۰،۳۲ ۷۴۱
د سږيو سرطان ۱۲۲ ۶،۹۰ ۰،۴۶ ۱۰۷۶
د پروستات سرطان ۱۶۷ ۴،۴۹ ۰،۱۱ ۲۵۸
د مثانې سرطان ۹۸ ۱،۹۵ ۰،۱۲ ۲۷۲
د تخمدانونو سرطان ۱۰۶ ۴،۰۹ ۰،۱۶ ۳۶۹
د رحم د غاړي سرطان ۳۲ ۳،۶۶ ۰،۱۲ ۲۸۹
ليوکومي ۱۵۴ ۱،۹۵ ۰،۲۶ ۶۱۰
ليمفوم ۱۰۸ ۴،۳۲ ۰،۴۱ ۹۴۶

په سرطاني ناروغيو کې د راديوتراپي (Radiotherapy-RT) او شيموتراپي برخه په افغانستان کې ډېره کاوړې ده، ځکه تر ننه د شعاع د درملنې لپاره سم سامانآلات او متخصصين نه شته دي. څو لسيزې مخکې د علي آباد په روغتون کې ډېره ابتدايي د سرطانونو شعاعي درملنه (RT) تر سره کېدله. د شيموتراپي (Chemotherapy) متخصصين او ادويه په افغانستان قطعأ نه شته، چې په دې برخه کې بايد افغان چارواکي جوت اقدامات وکړي. د افغانستان لپاره د سرطاني ناروغيو يو علمي مرکز ته ډېره اړتيا محسوسېږي. د سرطاني ناروغيو مرکز کې د راديوتراپي، شيموتراپي تر څنګ بايد د بطني او صدري جراحي مُجرب جراحان او نور متخصصین وروزل شی او وګومارل شي. د تومورونو د تشخیص لپاره بايد يو مُجرب د پتالوژي سرويس يا بخش جوړ شي، چې مُجرب پتالوژيستان پکې وګومارل شي، چې د تشخیص اړوند د تداوي سم رژيم پلی شي.

د (WHO) په څېړنو کې همدا ډول د مړېنې نور اسباب هم په احصايوي بڼه خپاره شوي دي، چې زياتره پاملرنه د جګړې قربانيو، د ناڅاپو پېښو په ترڅ کې مړينو او د ميندو مرګومېر ته اوښتې ده، چې ډېر زړه بوږنونکي ارقام يې وړاندې کړي دي، چې په افغانستان کې د مړينو دې برخې ته بايد په جدي توګه پاملرنه وشي او د مړينې د مخنيوي لارې چارې يې  وسنجول شي.

د افغانستان په روغتياپالنه کې بايد انتاني ناورغۍ، چې د ميکروبونو لکه باکترياوو، وايرسونو، فنګسونو او پرازيتونو په لړلتوب رامنځ ته کېږي، له پامه ونه غورځول شي. له بده مرغه په دې برخه کې هم عمومي احصايوي څېړنې تر سره شوي دي، خو د افغانستان ګڼشمېر ميکروبي ناروغيو ته پام نه دی شوی. په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د توبرکولوز ۷۶۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي، چې همغه کال يې ۱۲۰۰۰ تنه مړهّ شوي هم دي.

د مړېنې د اسبابو نورې پېښې
د پېښو بڼه WR AR ٪ شمېره
د ميندو مړينه ۴ ۲۵،۹۴ ۳،۳۷ ۷۸۰۷
د جنګ قرباني ۱ ۱۲۱،۵۵ ۱۱،۰۶ ۲۵۶۲۰
کورني تاوتريخوالي ۵۲ ۹،۸۷ ۱،۳۹ ۳۲۱۷
د ترافيکي پېښو قرباني ۷۶ ۱۹،۸۱ ۲،۶۰ ۶۰۳۳
ځانوژنه (خودکُشي) ۱۲۹ ۵،۹۶ ۰،۶۸٪ ۱۵۷۳
د ناڅاپو پېښو قرباني ۳۶ ۱۳،۰۲ ۱،۴ ۳۲۴۱
بې سدي (يادفراموشي) ۲۶ ۲۲،۳۴ ۰،۷۶ ۱۷۶۵

د انتاني او پرازيتي ناروغيو په برخه کې بايد د ملاريا، ليشمانيا (سالدانه)، محرقې، کولرا، آمېب، سکابييس (ګرګ) په اړه ټوليز معلومات ورکړل شوي وی، چې له دغو ميکروبي پېښو سره څومره افغانان لاس او ګرېوان دي او د درملنې په برخه کې يې کوم امکانات شته او که ليه هم درملنه په دمو چوف، د لاړو پر موښلو او يا د تاويزونو په اوبولو تر سره کېږي!

د ملاريا په اړه بايد ياده شي، چې د ۱۹۷۸ کاله، چې په افغانستان کې له سرې غميزې سره غبرګ د خلکو وينې وبهېدلې او ټولنه د جګړې په ډګر وواښتله، نو د چاپېريال حفظالصحه هم خرابه شوه او مراقبت يې په ټپ ودرېد، چې له بده مرغه دغه پدپده لا هم پياوړې ده او هر څه د ټوپک په ميل اندازه کېږي، چې د فکري او جسمي يوه نا څرګنده نا امني يې رامنځ ته کړي ده، چې بايد په دې اړه افغان چارواکې يو فکري نوښت رامنځ ته کړي، چې د ټولنې پام يو سم او روغ ژوند ته واړوي.

انتاني یا اينفيکشني ناروغي
د ناروغي بڼه WR AR ٪ شمېره
توبرکولوز ۲۴ ۴۱،۱۴ ۴،۲۵ ۹۸۳۹
انتاني اسهالات او استفراقونه ۶۸ ۹،۷۲ ۲،۴۰ ۵۵۵۵
د ينې وايروسي ناروغي (HB) ۱ ۴،۹۶ ۰،۳۷ ۸۶۳
تيتانوس ۶ ۲،۴۹ ۰،۵۴ ۱۲۵۴
شنه ټوخله (Pertussis) ۲۲ ۳،۳۸ ۰،۹۱ ۲۱۰۷

نن سبا د ټولو انتاني ناروغيو د کچې د لوړوالي او د ناروغانو د ډېروالي مخاطره تر سترګو کېږي، چې د (WHO) په څېړنه کې د ۸،۴۷ سلنه خلکو د مړېنې  سبب هم انتاني ناروغۍ يادې شوي دي. سر بېره پر دې، چې د سالدانې يا ليشمانيا په اړه کوم ارقام د (WHO) لخوا نه دي ياد شوي، خو نورو څېړنو ښودلې ده، چې د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه د کابل په شمول په ۲۴ ولايتونو کې د ليشمانيا مخاطره موجوده ده، چې له کندهاره نيولې تر فاريابه پورې د سالدانې ميسې (ماشې) موجودې دي، چې د نړيوالو څېړنو پر بنسټ هر کال په افغانستان کې له ۶۷۵۰۰ تر ۲۰۰۰۰۰ د ليشمانيا (سالدانې) پېښې ثبتېږي، چې د تداوي د ستونزو تر څنک د ناروغانو رواني حالت ته هم صدمه رسېدلې وي او د بطني ليشمانيا په ترڅ کې تر ۹۰ سلنه ناروغان مري.

د ملاريا ناروغي هم په افغانستان کې ډېره ده، چې په ګرم موسوم کې د ملاريا د ميسې (ماشې یا غوماشې) لپاره د چاپېر حرارت ډېر مناسب دی، چې په ميسه کې د ملاريا د پلازموديم وده ممکنوي او ميسې د ناروغي د لېږد جوګه کېږي. په وړي (دوبي) کې د چاپېر تودوښه د ۱۴ ورځو په بهير کې بايد ۲۸ درجې وي، چې ميسه کې پلازموديم وده وکړي، چې دغه پروسه په ډنډوبو کې ښه تر سره کېږي او افغانستان يې د تودښې ښه شرايط هم لري.

د ناروغي د مخنيوي لپاره بايد د غوماشو (ميسو) د له منځه وړلو لپاره ځيني وقايوي اقدامات تر سره شي. د چاپېر د حفظالصحې لپاره بايد ډنډوبي له منځه یووړل شي او هغه اوبه چې ناولې وي، لري شي. په ګرمو سيمو کې د دواپاشي پروګرامونه تطبيق شي او متواتره دواپاشي تر سره شي. هغه تياره او نمجن ځايونه بايد له منځه يووړل شي، چې د مياشو د تراکُم مخنيوی وشي.

په کورونو کې بايد ټوليزې حفظالصحې ته ډېره پاملرنه وشي، په حويلۍ کې دې د ډنډوبو مخنيوی وشي، د کاليو، بسترو او کور نظافت ته دې ډېره پاملرنه وشي. د شپې لخوا دې د کوټو کړکۍ وتړل شي، اوږدې جامې دې واغوستل شي، چې يو څوک د ميسې له چيچلو ځان خوندي وساتي. په هغو سيمو کې چې د ملاريا او ليشمانيا مخاطره زیاته وي، د خوب پر کټ يا ځای دې جالۍ وخوروي، چې ميسې ورڅخه تېرې نه شي، چې د چيچلو ګواښ يې کم شي.

د انتاني اسهالاتو او استفراقونو په لړ کې د ناروغ د بدن مايعات کمېږي، چې د مرګ مخاطره زياتوي، نو د بدن د مايعاتو د پوره کولو لپاره د سيروم د لګولو سپارښت کېږي. زياتره اسهالات يا ناستناستی د چټلو اوبو څخه رامنځ ته کېږي، نو د آفت د مخنيوي لپاره بايد د څښلو اوبه لومړی جوش شي او بيا په يو پاک او سر پټي لوښي کې خوندي شي، چې د ميکروبي کېدلو مخاطره يې له منځه لاړه شي.

په لرو پرتو سيمو کې د ډاکتر او د سيروم د نشتوالي په ترڅ کې کېدلی شي د ورېژو اوبړنه اوګره يا شوله تياره شي، چې لږ څه مالګينه وي او لږ بوره هم ورسره ګډه شي، چې د بدن د ايليکتروليتونو (کلسيم، پوتاشيم، سوديم، مګننيزیوم …) او د ګولوکوز اړتيا پوره کړي. د ورېژو په دغه ساده اوبړنې اوګرې کې د ورېژو نباتي پورتينونه هم شته، چې د بدن لپاره ډېر اړين دي، چې په دې توګه يو ناروغ له حتمي مرګه ژغورل کېدلی شي، خو د تداوي لپآره دې ډاکتر هرومرو مراجعه وشي.

د زړه او رګونو ناروغي بايد پر وخت تشخيص شي او د تداوي سم پروګرام يې تطبيق شي، چې د رګونو او د زړه د ناروغيو د مخاطرې فکتورونه (د وينې لوړ فشار، د وينې غوړ، چاغښت، د سګرټ يا تنباکو استعمال، د شکر ناروغي، د ګوردو ناروغي، الکولي مشروبات، سترس، فاميلي فکتور، د زړه رپېدا او داسې نور …) بايد په متواتر بڼه کنټرول شي او له اړتيا سره سم تداوي شي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې د سرطاني ناروغيو ۲۲۱۸۷ پېښې ثبت شوې دي، چې ۱۶۰۱۸ مړېنې د سرطاني ناروغيو په اړوند هم په ۲۰۲۰ کال راجستر شوې دي، چې د سينې سرطان تر ټولو زيات ښودل شوی دی، خو د مرۍ او معدې سرطان هم په ۵۰ ـ ۷۰  کلنو کې ډېر پېښ شوی دی، خو د سرطاني ناروغيو او د وسلو د کارولو تر منځ کومه نېغه اړيکه نه ده په ګوته شوې، يا په دې اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي يا يې د څطړنو مخني،ی شوی دی.

د سينې سرطان زياتره په ښځو کې پېښېږي، نو په دې برخه کې د ښځينه ډاکترانو او د نسايي او ولادي متخصصينو کمښت يا نشتوال په ځغرده محسوسېږي، ځکه د تشخيص او د درملنې برخه يې ډېره کاوړې ده، چې د ګوتو په شمار ناروغانې کولی شي، مناسب سپارښتونه تر لاسه کړي، مګر په ټوليزه توګه د ناروغي د عاقبت، مشکلاتو او د تدواي په اړه معلومات تر لاسه کول ډېر ستونزمن دي. له بده مرغه دې برخې ته هېڅکله هم سمه او بشپړه توجو نه ده شوې.

نجونه، پېغلې، مېړوښې او نورې ښځې کولی شي، چې د خپلو سينو يا تيو معاينه پخپله په کور کې هم تر سره کړي، چې وکولی شي د خپلو سينو کومه ناروغي پخپله ژر ووويني  او ډاکتر ته مراجعه وکړي. دا ډول معاينه پرته له کومې ستونزې تر سره کېدلی شي، چې په دې برخه کې به په دې اړه رڼا واچول شي، چې ښځېنه د دې جوګه شي، چې خپل تي پخپله معاينه کړي.

ټولې نجونه، پېغلې، مېړوښې او نورې ښځې هرمرو په اونۍ کې يو ځل خپل ځان مينځي او کېدلی شي، چې هره ورځ به ځان مينځي، خو د افغانستان له شراېطو سره سم که په اونۍ کې يو ځل هم خپلو سينو ته پام واړوي او معاينه يې کړي، نو د دې امکانات زيات دي، چې د سينې ناروغي يا د سرطان دانه مخکې وموندي او ډاکتر ته مراجعه وکړي، چې په ابتدايي موده کې د سرطاني ناروغي تدواي په بشپړه توګه تر سره شي.

د سينې ناروغۍ یو ډول يې ميکروبي دي، چې د سينې يوه برخه زوې (ريم) نيسي، چې درملنه يې جراحي ده، چې ريم يا زوې بايد له سينې وايستل شي او زخم په متواتره بڼه پانسمان او تداوي شي. دغه ناروغي زياتره په پېغلو او ځوانو ښځو کې وي. د هغو مېرمنو چې اولاد يې شوی وي او شودې يې په سينه کې بندې پاتې شوې وي، نو د ابسې کېدلو يا چرکنيولو مخاطره يې زياته وي، نو د دې سپارښت کېږي، چې وروسته له دې چې ماشوم شودې وځبېښي، بايد ميندې د شيرچوشک د پمپ په مرسته په سينه کې پاتې شوې شودې ولوشی، چې تی يې له شودو خالي شي. له امکاناتو سره سم دغه لوشل شوې شودې کېدلی شي په یخچال کې وساتل شي او وروسته له تعقيمه بيا ماشوم ته ورکړل شي.

د سينو بله ناروغي ماستوپاتي ده، چې علت يې سم نه دی څرګند، خو ګومان کېږي، چې هارموني بنسټ به لري، چې د مياشتني يا ماهوار عادت سره په سينو کې د هارمونونو تآثيراتو ته نغوته کوي او ناروغي زياتره په دې موده کې ليدل کېږي. د دغه ناروغي په ترڅ کې سینه درد لري او کلکېږي، چې د دغه ناروغي په ترڅ کې سپارښت کېږي، چې بايد يو نسايي ډاکترې ته مراجعه وشي.

د سينې غوټه يا غوټې کېدلی شي، سیست وي يا سالم ادېنوم وي، خو د سرطان د دانې یا خبيثه تومور مخاطره هم ورسره شته ده، ځکه که په سينه کې غوټه يا کلکوالی احساس شي، نو هرومرو بايد له يو ډاکتر سره مشوره وشي. څنګه چې مخکې ياده شوه، د سينې د ناروغيو پر وخت تشخيص ډېر غوره دی، ځکه نو مېرمنې بايد په دې برخه کې پخپله خپل بدن هر کله سم وګوري، چې د امراضو نښې نښانې پخپله وويني او پر وخت ډاکتر ته مراجعه وکړي.

هره نجلۍ، پېغله، مېړوښه او يا بله ښځه باید دې ته پام وکړي، چې له تيو يې کوم ډول افرازات شته او که نشته، دغه نينېدونکي مواد يا افرازات د شودې رنګ لري، زوې دي او که وينه ورسره ګډه ده؟ آیا دغه افرازات بوی لري او که نه؟ وروسته له دغه افرازاتو پر سينه فشار کمېږي او که نه؟ د دغه افرازاتو په ترڅ کې د بدن درجه د حرارات پورته ځي او يا تبه لري او که نه؟ آيا پخپله تي يا تيو سؤ شکل کړی او که نه؟ دغه افرازات له مياشتنۍ وينې يا ماهوار عادت سره تړاو لري او که نه؟ نو دغه پوښتنې بايد پخپله وليکي او ځواب يې کړي.

څنګه کېدلی شي، چې يوه مېرمن خپل تي معاينه کړي. لومړی بايد سينو ته په څملاستي او درېدو په يوه هنداره کې له ټولو اړخونو وګوري. ښی او کيڼ تی باید سره پرتله کړي، چې په يو او يا بل تي کې توپير ليدل کېږي او که نه! د ناروغي په ترڅ کې کېدلی شي تی سور رنګی وي، تود وي او یا درد ولري. د سينې پوستکی کېدلی شی غونج وي يا د مالټې يا ليمو پوټوکي ته ورته وي. د يو تي سر د بل په پرتله يا ټيټ او يا پورته وي، حتی کېدلی شي، يو څوک د خپل تي دانه په سترګو وويني.

په لاس باندې د خپلو تيو معاينه په وېلاړو او پرېوتو تر سره کېږي. د تي سرطان زياتره د چپ تي د باندني اړخ په پورتنۍ برخه کې وي، خو د تي په نورو برخو کې هم پېښېدلی شي. تی بايد ګراداګرد په لاس باندي لمس او کېکاږل شي، چې د تي دانه يا غوټه لمس کړل شي. د لمسولو په بهير کې بايد دې ته پام وشي، چې په تي کې درد شته او که نه؟ وروسته له تيو دواړه تخرګونو لمس کېږي، چې د ليمفاوي مرغړيو يا غُدودونو لویوالی تثبيتېږي، چې د مرغړي ځوځيدنه، درد، کلکوالي او نرموالي ته پاملرنه اړينه ده.

وروسته له تخرګونو د غاړې او د اوږو ليمفاوي مرغړي څېړل کېږي، چې د انتاني اوسرطاني ناروغيو په ترڅ کې دغه غُدودونه يا مرغړي غټېږي او کېدلی شي درد هم ولري، نو د معايناتو په ترڅ کې د غاړې او د اوږو د لمسولو پروسه بايد له هېره ونه ايستل شي. د دغه سیستيماتيک او پروګرامشوې معاينې په ترڅ کې نجونه، پېغلې، مېړوښې او نورې ښځې کولی شي ګڼشمېر ناروغۍ په ابتدايي موده کې وموندي او سمدلاسه ډاکتر ته مراجعه وکړي.

نړيوالې څېړنې ښيي، چې د افغانستان نفوس هر کال مخ پر ډېرېدو دی. داسې اټکل کېږي، چې په ۲۰۵۰ کال کې به د افغانستان نفوس ۸۰ ميليونو ته نېږدي شي. له بل اړخه د جګړې له ختمېدو سره د جنګونو قرباني ډېره کمه شوي ده، چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله تر ۸۰ سلنه د جګړې د قربانيو شمېر راښکته شوی دی. همدا ډول داسې ښکاري، چې د افغانانو اوسط عُمر هم له ۶۶ کلونو زيات شوی دی، چې دا پېښه د نفوس د ډېروالي تر څنګ په وګړو کې د زړو خلکو برخه ډېروي، چې طبيعي خبره ده، دا به روغتيايي ستونزې او د ناروغانو شمېر زيات کړي او روغتيايي لګښتونه به ليه ډېر شي. په نيدرلند، جرمني، لوکسمبورګ کې اوسط عُمر تر ۹۰ کلونو رسېدلی شي.

په پای کې بايد ياده شي، چې د پورته يادشويو ناروغيو، نړيوالو څېړنو او همدا ډول د تېرو روغتيايي ليکنو پر بنسټ باید د عامې روغتيا له وزارت سره د نظر تبادله تر سره شي او يو شمېر وړانديزونه وشي، چې افغان روغتيايي سیستم پياوړی شي، چې خلک وکولی شي سم، هراړخيز، مسلکې او تخصصي روغتيايي خدمات تر لاسه کړي، چې په دې برخه کې د ښځو ونډه ډېره اړينه ده.

  • د عامې روغتيا لپاره د دولتي بيمې د سیستم جوړول او په پېژندپاڼه (تذکره) کې يې راجسترنمبر ټومبل.
  • د روغتيايي سیستم د پياوړتيا لپاره د طبيبانو، نرسانو، قابلګانو او پاراميډيکل د تحصيل لپاره د مملکت په کچه د منظم درسي کوريکولومونو جوړول او په يو ډول يې تطبيقول.
  • د تخصصي پروګرامونو لپاره د شپږکلني درسي، پرکتيکي او آزموينو ستندرد پروتوکولي کورويکولوم او د عملياتونو د راجستر سيستم رامنځ ته کول او تطبيقول.
  • د سوب سپسياليزيشن د پوهنيزې ارتقايي دوه کلن پروګرام په ځانګړې څانګه کې جوړول او تطبيقول.
  • د افغانستان په کچه د ټولو متخصصينو د راجستر سيستم رامنځ ته کول او د اسنادونو مرکزي ثبتول.
  • د ټولو تخصصونو په اړه د تداوي په برخه کې د پروتوکولونو او يا د (SOP) يا  (Standard Operating Procedure) جوړول، چې د مملکت په کچه ټول ناروغان د نړيوالو درمليزو سندرتونو پر بنسټ تداوي شي.
  • د ناروغيو د وقايع لپاره بايد عامالفهمه پروګرامونه جوړ شي، چې د رسنيو (راډيو، تلويزیون او اينترنېټ)، ښوونځيو، مکاتبو او مدارسو لخوا خپاره شي او په عام محضر کې د ناروغيو په اړه د سيار روغتيايي ګروپونو لخوا معلومات ورکړل شي.
  • زياتره انتاني ناروغۍ د ناولو اوبو څخه منشه اخلي، نو خلکو ته د پاکو اوبو د طريقې او استفادې سپارښت کول او د پټو او پاکو څاګانو جوړول او د بمبو د کېنولو رايجول.
  • د يو شمېر ناروغيو لکه ملاريا، محرقې، ليشمانيا په اړه د عامالفهمه بروشورونو خپرول او په عام محضر کې په دې اړه د پوسترونو ځړول.
  • د ښوونې او روزنې او مدارسو په درسي پروګرامونو کې بايد د ناروغيو په اړه عمومي معلومات ځاي پر ځای شي، چې د چاپېر حفظالصحې ته هم په درسي موادو کې ډېره پامرنه وشي.
  • د افغانستان په کچه د کاناليزاسيون د سيستم او يا سپتيک څاه ګانو رواجول او د ساري ناروغي، په اړه معلومات په متواتر بڼه خپرول.
  • د يو شمېر سرطاني ناروغيو (د سينو، سږيو، کولمو، معدې او نورو …) او معمولو ناروغيو په اړه د وګړو لپاره د لنډو معلوماتي بروشورونو (سپارښتليکونو) جوړول او په عامه توګه يې خلکو ته وېشل.
  • د علمې او تخصصي پوهې د ارتقا لپاره د علمي کونګرسونو، سيمينارونو او سېشنونو یا علمي غونډو جوړول، چې بهر کې مېشت افغان ډاکتران هم پکې ګډون وکړي او له بهره د پوهې د لېږد شرايط او د نظرونو د تبادلې امکانات رامنځ ته شي. په افغانستان کې د کلني (افغان روغتيايي کونګرس) نشتولای په ځغرده محسوسېږي، نو د دا ډول کونګرس جوړول ډېر اړين دي، چې د نړيوالو او سيمې روغتيايي تجارب له افغان ډاکترانو سره شريک شي او د درملنې په ترڅ کې پلي شي.

روغتياپالنه د يوې ټولنې اړينه برخه ده، چې پرلپسې نوښت ته ضرورت لري. د روغتيا په برخه کې د درسي موادو عصري کول، د نويو کدرونو روزل د دروغتيايي خدماتو د تضمين لپاره ډېر اړين او حياتي دي. هره ټولنه کې زاړه مري او ځوان نسل يې تشه ډکوي، نو د مملکت د واکمنو مسؤليت دی، چې د ځوانو کدرونو د روزلو لپاره د تحصيل او کار زمينه برابره کړي. د ټولنې نيمايي نفوس ښځينه دي، ځکه د ښځينه وګړو ښوونې او روزنې ته بايد پاملرنه وشي او د مسلکي زده کړو امکانات ورته جوړ شي، چې ښځينه ناروغانې په ډاډه زړه ډامترې ته ورشي.

و من الله التوفيق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب