پنجشنبه, جنوري 9, 2025
Homeخبرونهایران غواړي خپله پلازمېنه بلوچستان ته ولېږدوي، افغانستان ته یې ګټه څه...

ایران غواړي خپله پلازمېنه بلوچستان ته ولېږدوي، افغانستان ته یې ګټه څه ده؟

تاند (چهارشنبه، د مرغومي ۱۹ مه) د ایران حکومت بالاخره پرېکړه کړې چې پلازمېنه له تهران څخه د هیواد جنوب ختیځ ته ولېږدوي چې هم افغانستان اوهم پاکستان ته نژدې ده.

د ایران د حکومت ویاندې، فاطمې مهاجراني، د سه‌شنبې په ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې د پایتخت د انتقال په طرحه کې د تهران بدیل ښار په یقیني توګه د هیواد په جنوب کې موقعیت لري، او د مکران سیمه د دې ښار د جوړولو او پراختیا لپاره په پام کې نیول شوې ده.

مکران د سیستان او بلوچستان د جنوب هغې ساحلي سیمې ته ویل کېږي چې شاوخوا ۹۰۰ کیلومتر اوږدوالی لري، په لوېدیځ کې له راس الکوه څخه تر جاسک او د پاکستان تر پولو پورې غځېدلې ده. دغه سیمه ستراتیژیک اهمیت لري. خو د ایراني چارواکو هدف د سیستان او بلوچستان ولایت اړوندې سیمې دي.

د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‌يي، په تېرو دوه لسیزو کې څو ځله د دې سیمې د پراختیا پر اړتیا ټینګار کړی. دا هغه ولایت دی چې د محمدرضا پهلوي د حکومت پر مهال خامنه‌يي ورته تبعید شوی و.

سیستان او بلوچستان د ایران تر ټولو وروسته پاته ولایت دی.

په یوه وروستي اقدام کې، خامنه‌يي د تېر کال د لړم په میاشت کې ټینګار وکړ چې باید هغو سیمو ته پام زیات شي چې سمندر ته نژدې دي.

په ایران کې ترسره شوې لږ تر لږه دوه څېړنې ښيي چې د مکران په سیمه کې جدي نیمګړتیاوې او ستونزې شته.

عباس علی‌پور، چې د سپاه پاسداران اړوند د امام حسین پوهنتون د علمي هیئت غړی دی، په ۱۳۹۵ کال کې د یوې څېړنې پایلې خپرې کړې. هغه د ایران د جنوبي ساحلونو پر مثبتو ځانګړتیاوو سربېره ټینګار وکړ چې د دغو سیمو په پراختیا کې باید نیمګړتیاوې او احتمالي ګواښونه په پام کې ونیول شي او په دې اړه محافظه‌کارانه چلند وشي.

په دې څېړنه کې د مکران لپاره ۱۳ نیمګړتیاوې په ګوته شوې دي، لکه:

  • د سیمې شدید محرومیت او لږ پرمختګ
  • د زیربناوو سحت کمزوری حالت
  • د اقلیمي شرایطو شدت، لکه ګرم، مرطوبه هوا، او د اوبو او باران کمښت
  • د ناامنۍ شتون
  • د انرژۍ له سرچینو څخه فاصله

علی‌پور او د هغه همکارانو همداراز خبرداری ورکړ چې دې سیمې ته د ګواښونو په توګه لاندې مسایل د پام وړ دي:

  • په عمان سمندر او فارس خلیج کې د امریکا او نورو لوېدیځو قدرتونو نظامي او اقتصادي حضور
  • په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو او القاعده موجودیت
  • د سوداګرو او پانګه‌والو لپاره ترهګریز ګواښونه
  • د دولتي فساد او انحصار احتمال

په ورته وخت کې، د تهران د خوارزمي پوهنتون د جغرافیې پوهنځي استاد عزت‌الله قنواتي او همکارانو یې په ۱۴۰۰ کال کې د یوې څېړنې پایلې خپرې کړې چې د نړیوالو سمندرونو د اوبو د سطحې د لوړېدو له نظره یې د مکران سیمې ته کتنه کړې وه.

قنواتي په دې څېړنه کې د ساحلي کرښې د بدلون، د سمندر د څپو، د سمندر د سطجي د نسبي لوړوالي، د جزر او مد د اندازې او نورو مسایلو له نظره د مکران ستونزې یادې کړي دي.

د څېړنې پایلې ښيي چې د سمندر د طغیان او د خاورې د توږل کېدو ګواښ په نژدې راتلونکي کې د دغو سیمو لپاره جدي دی. په دې څېړنه کې راغلي چې د چابهار او پزم تیاب د خلیجونو شاوخوا نفوس‌ لرونکي مرکزونه او زیربناوې له متوسط څخه تر خورا لوړې کچې له خطر سره مخامخ دي.

له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې یوه بل مناسب ځای ته د ایران د پلازمېنې د لېږدولو خبرې کېږي، او تراوسه ډېرو ویلي چې مکران مناسبه سیمه ده چې دا طرح په کې عملي شي.

د ډېرو نورو سیمو په اړه هم څېړنې شوي دي.

ولې ایران پلازمېنه بدلوي؟

د تهران نفوس خورا زیات شوی، ورسره د هوا ککړتیا کال په کال دومره زیاته شوې چې اوس تهران د هوا د ککړتیا له نظره د نړۍ یو ککړ ښار ګڼل کېږي.

تهران د ایران په داسي ځای کې موقعیت لري چې د ایران د اوبو له تر ټولو نژدې بندر، بندرعباس سره ۱۲۸۳ کیلومتره واټن لري.

تهران ته ګاز، تېل برېښنا له جنوب څخه، چې تر زر کیلومتره ورڅخه لیري دی، راوړل کېږي. دا ښار تقریباً یوازې یو خدماتي ښار دی چې مصرف کوي او تولید نه لري.

سیاسي او ستراتیژیک علتونه

ایراني چارواکي پوهیږي چې هند او چین د نړۍ په سترو اقتصادي قدرتونو بدلیږي. د دنیا اقتصاد د نړۍ دې برخې ته د انتقال په حال کې دی. مکران هم چین او هم هند ته نژدې دی.

له بلې خوا په داسی حال کې چې د پاکستان د تجزیه کېدو احتمال مخ په زیاتېدو دی، ایرانیان د خپل بلوچستان اندېښنه لري. که پلازمېنه مکران ته ولیږدول شي. میلیونونه نور ایرانیان به دې سیمې ته ولېږدي او د بلوچستان د نفوسو ترکیب به بدل شي. له بلې خوا به د بلوچانو اقتصادي محرومیت کم شي چې دا هم خپلواکي غوښتنې ته د بلوچانو لېوالتیا کمزورې کوي.

حاضردمه بلوچان او سیمه یې په ایران کې تر ټولو بېوزله او وروسته پاتې دي.

د افغانستان لپاره

مکران ته د ایران د پلازمېنې انتقال د افغانستان لپاره ډېره ګټه لرلی شي. د افغانستان پر لارو به د ایران اتکا ډېره شي او ایران به د چابهار بندر او د بلوچستان ترانسپورت ته پام زیات کړي چې له کبله به یې له نورې نړۍ سره د افغانستان سوداګرۍ ته اسانتیا رامنځته شي.

1 COMMENT

  1. تهران او ګن مېشته ښارونه د بې مهاره ژورو څاګانو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د بې کچې ټیټېدو له وجهې په یادو ښارونو کې د ځمکې ناببره کښېناستل یادو ښارونو په تېره بیا تهران ښار له لوی ګواښ سره مخ کړی دی.

    د اوبو د بې کچې استخراج اسباب د ایرانی اخوندانی مسلکي فساد دی چې نااهل خلک یې په تخصصی دندو ګومارلي

    په دې هیله چې زمونږ ملاصاحبان د دوی له نقش قدم راوګرزي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب