پنجشنبه, جنوري 9, 2025
Homeخبرونهبنېټ؛ پاکستان دې افغان کډوال په زوره نه باسي

بنېټ؛ پاکستان دې افغان کډوال په زوره نه باسي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۹مه) ریچارډ بنېټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپور‌ورکوونکي ریچارډ بنېټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو په غبرګون کې د دغو کسانو د ساتنې او افغانستان ته د هغوی د ستنولو پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

پرون سه شنبه د بښنې نړیوال سازمان هم کډوالو سره د پاکستاني چارواکو له لوري د هغو سختو تعقیبونو، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورینونو په اړه بې‌پروا چلند ناهیلی کوونکی بللی وو.

سرچینې زیاته کړې وه،چې د دې پر ځای چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د درولو لپاره نړیوالې غوښتنې ومني، د ناهیلۍ خبره دا ده چې نوي ټاکل شوي پاکستاني حکومت اوس د دې ایستلو لړۍ د افغان (ACC) کارټ لرونکو کډوالو ته هم غځولې ده.

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت د “بهرنیانو د ستنولو ناقانونه پلان” د کډوالو او نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې بللی وو او دا یې د ټولو افغان کډوالو ژوند لپاره ګواښ بللی وو.

بل لورته پرون سه شنبه پاکستان کې د طالبانو سفیر هم په اسلام اباد کې د ۸۰۰ افغان کډوالو په نیول کېدو خواشیني ښودلې ده.

یادې ادارې ویلي وو، چې نیول شوي کډوال له ځانه سره پوره قانوني اسناد لري او د بشر حقونو له ادارو یې غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې جدي مداخله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب