سرجان سیلي به ویل: چي تاریخ د تېري زمانې سیاست دئ. دا تعریف که څه هم پخپل ځان کي د تاریخ غوندي یوه پراخ علم لپاره کوچنی ښکاري خو نامعیاري او پوره نیمګړی ئې هم نسو بللای. په اغلب ګومان په زرهاوو کاله کېږي چي انسان د ځمکي پر مخ ژوند کوي. په دغو مختلف النوعه پړاوو کي چي انسان د ځمکي پر مخ وهلي د مختلفو او بېلابېلو پېښو ښکار سوی هم دئ. دغو پېښو که له یوې خوا انسان له ستونزو سره مخ کړی، خو له بلې خوا ئې د انسان پر ژوند مستقیم اغېز هم کړی او دې ته ئې چمتو کړی چي پخپل ورځني ژوند کي تغیر او پرمختګ را ولي. دا پېښي چي د انسانانو پر ژوند ئې تاثیرات پرېښي د تاریخ د علم په واسطه په مستند او غیري مستند ډول ثبت سوې او اوسنیو انسانانو ته د پوهېدو په باب رسېدلې دي. د تاریخ په باب مختلف نظرونه موجود دي. دا چي کله تاریخ لیکنه یا خپله د تاریخ علم څه وخت را پیل سو دا بحث موږ د موضوع څخه ممکن لیري کړي. له کومه وخت چي انسان پر ځمکه ژوند پیل کړ، له هغې شیبې ئې د ژوند کیسه هم پیل سوه. او د انسان دې کیسې ته په نظري ډول موږ تاریخ ویلای سو. لکه څنګه چي انسان غواړي د خپل ژوند کیسه وا وري او یا ئې په اړه پوه سي ځکه نو دا کیسې نسل پر نسل په شفاهي او غیري شفاهي ډول لاس پر لاس سوې او انسانانو د تاریخ نوم ورکړی. خو د نړۍ خلک بیا تاریخ ته له بېلا بېلو زاویو ګوري. ځیني تاریخ د تېرو انسانانو پېښي بولي. ځیني بیا په دې آند دي چي تاریخ د انسان تېره کیسه ده. ځیني ئې د هویت او خپل قوم د پېژندني یوه وسیله بولي. په دغه برخه کي ډېری وګړي په دې نظر دې چي تاریخ د ژوند هنداره ده. او په تېر کي ټولي هغه پېښي چي له زمان او مکان سره ارتباط لري تاریخ دئ، له کومو څخه چي انسانان تجربه اخلي. د تاریخ په باب د هویت او قوم د پېژندنې د نظریې په برخه کي د یه-ودو قوم ډېر محتاط دئ او دوی تر بل هر علم تاریخ ډېر سپېڅلی او د پام وړ بولي. ځکه د تاریخ په واسطه د دوی د نسل او قوم اصلیت معلوم او دې معلوموالي په نړۍ کي د ښه ژوند خاوندان کړي هم دي. ځکه خو دوی د ځان پېژندني او خپل قوم پېژندني لپاره د تاریخ سره ډېر سرو کار لري. او په مټ ئې پر ډېرو سیمو د سلطنت دعوې هم لري.
تاریخ، نظرونه او مختلف تعریفونه:
سرجان سیلي به ویل: چي تاریخ د تېري زمانې سیاست دئ. آلماني برېتور فلېسوف ګویته بیا په دې نظر وو چي: تاریخ باید په موږ کي شور او شوق را وپاروي. مبارک علي بیا په دغه برخه کي ژور ږغېږي او وایي چي هر شی تاریخ او مخینه لري کوم چي زموږ پر ژوند مستقیم اغېز لري. د اسلامي نړۍ نامي پوه ابن خلدون بیا زیاتوي: تاریخ د لومړۍ درجې علم او د ډېرو فوائدو او ښو نتایجو فن دئ. دایناسور بیا بېل نظر درلود هغه وایي: تاریخ د انسانانو د تجربو څخه بحث کوي. موږ د هیڅ یوه علم لپاره دونه ژور تعریفونه نلرو لکه د تاریخ لپاره چي عمیق او ژور تعریفونه جوړ سوي دي. په دغه برخه کي اړ یوو چي ځیني تعریفونه د مثال په ډول راوړو:
۱ – تاریخ د مهال او ځای په قید سره د تېر وخت او تېرو کړنو بیان ته ویل کېږي.
که څه هم تعریف د یو شي، علم، یا بل څه معرفت، پېژندني او د هغه پوهېدني ته ویل کېږي. خو د یو شي په اړه تر تعریف د هغه په اړه ساده پوهېدنه د انسان سره ډېره مرسته کولای سي. خو تعریف په مسلکي ډول یو منل سوی جز دئ د پوهېدني لپاره ځکه به نو په دغه موضوع کي چي د تاریخ د علم او ګټو په باب ده له تعریفو را وړلو څخه مخ نسو اړولای. په هر صورت، پورته تعریف د تاریخ په باب پر دوو ټکو ممترکز دئ. (وخت او ځای) له پورته تعریف څخه په غور دا ویلای سو چي وخت او ځای په تاریخ کي مهم رول لري. یعني تېري کړني او تېر وخت چي تاریخ را سپړي باید زمان او مکان ئې قید کړی وي، یا که په ساده ډول ووایو په پام کي به ئې نېولی وي.
۲ – تاریخ هغه علم دئ چي د مهال او ځای په قید کي د بشري ټولني تکاملي تګلوری تشریح کوي.
دا تعریف کي څه هم په ځان کي پېچلتیا لري. خو په لږ او ډېر تغیر سره ئې د لومړي تعریف سره ورته ګڼلای سو.
۳ – د تاریخ علم تېري پېښي بیانوي، اوسنی حالت څېړي، او د راتلونکي په اړه پېش بیني کوي.
دا تعریف ساده شکل لري او دا په واضح ډول وایي چي د تاریخ څخه په لوستني د راتلونکو پېښو اټکل او کنټرول کولای سو.
۴ – تاریخ د مهمو پېښو، د نېټو، او مهمو افرادو د کارنامو ثبتول او بیانول دي.
که ووایو چي دا تعریف نېمګړی دئ مبالغه به مو نه وې کړې. ځکه د تاریخ غوندي یو ستر علم یوازي پر پېښو، نېټو او اتل پوهنه نه را څرخي؛ بلکي د کلتور، روایجو، علومو، شیانو، هنرونو، دینونو… او نورو برخو د سپړلو لپاره هم ور څخه استفاده کولای سو او حتا دنده ئې ده چي دا برخي وسپړي او وڅېړي.
۵ – په پرون کي د مادي، شعوري، او سیلقوي تفاوتونو او اختلافاتو څخه د را پیدا سویو حوادثو علمي تحلیل او بیان ته تاریخ وایي – مرحوم ابراهیم عطایي
دا تعریف د لومړي ځل لپاره د افغان لیکوال او تاریخ پوه ابراهیم عطایي له خوا څخه افغان تاریخ لیکني ته ور داخل او په دغه برخه کي ئې نوی شکل اختیار کړ. د شعیب وحدت د یوې لیکني پر بنسټ ارواښاد عطایي په افغان تاریخ لیکنه کي یو ځانګړی نوښت را وست او په دغه برخه کي ئې د ځان له زهېرولو ډډه نه ده کړې. دا تعریف د تاریخ د علم لپاره په پېچلانه خو معیاري ډول پراخ او تر ډېره بریده مناسب ښکاري. ارواښاد عطایي د تاریخي پېښو تر منځ تسلسل څېړي او په دې ګومان دئ چي پېښه او د تاریخ اتل داسي یو دم نه را منځته کېږي بلکي تر شاه ئې شته اقتصادي، کلتوري او سیاسي اختلافات دي چي د پېښي د پېښیدو باعث ګرځي. او دا ځانګړتیا تر ډېره په افغان مُورخینو کي کمه لیدل کېږي. مرحوم عطایي وایي چي په تېر کي د مادي، ذهني، شعوري، تفاوتونو او جنجالونو څخه پېښي را زېږي بیا د دغو پېښو علمي څېړلو او بیان ته تاریخ ویل کېږي. مبالغه به مو نه وي کړې که مرحوم عطایي په افغان مُورخینو کي د تاریخ لیکني په برخه کي د نوي خو د ښه نوښت لیکوال حساب کړو.
۶ – تاریخ د بشري روح د ځان پوهېدني او آزادۍ بشپړتیایي تګلوری دئ. – ویلهلم هیګل
هیګل په پورته تعریف کي تاریخ د انسانانو د روح پېژندني او درک پوهیدني په مانا را پېژني او وایي چي د آزداۍ یو بشپړ تګلوری دئ. که څه هم دی په وچو الفاظو تاریخ معرفي کوي خو د تاریخ د تعریف په باب د ده پر پرتله نور لیکوالان سم ږغېدلي.
۷ – تاریخ هغه علم دئ چي تېري سوې پېښي د مهال (زمان) او ځای (مکان) په پام کي نېولو سره بیانوي.
د دې تعریف سره به ممکن ډېری وګړي د مکتب په دوره کي مخ سوې وي. دا تعریف د تدریسي نصاب د اووم ټولکۍ د تاریخ په کتاب کي راغلی. په پورته تعریف کي هم پر وخت او ځای ټینګار سوی، یعني هغه پېښه چي پر ټاکلي وخت او ځانګړي ځای کي ترسره سوې وي. تاریخي پېښه ده. د مثال په ډول د پاني پت جګړه چي په ۱۷۶۱م کي د هندوستان په پاني پت سیمه کي را منځ سوه. وخت او ځای ئې دواړه مشخص دي. له پورته تعریف څخه په استناد په تاریخ کي مهال او مکان ته پام کول تاریخ له افسانو او کیسو څخه بیلوي.
۸ – تاریخ په لغت کي د (ارخ) څخه اخیستل سوی چي د وخت یا نیټې په مانا دئ.
دا تعریف یوازي لغاتي بللای سو، او یوازي د تاریخ پر لغوي مفهوم تم دئ.
۹ – د پرون ورځي سیاست د نن ورځي تاریخ دئ، او د نن ورځي سیاست د سبا ورځي تاریخ دئ. خو تر منځ به ئې پنځوس کاله واټن وي. – سیلي
نړیوال پوه سیلي د نړۍ سیاست ټول تاریخ بولي، خو د سیلي په وینا سیاسي پېښي هغه وخت تاریخي رنګ راوړي چي تر منځ ئې پنځوس کاله فاصله راسي. له یاد تعریف څخه پر څرګندتیا دا ویلای سو چي د تاریخ او سیاست بېلتیا تقریباً ناشونې او حتا غیري مفهومي کار دئ.
۱۰ – تاریخ د انسانانو د ژوند د تجربو څخه بحث کوي. – داینسور
دایسنور په پورته تعریف کي تاریخ د انسانانو د ژوند تجربې بولي. او د ده په وینا هر هغه څه چي انسانانو پخپل ژوند کي تجربه کړي وي. هغه تاریخ دئ. او د داینسور د یاد تعریف پر بنیاد تاریخ د انسانانو د تېرو تجربو بیانول او د اوسنیو لپاره یوه زده کړه کېدای سي.
د تاریخ په باب د یوه پراخ علم لپاره د بېلا بېلو پوهانو لخوا دونه تعریفونه وړاندي سوي. چي دلته ئې ذکر کول د حوصلې څخه پورته کار دئ. په دغه برخه کي د تاریخ د ساده تعریف په اړه یو افغان لیکوال خلیل احمد جامي هم یوڅه زیاتوي، دی وایي: چي تاریخ هغه هنداره ده، چي په هغه کي د ژوند ښه او بد څرګند او د ډېرو پوهانو لپاره د عبرت سبب سي. د خلیل احمد جامي په وینا د تاریخ مثبت اړخونه بیا ځلي په کار راځي، او هغه څه چي منفي اړخ لري، څنډې ته پرېښوول کېږي. تر څو د انسانانو اوسنی او راتلونکی ژوند نېک نظم او او ترتیب و مومي.
په ټوله کي د تاریخ په باب مختلف النوعه نظرونه شتون لري. چي تقریباً په دغه برخه کي ټول پوهان په دې متفیق دي چي تاریخ د تېرو انسانانو د پېښو بیان او تحلیل دئ. په اسلامي نړۍ کي یوازینی شخص چي تاریخ ئې چاڼ (صفا/ پاک) کړ. هغه عبدالرحمن ابن خلدون وو. دی یوازینی سړی دئ چي د تاریخ د فلسفې بنسټ ئې کښېښود. او تاریخ ئې د درباري لیکوالانو له منګولو خلاص او په نوي قالب کي ئې په نویو قوانینو سبمال کړ. د ابن خلدون تر قوانینو دمخه درباري لیکوالانو د غوړي چاپلوسۍ پر بنیا تاریخ د ځینو خلفه ګانو په ستاینو ډک کړی وو. او حتا تاریخ دونه خُرافاتي اړخ پیدا کړی وو. چي خلکو ته د تاریخ په هر کتاب او هر لیکوال باور ستونزمن کار وو. خو د اسلامي نړۍ د نامي پوه ابن خلدون هڅې وې، چي تاریخ ئې له دربار او غوړه مالو لیکوالانو را بهر او نوی قانون ئې ورته جوړ کړ.
د تاریخ پوهیدنې په اړه که نور هم پر بحث تم کېږو نو د افغان لیکوال انجینر داود اڅک تعریف هم په نوې بڼه ښه ښکاري چي ښاغلي اڅک د تاریخ د ډېریو پوهانو او لیکوالانو په خاص ډول بیا د کارل مارکس او جرمني پوه هیګل تر نظریاتو وروسته وړاندي کړی. ښاغلی اڅک تاریخ داسي را پېژني: ” تاریخ د تېر انساني تفکر او تېرو ټولنیزو او طبعي پېښو حرکت او اتصال دئ د اوسني روال سره. ” اڅک صاحب د د تاریخي پېښو اتصال د اوسني آرشیف سره چي تاریخ خوندي کوي مهم ګڼي او زیاتوي چي که چیري د یوې تاریخي پېښي وصل او اتصال د تاریخي روند یا آرشیف سره نه وي. د هغې پېښي په باب انسان نه فکر کولای سي او نه پوهېږي. لکه د لیک او لوست تر رامنځته کېدو دمخه پېښي چي انسانان ئې په باب نه پوهېږي او نه ئې په هکله فکر کوي. که څه هم تاریخي پېښي به وي.
تاریخ ته اړتیا او ګټي يې:
ارنولډ توین بي به ویل: څوک چي تاریخ لولي او له هغه نه زده کړه نکوي، هغه داسي خلک دي، چي خپل ژوند کي ئې احساس له لاسه ورکړی او د نفس د محاسبې او ویرې نه ئې مرګ ته په ژوند باندې لومړیتوب ورکړی دئ.
ارنولډ که څه هم د تاریخ د نه لوستلو په صورت کي ملتونه مړه بللي. خو له بلې خوا ئې په پیغامیز شکل دا وړاندوینه کړې چي که د تاریخ نه لوستل او ترې نه زده کړه دونه تاوان درلودای سي، نو به ئې بیا لوستل او او ترې اخذ کول څونه ګټي ولري؟
مبارک علي پخپل اثر (د تاریخ پوهاوي) کي د فیروز شاهي د تاریخ د لیکوال له خولې لیکي: چي تاریخ یو سپېڅلی علم دئ، ځکه د ضیا الدین برني په وینا په تاریخ کي لومړی د پیغمبرانو او د هغو د کتابونو یادونه کېږي. او دغه راز انسان پاکۍ او سپېڅلتیا خوا ته بیایي، او دوهم دا چي تاریخ د احادیثو زېرمه خوندي کړې او د رسول (ﷺ) له ژونده مو خبروي. او پکښي د اسلام د غزاګانو یادونه هم سوې، او موږ د صحابه (رضي الله عنهم) له ژونده خبروي، د هغو کړه وړه او چال او چلند را ښیي او دا ټول زموږ د لاري مشالونه دي. مبارک علي د ضیا الدین برني له قوله پخپل اثر کي مخته زیاتوي: د تاریخ بله ځانګړتیا دا ده چي علم او شعور زیاتوي. چي په دې سره په انسان کي د تدبر او او د چارو پوهنه زیاتېږي. د تاریخ له تجربو انسان سبق اخلي او پخوا ئې چي کومي تېروتني کړي هغه بیا نه تکراروي. دا چي تاریخ پخواني علوم خوندي ساتي؛ نو راتلونکي نسلونه هم ترې ګټه اخلي او زیاتونه پکښي کوي. د تاریخ بله ګټه دا ده چي نوي پاچاهان او واکمنان د پخوانو تاریخ لولي، او له واکمنۍ ئې خبرېږي. او دوی په دې پوهوي چي که د کوم بحران ښکار سي، نو و دې ګوري چي پخوا دا ستونزه څنګه حل سوې ده، د هماغه لارې چارې دې خپلي کړي او له پېښو دې ځان خوندي کړي.
د پوهانو او مُورخینو تر ویناوو او د تاریخ پر ګټو تر یادونو ور ها خوا الله (ج) د قرانکریم د سورت یوسف په ۱۱۱ آیت کي کي په څرګند ډول فرمایي: [لقد کان فی قصصهم عبرة لاولي الالباب] ژباړه: د مخکینیو انسانانو په دې کېسو کي د پوهانو لپاره عبرت دئ. د دې مبارک آیت د مفهوم څخه ښکاري چي د تاریخ د علم په لوستلو سره د پوهانو او عاقلو انسانانو لپاره یو عبرت دئ. چي پند او زده کړه ځیني وکوي. د تاریخ د ګټو په اړه مولانا اکبرشاه نجیب آبادي هم پخپل کتاب (د اسلام تاریخ) کي داسي لیکي چي: د تاریخ علم حوصله لوړوي، انسان باهمته کوي، نیکیو ته ئې لېواله کوي. او له بدیو څخه ئې منعه کوي. د مولانا نجیب آبادي په وینا د تاریخ په مطالعې سره په انسان کي د صبر او احتیاط عادت پیداکېږي. له رنځ نه ئې غم او تکلیف لیري کېږي. او د حق او باطل تر منځ ئې د حق او باطل قوه پرمختګ کوي. او د دې علم په مطالعې سره فرد ځان د پاچاهانو، فاتحینو، او امپراطورانو په مجلس کي موجود ویني. د تاریخ د ګټو او ښه تاثیر په باب صفت الله قانت د خپلي مقالې (د تاریخ اهمیت او ګټو) تر عنوان لاندي د یاد علم ځیني ګټي داسي یادي کړې چي په وینا ئې لوستونکی تر ښه تاثیر لاندي را وستلای سي:
۱ – تاریخ د امتونو، قومونو او ولسونو حافظه او ذاکره ده او هیڅ اُمت او قوم د حافظې او ذاکرې نه پرته ژوند نسي کولای.
۲ – د تاریخ لوست او د هغه د درسونو او عبرتونو استخراج د قوي قومونو کار دئ.
۳ – تاریخ د ولسونو ریښه ده.
۴ – تاریخ د ولسونو د تجربو میدان دئ.
۵ – د تاریخ په پاڼو کي د عاقلانو لپاره درسونه او عبرتونه پراته دي، ځکه چي تاریخ د تېرو نسلونو د عقلونو انتاج او لاسته راوړنه ده.
۶ – هغه اُمت چي خپل تاریخ نه لولي، هیڅکله به هم هغه د خپل اوسني حالت ښه قیادت ونسي کولای او نه به د خپل راتلونکي لپاره ځان ته لاره غوره کړي.
د تاریخ علم که له یوې خوا د ولسونو حافظه پیاوړې ساتي، له بلي خوا ئې د هویت او ملت پېژندني یوه وسیله هم ګڼلای سو. د تاریخ د لوستلو په اړه د نړۍ سرسخت انقلابي شخصیت چیګوارا هم ډېر ټینګار کوي او زیاتوي چي د ملتونو زوال د خپل تاریخ سره د نه اړیکي او یا نه عمل په نتیجه کي صورت نیسي، دی وایي:
” کوم قوم چي د تاریخ سره دلچسپی نه لري، د هغوی حافظې کمزورې او رویې ئې جذباتي وي. همدا علت دئ چي دوی د مشر په ټاکلو کي غلطیږي. ” له دې موضوعاتو سره جوخت، تاریخ د انسان د پوهي توان او تفکر زیاتوي؛ مانا دا چي تاریخ د نورو علومو په پرتله د انساني تفکر په پراختیا کي تر بل هر علم ممکن ډېر رول ولوبوي (د فلسفې څخه په استثناء) ځکه د تاریخ مینوال او شاګردان د هغه څه په اړه چي دوی ئې لولي فکر کوي، او دا فکر د دې باعث کېږي چي د تاریخي پېښو د بیخ هغه اصلي علتونه سړي ته معلوم او نورو ته یې د تجربې په شکل پسي وړاندي کړي. اقبال وزیري (د نومیالي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ تاریخي – علمي میراث ته کتنه) کتاب کي د تاریخ د مطالعې په هکله لیکي:
” د تاریخ مطالعه د علتونو مطالعه ده. ستر متفکر هغه دئ چي د نویو شیانو او قرینو په اړه د (ولي) پوښتنه کوي. ” د اقبال وزیري د نظر په تاید د تاریخ لوستونکی د تېرو سیاستونو او پټو لوبو په اړه د (ولي) او (څنګه) علتونه را باسي او د سپړلو وروسته لوستونکو ته دا جَوته کوي چي د فلاني او د فلانکي لامل له کبله فلانکی ملت د ستونزې کندې ته ټیل وهل سوی او ځینو ترې ځان ژغورلی او د پرمختګ تر پوړۍ تللی. د تاریخ مطالعه د انسان پر شعوري سطحه هم مستقیم اغېز کوي. او د ملتونو د زوال علتونه ور په ګوته کوي. او د راتلونکو پېښو په اټکل ئې هم شعوري پراختیا تکاملي لوري ته وده کوي. د تاریخ بله ګټه د علومو خوندي ساتنه ده لکه چي په دې اړه مبارک علي وایي:
” تاریخ پخواني علوم خوندي ساتي؛ چي راتلونکي نسلونه ترې ښه ګټه واخلي. ” د مبارک علي د وینا مطابق د تاریخ په توسط پخواني علوم او پخواني آثار خوندي پاته سوي او نن موږ وینو چي د طب په برخه کي د ابن سینا د کتابو څخه استفاده کېږي او په ریاضي کي د ابن موسی عملیې هم اوس استفاده کېږي. د ادب په برخه کي د هري ژبي د مخښکو شاعرانو دېوانونه بیا بیا چاپېږي او اوسنی نسل ترې استفاده کوي. که په مجموعي ډول ځیر سو نو د پیغمبر (ﷺ) احادیث خپله نسل پر نسل پاته سوي او د تاریخ برکت ئې بللای سو. او خپله د رسول الله (ﷺ) سپېڅلی سیرت د تاریخ د علم او په خاص ډول بیا د اسلامي تاریخ یوه برخه ده، چي د مسلمانانو لپاره ډېر ارزښت لري. د تاریخ بل نامیتوب د پخوانیو روایجو او آثارو ساتنه ده. مثلاً: د تېرو انسانانو کلتور، عقاید، او نور څه څېړي. او دا د دې علم برکت دئ چي موږ تر رسالت دمخه د عربو په جهالتوب خبر یوو. په هند کي د ذاتي وېش تر عنوان لاندي په ناسمو او خُرافاتي عقایدو خبر یوو. د آریایانو د لومړنیو دودونو په باب مالومات لرو. او ورسره په څنګ کي لرغوني آثار لکه د مصر اهرامونه، د چین دېوال، د بامیانو مجسمې او داسي نور هم تاریخ را پېژني او مخینه ئې را سپړي. چي د تېر نسل پر سختو هڅو او مظبطو افکارو دلالت کوي. په ټوله کي تاریخ د پرمخ ودو ټولنو د بري راز او د تېر عصر هنداره او د اوس عصر یو لوست د عبرت او پند سره ګډ بللای سو. د تاریخ تر ګټو ور هاوخوا تاریخ لرل هم یوه سرمایه ده. او دا سرمایه هله نوره هم ګټوره سي چي ښه الماس او غمیان پکښي څوک ولري. د تاریخ لرل او ورباندي ویاړ د مضبوطو او قوي ملتونو ښیګڼه ښکاري. هغه ملت چي تاریخ نلري په نشط حساب دئ. خو د تاریخ جوړول یوه اړخه ته موضوع او پالل او ګټه ترې اخیستل ئې، بیا بل کونج ته موضوع بللای سو. مخکښ مُورخین په دې آند دي چي د نړۍ لومړی تمدن په بین النهرین (اوسني عراق) کي منځ ته راغی، او خپله د عراق پلازمېنه بغداد یو وخت د اسلامي خلافت مرکز او د نړۍ بر نفوسه او ستراتیژیکه ښار وو. اما نن وینو چي بغداد پر هغه پخواني حال نه دئ پاته، او په تېر تاریخ ئې ویاړ کول زه ګومان کون تش په نوم د بې ځایه غرور علامه ده. کامیاب ملتونه په یوویشتمه پېړۍ کي هغه ښکاري، چي هم تاریخ جوړ او هم ئې پسي وساتي. ځکه خو تاریخ ته ملتونه اړتیا لري. چي خپل روان او راتلونکی سیاست په مفهوم او استناد په وساتي. او خپل ځان نړۍ ته وښه یي چي د ډېره وخته پر دې کُره د شمار او دبدبې خلک حسابل کېږي. د خپل تاریخ څخه زده کړه ملتونه د پرمختګ تر سرحده رسوي؛ او هغه خنډونه چي دوی له اقتصادي اړخ څخه را واخله بیا تر سیاسي اړخه ورسره مخ دي. کولای سي چي د تېر تاریخ په لوست او عبرت جبران او ځانونه د اوسني عصر په هغه نامي ملتو کي حساب کړي. ځکه خو به مبارک علي داسي ویل چي:
” تاریخ چمتو دئ، موږ ته ډېر څه را زده کړي آیا موږ چمتو یو؟. “
ډکټر مبارک علي
ماخذونه:
۱ – د افغانستان معاصر سیاسي تاریخ، وړاندي کوونکی: محمد شعیب وحدت.
۲ – د تاریخ پوهاوی، د ډاکټر مبارک علي اثر، د میر احمد یاد ژباړه.
۳ – د اسلام تاریخ، لیکوال: مولانا اکبرشاه نجیب آبادي، ژباړن: سید فضل مولا لټون.
۴ – د افغانستان معاصر تاریخ ته کتنه، لیکوال: پوهندوی خلیل احمد جامي، ژباړن: حسیب الله حکیمزی.
۵ – د تاریخ اهمیت او ګټې، د دوکتور صفت الله قانت لیکنه، اصلاح آنلاین ویب پاڼه.
۶ – د ابراهیم عطایي د تاریخ لیکني ځانګړتیاوي، د شعیب وحدت لیکنه، منډیګک آداره.
۷ – آیا تاریخ عِلم دئ؟ د انجنیر داود اڅک لیکنه، منډیګک آداره.
۸ – د نومیالي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ تاریخي – علمي میراث ته کتنه، د محمد اقبال وزیري اثر.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۱/۷ – سه شنبه.