په پخوا زمانو کي په شام کي يوه باچا حکومت کوى، چي نوم يې شاه عالم خان وو.دې باچا يوازي يو زوی درلودی چي نوم ئې شاهزاده اسد وو. شاهزاده اسد پر باچا باندي ډېر ګران وو ځکه چي باچا بل زوی نه درلودی نو باچا غوښتل چي د ده څخه يو ډېر زړور او يو لوی عالم جوړ کي. تر دې چي د ټولې نړۍ زړور او لوی عالم وي، تر دې چي د ټولې نړۍ څخه يې د ده د تعليم او تربيت لپاره لوی لوی عالمان راغوښتي وه، چي ده ته تعليم ور کړي او يو پوه سړی ورڅخه جوړ کړي.
د باچا به تل په زړه کي دا ارمان وو چي د ده زوی يو ډېر لوی عالم سي چي دی لا هم فخر وپه وکړي، خو شاهزاده اسد ډېر بې پروا او نالايکه ځوان وو. استادانو چي به سبق وروښووی نو د ده به ډېر ژر هېر سو چي اخير يې نتيجه دا سوه چي د استادانو د دونه کوښښونو سره سره دی نه يو لوی عالم جوړ سو او نه هم د جنګ او جګړې په ميدان کي يو زړور سړی.
باچا يعني پلار به يې هره مياشت د شاهزاده څخه امتحان اخيستی خو شاهزاده اسد به هر ځل په امتحان کي ناکامه کېدی، چي په دې سره به باچا ډېره ناراضه کېدی او ده ته به يې ويل: چي ته بايد ډېر کوښښ وکې، ځکه چي که چيرې زه مړ سوم نو د باچاهي ټوله کارونه ستا پر غاړه دي.
خو شاهزاده اسد به دا ټولي خبري په يوه غوږ اورېدلې او تر بل به يې ايستلې، چي اخر باچا هم په ډېرو ويلو ستړی سو او شاهزاده اسد يې پر خپل حال پرېښودی.
شاهزاده اسد يوازي د يوه شي شوق درلودی هغه دا چي ده يو لوی باغ درلودی. ده غوښتل چي د ده په باغ کي د نړۍ د هر ګل څخه يو يو ګل بايد حتماً موجود وي، شاهزاده اسد د ټولي نړۍ څخه هغه خلک راوستلي وه، چي د ګلانو په روزلو ښه پوهېدل.
شاهزاده اسد څو نور خلک بيا په دې پسې استولې وه او هغوی ته يې ويلي وه چي که مو په نړۍ کي يو داسي ګل وليدی چي هغه زما په باغ کي نه وو، نو تاسي به يې حتماً ماته راوړی، او که به چا يو داسي ګل ورته راوړی چي هغه به د ده په باغ کي نه وو، نو ده به هغه چا ته خورا ډېر انعام هم ورکوى.
اخير د شاهزاده د باغ څخه دونه یو ښايسته او ښکلی ځای جوړ سو، چي تا به ويل که وي نو دغه به د دنيا جنت وي.
شاهزاده به ټوله ورځ په دې باغ کي ګرځېدی راګرځېدی او دې ښايستو ګلانو ته به يې چي کتل نو ډېر به يې طبيعت سم وو او هميشه به يې پر شونډو خندا ليدل کېده. نن هم شاهزاده اسد د پخوا په شان به خپل باغ کي ګرځېدی راګرځېدی، چي په دې وخت کي د عدن د ملک څخه د ده يو سپاهي راغی، شاهزاده اسد هم امر وکی چي هغه دي ماته ژر تر ژره راوستل سي، ځکه چي ده ته دا معلومه وه چي هغه به ضرور زما لپاره يو نوی ګل راوړی وي، چي په دې سره د ده پر مخ باندي د خوشالۍ نښي ښکاره سولې او خپلي سترګي يې د باغ د دروازو و لور ته نيولي وې، خو کله چي هغه سپاهي خالي لاس د باغ په دروازه راننوتی، د شاهزاده اسد په مخ کي هغه سپاهي ته غصه راښکاره سوه او د هغه پر لور ژر ژر ور روان سو.
سپاهي چي ورته را ورسېدی په ډېر ادب سره يې سلام ور واچوى. خو شاهزاده پر ځای د دې چي د هغه د سلام جواب يې ويلی وای په ډېر درد يې ورته وويل ته خالي لاس ولي راغلی يې؟
هغه سپاهي په ژړغوني او رېږدېدلي اواز سره ورته وويل: شاهزاده صاحب! زه په يوه نوي ګل پسې د عدن ملک ته تللی وم چي په ګرځېدو ګرځېدو اخير د پېرانانو ښار ته ورسېدم، په ښکاره خو د غه ښار ډېر ښايسته او ښکلی وو او هري خوا ته شينګياوي او ګلان وه، خو هلته هري خوا ته پېرانان ګرځېدل، چي بل ډول شکلونه يې وه. د دوی دا عادت وو، چي يو انسان به يې وليدی نو هغه به يې نيوی او خوړی به يې خو په دې وخت کي يې شاهزاده اسد په خوله کي ورولوېدی او ورته وويل: هر څه چي وي خو وي به، خو زما يې د دې سره څه؟ اوس ته ما ته دا ووايه چي ما ته دي يو نوی ګل راوړی دئ او که یا؟
سپاهي په چالاکي سره ورته وويل: شاهزاده صاحب! زه خو همدا خبره درته کوم، چي په دې ښار کي يو خورا ښايسته باغ دئ، چي دا باغ د هغه ځای د يوې شاهزادګۍ دئ. په دې باغ کي دونه ډول ډول ګلان سته چي تا به په خوب کي هم نه وي ليدلي.
شاهزاده چي دا خبري واورېدې، نو په ډېر قهر سره يې سپاهي ته وويل: يا ، يا ته بالکل درواغ وايې، په ټوله نړۍ کي زما د باغ په رقم بل باغ نسته. زه به تا ته پر دې درواغو ډېره سخته سزا در کړم.
سپاهي ورته وويل: شاهزاده صاحب ته بې شکه ما مړ که، که چيرې ما درواغ ويلي وه، خو ما په خپلو سترګو هغه د پېرانانو باغ ولیدی. ته يقين وکه په هغه باغ کي ما دونه ښايسته او نابلده ګلان وليدل چي که چيرې ته يې هم ووينې نو ډېر به ورته حيران سې.
شاهزاده چي د دې سپاهي خبري واورېدې، نو يې وويل: ښه نو که داسي خبره ده، زه به ضرور د دې باغ څخه په هر قيمت چي وي دا ټوله ګلان راوړم.
او بيا شاهزاده اسد سپاهي ته وويل: ښه نو ته نوره کيسه وکه چي تا نور څه وليدل؟
سپاهي هم ښه په تفصيل سره په کيسه پيل وکړ، او داسي يې وويل: کله چي زه هغه د پيرانانو ښار ته ورغلم، نو هغوي زه ونيولم او هغې شاهزادګۍ ته يې وروستلم، شاهزادګۍ پوښتنه راڅخه وکړه ول: ته څوک يې او زموږ ښار ته څنګه راغلی يې؟
ما په جواب کي ستا او ستا د باغ په هکله ټولي کيسې ورته وکړې. شاهزادګۍ چي ستا په اړه زما خبري واورېدې نو يې زه ايله کړم او ماته يې وويل: چي ته ور سه شاهزاده اسد ته دا ووايه، چي د شاهزادګۍ باغ ته ستا باغ هيڅ شی هم نه دئ.
شاهزاده اسد چي د سپاهي دا ټولي خبري واورېدې، نو ډېر په غصه سو او بيا يې وويل: ښه نو دغه شاهزادګۍ زما سره مقابله کوي؟ زه به ور سم شاهزادګۍ به هم ووژنم او هغه ټول ګلان به هم ور څخه راوړم. بس دا زما فيصله ده. زه به ضرور همداسي کوم.
سپاهي يې په ډېر ادب سره ورته وويل: خو شاهزاده! موږ خو انسانان يو او هغه د پيرانانو شاهزادګۍ ده، ته به څنګه د هغې سره مقابله وکولای سې، ځکه چي پېرانانو خو ډېر طاقتوره او ظالمان وي؟
شاهزاده اسد په جواب کي وويل: هيڅ پروا نه لري. که چېري زه مړ کيږم هم، خو زه به خپله فيصله بدله نه کړم، چي د دې خبري د کولو سره شاهزاده اسد د دوو اسانو د تيارولو امر وکړئ.
کله چي اسان تيار سول، شاهزاده اسد هغه سپاهي ته وويل: ته به زما سره هلته ځې ځکه چي ماته يې لار او ځای نه دی رامعلوم، نو ته به يې راوښيې. سپاهي يې هم سر ور ته وښوراوه او سره روان سول.
نو شاهزاده پر اس سپور سو او مخ د عدن د ښار پر لور روان سوه. سپاهي يې هم تر شا ورپسې دئ. مزل پر مزل ځي، ځي چي اخر تر يوې مياشتي سفر کولو ورسته يوه ورځ د عدن ښار ته ورسېدل. هلته يې په يوه سرای کي اسونه ودرول او هلته يې دمه وکړه، ځکه چي دوی خورا ستړي سوي وه، چي د څو ورځو راهيسي يې خوب هم نه وو کړی. یو څه وخت وروسته يې يو ځای ډوډۍ هم پيدا کړه، کله چي يې ډوډۍ وخوړه او شاهزاده د خپلي خوني پر خوا روان سو چي هلته بيده سي، نو دی چي کله خونې ته ورننوتی ناڅاپه يې سر تکان وخوړ او نژدې وو چي غوځار سي، نو ژر يې پر ديواله باندي لاس ونيوی.
ده غوښتل چي ځان کنټرول کي، خو هيڅ نه کيدل. سر يې نور هم پر ور ګرځېدى. چي اخير دی پر چپرکټ باندي ولوېدی، چي د دې خوني په پای کي پروت وو.
کله چي دی پر چپرکټ باندې غوځار سو نو داسي يې احساس کړه لکه چپرکټ چي د خپل ځای څخه پورته سوی وي، که ګوري چي د دې سره سم د خوني ديوالونه ورک سول او دی د چپرکټ سره په هوا کي ګرځېدی.
شاهزاده بيخي بې حسه وو، هيڅ حرکت يې نه کوى، که څه هم چي د شاهزاده سترګي خلاصي وي، خو شاهزاده بېخي د حرکت نه وو، البته شاهزاده د دې ځای منظره ډېره ښه ليدله، خو بيا هم هيڅ يې د وسه نه وه پوره.
چپرکټ په ډېره تېزۍ سره د اسمانو خوا ته پورته سو خو تر يو څه وخت وروسته بېرته په ډېري تېزۍ سره د مځکي لور ته راکښته سو او بيا د شمال پر لور روان سو، شاهزاده حيران وو چي دا په ده څه کيږي او څه به لا په وسي.
یو ګړی وروسته چپرکټ د مځکي لور ته پر کښته کېدو سو او بيا اخير پر يوه ځای باندي کښته سو. په دې ځای کي تاریکه وه خو د لېرو لېرو ځايو څخه لږ لږ روښنايي معلوميده. داسي معلومېده لکه ډېر سهار وختي چي وي او لږ لږ روښنايي کرار کرار ښکاره کېدله.
خو خير چپرکټ ورو ورو پر مځکه راکښته سو او کله چي مځکي ته را ورسېدی، په دې وخت کي د شاهزاده اسد ټوله بې وسي او کمزوري ورکه سوه او دی د پخوا په شان سو، نو دی هم د چپرکټ څخه راکښته سو. شا و خوا يې حيران حيران کتل، ځکه چي دغه ځای خورا ښايسته او ښکلی ځای وو. هري خوا ته رنګا رنګ ګلان وه. ښه سور او شين ځای وو، خو سره د دې هم په دې ځای کي نه کم حيوان وو او نه هم د کم مرغه ږغ اورېدل کېدئ.
شاهزاده اسد لومړی خو حيران حيران دې خوا ها خوا ته کتل، خو په دې وخت کي ده د لېري څخه يو ځای د اوبو روښنايي ولېدله.
شاهزاده اسد هم سمدستي ور روان سو. د ښه ډېر تګ کولو وروسته هغه اوبو ته ور ورسېدی، دا يو درياب غوندي ځای وو چي يوه کښتۍ هم پکښي راونه وه، چي د دې کښتۍ پر سر باندي د سرو زرو يوه لويه جوغه وه، چي تر دې جوغې لاندي يوه دونه ښايسته ښځه ناسته وه. تا به ويل چي د سپوږمۍ خور ده.
شاهزاده اسد هم ورغلی، ورته ګوري ، ښځه په کښتۍ کي ناسته ده او ښايسته مخ يې خورا د لېري څخه معلومېږي، چي ګل يې په لاس کي دئ او هر ګړی يې پزي ته نيسي او بويوي يې. کښتۍ هم ورو ورو مخ پر لوړه روانه ده. شاهزاده اسد دونه په حيرانتيا دغه ښځي ته کتل مګر دغه ښځه لکه بت د ځايه يې ښور هم نه خوړى، دى له ډېري حيرنتيا ګوته په غاښ ورته پاته سو ځکه چي ده هيڅکله هم دونه ښايسته ښځه نه وه ليدلې.
شاهزاده لا هم هغسي حيران تللی وو چي په دې وخت کي ناڅاپه يوه لويه چغه و سوه او د چغي سره يوه بېروونکې خندا هم وسوه. د شاهزاده څخه هم د دې چغي په اورېدو سره يوه لويه چغه وسوه، ځکه چي په دې وخت کي شاهزاده د چغي سره سم يو د بلا په رقم مخ هم وليدی. دا بېرونکی مخ د يوه دېب وو، چي د درختو د شا څخه را ووتى، پر سر باندي يې دوه تېره تېره ښکرونه هم درلودل. د دې دېب د بېروونکي څېرې سره دوه لاسونه هم ښکارېدل.
شاهزاده اسد چي دا ټول حال وليدی نو بې اختياره څو چغي ځني وسوې چي د ده د چغو په اورېدو سره په کښتۍ کي ناسته نجلۍ ژر را ولاړه سوه او په تلوار تلوار سره ئې شا و خوا ته وکتل چي اخير یې پر شاهزاده اسد باندي نظر پرېوتی.
هغې چي شاهزاده وليدی نو ژر يې د هغې سره ناستي بلي ښځي ته چي کښتۍ يې چلول يو څه وويل، هغه هم د کښتۍ مخ ژر د هغه ځای پر لور کی، چیري چي هغه بېرونکى مخ راښکاره سو او بیا دې ښځي د هغه ځای خوا ته خپل لاس څو څو واره وښوراوه چي د دې د لاس په ښورولو سره هغه بېرونکى مخ ورک سو.
کله چي هغه دېب ورک سو نو هغه ښځه بېرته په کښتۍ کي پر خپل ځای کښېنسته او د کښتۍ مخ يې هغه خوا ته کړي، چي شاهزاده اسد ولاړ وو.
د لږ وخت په تېرېدو سره کښتۍ دې ځای ته را ورسېده، کله چي کښتۍ ودرېده نو هغه ښايسته ښځه ور څخه راتا سوه او د شاهزاده اسد پر لور ور روانه سوه.
کله چي ښځه و شاهزاده اسد ته را ورسېده، نو يې په ډېر ښکلي او ښايسته اواز سره ورته وويل: ته د شام د ملک شاهزاده نه يې؟
شاهزاده اسد چي دا واورېدل نو په ډېره حيرانتيا سره يې ورته وويل: هو! زه د شام د ملک شاهزاده يم خو ته څوک يې او ما څنګه پېژنې؟
شاهزادګۍ په جواب کي ورته وويل: زه د همدې ځای شاهزادګۍ حسن ارامه يم. کله چي ته هغه سرای ته راغلې نو ماته معلومه سوه چي ته راغلی يې نو ځکه زما د حکم سره سم ته د چپر کټ سره يو ځای دلته راوغوښتل سوې.
شاهزاده اسد شا و خوا وکتل او بيا يې د شاهزادګۍ څخه پوښتنه وکړه ول: دا ښايسته او ښکلی ځای کم ځاى دئ؟ شاهزادګۍ په خندا سره په جواب کي ورته وويل: دا د شاپېريانو ښار نومېږي.
شاهزاده اسد چي دا واورېدل نو يې په لړزانده لهجه ورته وويل: ښه نو دا د شاپېريانو ښار دئ او ته د شاپېريانو شاهزادګۍ يې، ته خو ډېره ښايسته يې، خو يو څه وخت دمخه چي د درختو څخه يو مخ راښکاره سو هغه خو بېخي بد شکله او بېروونکي وو؟
شاهزادګۍ په جواب کي ورته وويل: هو! هغه زما يو پيره دار وو، د هغه دا خيال سوی وو، چي ته ما ته کم تاوان را رسوې نو ځکه دی راغی او چي کله ما ورته وويل: چي مه دا سړی ما په خپله راغوښتی دئ، نو هغه بېرته ولاړی.
شاهزاده اسد بيا پوښتنه ور څخه وکړه ول: ايا د دې ځای د ښځو رنګونه ټوله ستا په ډول ښايسته دي، که څنګه؟ شاهزادګۍ په خندا سره ورته وويل: يا، يا ساده سړيه زه شاپېرۍ نه يم بلکي زه ادم زاده يم.
د دغه ملک په پېرانانو کي د ډېرې پخوا څخه دا رواج دی چي د دوی باچا او شاهزادګۍ به ضرور ادم زاده وي ځکه نو زه هم ادم زاده يم او زما سره چي مزدوره ده هغه هم ادم زاده ده.
دوی خپل باچا ځکه ادم زاده ټاکي چي په دوى کي داسي ښايسته او ښکلي رنګونه نسته. شاهزاده اسد بيا شاهزادګۍ ته وويل، ما ته زما سپاهي وويل چي ته يو باغ لرې چي ته وايې په ټوله دنيا کي تر هغه باغ ښايسته ګلان په بل ځای کي نسته خو زه بيا وايم چي زما په باغ کي دونه ښايسته او نابلده ګلان سته چي تا به بېخي ليدلي، هم نه وي.
شاهزادګۍ ورته وويل: شاهزاده اسده! تا نه دى اورېدلي چي وايي سپي چي د زمري زور نه وي ليدلی نو ځان تر زمري لا هم زورور ور معلوميږي، خو په هر حال راځه زه اوس تا ته خپل باغ در ښکاره کوم بيا به نو تاته معلومه سي چي ستا باغ زما باغ ته هيڅ حيثيت هم نه لري. تا خو تر اوسه پوري زما باغ نه دی ليدلی ځکه نو داسي خبري کوې، تا خو خپل باغ يوه عام سپاهي ته ورښکاره کړی دئ او هغه دي په خطا ايستلی دئ، چي تر دې باغ ښه باغ په دنيا کي هم نسته، خو ما نسې خطا ايستلای.
د دې خبري سره سم يې شاهزاده اسد تر لاس ونيوی او په کښتۍ کي يې کښېنوى او خپلي مزدوري ته يې حکم وکی، چي کښتۍ روانه کي، هغې هم کښتۍ په ډېري تېزۍ سره روانه کړه.
تر يو څه مزل وروسته د درياب يوې غاړي ته ورسېدل او هلته يې کښتۍ ودروله او شاهزادګۍ شاهزاده اسد تر لاس ونيوی او پر يو خوا باندي يې روان کړى.
تر يو څه مزل وروسته يوه غره ته ورسېدل. په دې وخت کي شاهزادګۍ په زوره چکچکي کړې، چي د چکچکو سره په غره کي د سرو زرو يوه دروازه جوړه سوه، د دروازې يو او بل اړخ ته دوې ښايستې ښځي ولاړي وې. د شاهزادګۍ په اشاره سره هغو ښځو دروازه خلاصه کړه او دوی دواړه ور ننوتل.
دا يو دونه ښايسته او ښکلی باغ وو چي په دې باغ کي د دونه ښايسته او ښکلي ګلانو بوټي وه چي د شاهزاده اسد سترګي ئې په ډېرو کتلو کتلو ستړي سوې، ځکه چي شاهزاده هيڅکله په خوب کي لا هم داسي ګلان نه وه ليدلي. ده هيڅ فکر نه کوى چي په دنيا کي به داسي ګلان هم وي.
شاهزاده به د يو کوچني په شان هر ګل ته دونه کتل، چي سترګي به يې په ستړي سوې او بيا به یې هغه ګل بويوى. شاهزادګۍ ها خوا لېري ورته ولاړه وه او شاهزاده اسد ته يې کتل.
تقريباً تر يوه ساعت وروسته شاهزاده اسد شاهزادګۍ ته وکتل چي پر يوه ښايسته چوکۍ باندي ناسته وه، څنګ ته يې يوه بله چوکۍ هم پرته وه. شاهزاده اسد چي شاهزادګۍ ته نژدې ورغی نو يې په ډېره شرمندګي سره ورته وويل: هو! ولا شاهزادګۍ! ستا باغ خو رښتيا هم په ټوله دنيا کي ساری نه لري. زما باغ خو دې باغ ته هيڅ هم نه دئ او د دې خبرو سره شاهزاده اسد هم د شاهزادګۍ څنګ ته پر چوکۍ کښېنستی.
شاهزادګۍ چي د شاهزاده اسد خبري واورېدې، نو يې په خندا سره ورته وويل: اوس درته معلومه سوه چي د شاهزادګۍ باغ څه شي ته وايي؟
شاهزاده اسد يو وار بيا د شاهزادګۍ باغ ته وکتل او وې ويل: هو! شاهزادګۍ زه پر خپله دعوه باندي ډېر شرمنده يم، ما هسي په خپل باغ باندي غرور کاوه، خو اوس چي مي دا باغ وليدئ، نو ډېر پر خپل غرور باندي شرمنده سوم او افسوس مي وکئ، چي کشکي دا باغ زما وای.
شاهزادګۍ بيا په خندا سره ورته وويل: شاهزاده اسده! تا يو وخت فکر کړی دئ چي په دنيا کي به تر ټولو ښايسته ګل کم يو وي؟
شاهزاده اسد په جواب کي ورته وويل: يقيناً چي هغه به ستا په باغ کي وي، ځکه چي تر دغه زيات د ښايستو ګلانو تصور هم څوک نه سي کولای.
په دې وخت کي شاهزادګۍ په زوره چکچکي کړې، چي د چکچو سره سم دوه بد شکله پېرانان راښکاره سول، شاهزادګۍ حکم ورته وکړ وويل: شاهزاده اسد بېرته هغه ځای ته ور سوئ له کمه ځایه چي مو پخوا راوستلی وو.
د شاهزادګۍ د حکم سره سم هغو دوو پېرانانو هم شاهزاده اسد تر دواړو لاسو ونيوی او داسي يې د مځکي څخه پورته کئ لکه دی چي بېخي وزن نه لري، چي د دې سره شاهزاده اسد نارې کړې ول: ما پرېږدئ، ما پرېږدئ، خو پېرانانو يې چيري خبره اورېده.
او بيا دغو دوو پېرانانو شاهزاده تر باغ را و ايستی او پر هغه چپرکټ باندي يې پرې ايستی، چي دی پخوا پر پروت وو او دلته را وستل سوی وو.
کله چي يې شاهزاده پر چپرکټ باندي پرې ايستی د شاهزاده بدن بيا بې حسه سو او چپرکټ بيا په هوا روان سو، یو ګړی وروسته چپرکټ بېرته پر مځکه باندي راکښته سو.
چي د دې سره شاهزاده هم راکښېنستی، شاهزاده اسد چي شاوخوا وکتل نو دی بېرته په هغه خپله کوټه کي پروت وو څنګه چي دی پخوا وو او د کوټې دروازه هم د دنني د خوا څخه هم هغسي بنده وه.
شاهزاده اسد تر ډېره وخته پوري په دې فکر کي ورک وو چي دا څنګه واقعه وه، کله به يې ويل: دا ټوله خوب وو، خو کله چي به يې د شاهزادګۍ د باغ منظره په خيال کي راوسته، نو هغه به ټوله رښتيا ورته معلوميدل.
اخر شاهزاده پوه سو چي دا ټوله خوب نه بلکي دا يو حقيقت وو چي د پېرانانو د شاهزادګۍ حسن ارامي دا يوه کارنامه وه چي ماته يې خپل باغ راښکاره کئ او اوس يې زه بېرته هغه ځای ته راوستلم.