دوشنبه, جنوري 6, 2025
Homeخبرونهطالبان؛ پر خوست د پاکستان د تېرې شپې توغندیو ځواب به ورکوو

طالبان؛ پر خوست د پاکستان د تېرې شپې توغندیو ځواب به ورکوو

تاند ( شنبه د مرغومې ـ جدي ۱۵مه) خوست کې د طالبانو د ولایت مقام مسوولانو وایي، تېره شپه ناوخته پاکستاني ځواکونو د خوست علشېرو ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه په څو کليو توغندي توغولي دي.

د یادې ادارې ویاند مستغفر ګربز زیاتوي، دغه توغندیز بریدونه د یادې ولسوالۍ په درېېو ایروکام، کاګه او ګړاب کلیو شوي دي.

سرچینې ګواښ کړی، چې د پاکستان دغو بریدونو ته به پر وخت ځواب ورکړي.

طالب چارواکي وایي، افغان لورته په یادو بریدونو کې کوم زیان نه دی اوښتی او نه هم پاکستاني لوري ته د ور اوښتو زیانونو په اړه معلومات شته.

دغه بریدونه وروسته له هغې کېږي، چې څه موده وړاندې هم د پاکستان هوایي ځواکونو د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې پر ملکي وکړو بریدونه وکړل، چې دې بریدونو کې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر دغو بریدونو وروسته طالبانو هم د فرضي کرښې هغې غاړې ته یې د پاکستاني پوځ، څو مرکزونه په نښه کړل.

1 COMMENT

  1. نمایشی جنګونه دی د پاکستان او طالبانو ګډ د خوښی پروګرام دی. دا جنګ بدون لدی چی څوک یی منځ کی سپیناوی وکړی خود په خوده بیا ختم او آرامه شی. دا څوم ځل دی چی داسی جنګونه کیږی او بیرته بدون د خپل منځی مذاکری بیا ختم شی. طالبان د آی اس ای کسان دی، د پاکستان په مدارسو کی روزل شوی د سړی ځامن ندی د هغوی په امر یی مکاتب او پوهنتونونه بند کړی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب