دوشنبه, جنوري 6, 2025
Homeخبرونهپاکستاني پولیس؛ افغان کډوال په کورونو کې لکه بندیان ځوروي

پاکستاني پولیس؛ افغان کډوال په کورونو کې لکه بندیان ځوروي

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۵مه) فرانس ۲۴ رسنۍ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرکې کړي.

سرچینې د مرکو پر اساس ویلي، چې پاکستان کې افغان کډوال د بندیانو په څېر ځورول کېږي او په دغه هېواد کې د وضعیت د ګډوډېدو له امله په وېره کې دي.

سرچینې د افغان کډوالو له قوله لیکلي، چې اکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي.

یو شمېر افغان کډوالو له دغې رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې،چې پاکستاني پولیس یې ماشومان بندیانوي او د خوشې کولو په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه کوي.

کډوال وايي، د سختو بندیزونو، نیولو، وهلو او ټولنیزو فشارونو له امله په کورونو کې بندیان دي.

د سرچینې په وینا، د هغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان د زنداني کېدو پر سر رامنځته شویو مظاهرو په موخه په یو شمېر افغانانو تورونه لګول شوي دي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

تر دې وړاندې پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي و، چې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره دې پاکستاني چارواکي پلمې نه لټوي، ځکه دا ډول چلند د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې خرابولی شي.

3 COMMENTS

  1. د پوک ایستان جرنیل کرنیل ډی اس پیان پې اس پیان او هولداران پخوا د جهاد افغانستان په ډالرو او دینارو ماړه ول ؛اوس ېې دبیچاره او مجبورو افغانانو شوکوو او غلاوو ته د ګکړ له وخته پیل کړی چې دار و ندار مرداری کلداری ترینه وشکوی او د ټماټرو پیسی بوود کی.
    تف لعنت دې په داسې اسلامی جمبوریت، داسی ازلام آبوټ، داسی انسانیت، داسی ګاوڼډیتوب او نمک حرامی شي.
    البته افغانان هم لکه خپلو میوو، بل جهت ولټوي؛ تر ټولو ښه خپل وطن دی اما و لاکن چې د بشر د هقوقو اعلامیه یا فرمان پښشکې تطبیقیدای او خلګ تیښتو ته نه مجبورول کیدای! چې غالبن دا هم د دښمنانو ستراتیژي ګانې دي لکه ازراییل او جنوسایدونه او ضهیونیسم!!
    الله دې دادواړه کینسری دانی غیبي تباه او برباد کړی ؛ ووایئ آمیین ثم آمین یا رب العلمین.

  2. علت یې څه دی چې دومره زجر او تکلیف بې حیایی او وهل قبلوي خو خپل وطن ته نه ځي. دا هغه خلک دي چې دا شل کاله یې ویل جګړه ده خو اوس وایي بې روزګاري ده نو که دوی غواړي چې په کور ورته پیسې ورکړل شي او دوی دې هیڅ نکوي نو دا ممکن نده. ددغو تش په نوم مهاجرو د لاسه خو زمونږ دولت هر وخت سر ټیټ کړی او لاسونه یې تړلي. کچیرې دا خلک خپل هیواد ته راشي بیا ایران او پاکستان زمونږ د هیواد خلاف هیڅ نشي کولی. دا بیغیرته هلته بې حیا او بې ناموسه کیږي او دلته ددوی د لاسه هیواد او چارواکي بې وسه ناست وي که د ګاوڼي د تیري جواب ورکوي رزبل مهاجر بیا تکلیفوي خو مهاجر دا احساس نلري. باید افغان دولت نور ددوی نه تیر شي او وخت ورکړي که په دومره وخت کې رانغلئ باید جایدادونه یې ضبط شي او هویت ترې واخستل شي.

  3. دا خلک نور د پاکستان په کار نه دي ولي؟
    د خلق او پرچم له راتګ سره د افغان اولس لويه برخه د ښارونو وسيدونکي په اوله مرحله دد دواړو ګوندونو له زلمه مجبور شول پاکستان وتښتي. په دوهمه مرحله او له پاکستان او غربيانو غوښتل چي چي له افغانستان د کليو او بانډو ااوسيدونکي هم بايد افغانستان پريږديکه په زور اوکه په رضا په د پاليسي کي ګلبدين او نورو مجاهيدينو ډيري شاهکاريوي وکړي. نو کله ، کروندي، ويالي د اوبو زخيري، ممکتبونه د خټو کورونه ټول وجاړي شل بيرته راتګ د که ارامي وخت هم ناممکنه ده.
    پاکستان د مهاجرو له موجوديت نه له يوي خوا ملياردونه ډالره له غربه واخستل په د بانه چي کواکي زه مهاجرونه کور او کالي ورکوم او له بلي خوا جهاديا نو او پاکستاني استخباراتو ته په کافي اندازه انساني قوه ور په لاس شوه چي په افغانستان کي وجنګيږي يا په پيسو او یا به زور له بلي خوا پاکستان دا اوسني تالبان د ځان د راتلونکي ستراجيکي ګټي له پاره وروزل چي افغان اولس يي نن يرغمل کړی همدا شاني پاکستان او مجاهيدينو په ګډه ټول وتندوسته افغانان تورور او له منځه يوړل چي افغانستان مطلق بي سرپرسته
    داده اوس يي ګورو چي د پاکستان کار اوشو نور دا مهاجر. يي په کار نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب