تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۵مه) د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن شنبه د مرغومي ۱۵مه په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې ننګرهار کې له سلو فارمونو څخه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د کبانو په ۱۰۰ فارمونو کې نږدې ۳۰۰ تنه په کار بوخت دي او هڅه کوي دا برخه لا پراخه کړي.
سرچینې زیاته کړې، چې اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیا پوره کولو لپاره کافي نه دی، خو د تولید زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.
د خبرپاڼې په حواله هره ورځ نږدې لس ټنه د کبانو غوښه د پاکستان څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته واردیږي.
د کبانو تولیدوونکي بیا وایي که یې طالبان ملاتړ وکړي او د پاکستاني کبانو د وارداتو مخه ونیسي نو دوی خپل تولید زیات او د اړتیا وړ د کبانو غوښه به بازار ته وړاندې کړي.
دوی وایي اوسمهال بازار کې د بهرنیو کبانو د شتون له امله تولید نه زیاتوي او وېره لري،که تولید زیات کړي زیان به وویني.
یاده دې وي، چې د کبانو غوښه د خوړو اړینه برخه ګڼل کېږي چې همدې اړتیا ته په کتو په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کبانو د فارمونو جوړېده روان دي.
THIS IS GREAT NEWS,
BUT NANGARHARYAAN MUST DO NOT BUY AND SALE PAKISTAN FISH &CHICKEN MEATS
PEOPLES MUST ASKED FOR PAKISTANI OR WATANI FISH&MEAT.
TURKHEM BORDER MUST DONOT ALLOWE ANY KIND PAKISTANI PRODUCTS.
CAN USE AFGHANI ARE INDIAN PRODUCE.RICE&FLOURS. AND MEDICINE.
IF AFGHANS BECOME SMARTS THIS IS ONE ECONOMIC ATTACK ON PUNJAAB.
THANK YOU FROM TAAND