دوشنبه, جنوري 6, 2025
Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا اعلي وزیر د افغانستان او پاکستان د منځګړتوب وړاندیز وکړ

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر د افغانستان او پاکستان د منځګړتوب وړاندیز وکړ

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر وايي چې دې ته چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره منځګړیتوب وکړي.
علي امین ګنډاپور دا خبره پرون (جمعه) په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وکړه او زیاته یې کړه، که ده ته واک ورکړل شي دی به دا روغه جوړه د جرګې له لارې وکړي.
د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر دا وړاندیز په داسي حال کې وکړ چې ورسره هممهاله د خیبر پښتونخوا د کورمې او خوست ترمنځ پر ډیورند کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتې وشوې.
طالبانو وییلي چې پاکستاني ځواکونو پر خوست بریدونه کړي او دوی به یې ژر غچ واخلي.
ښاغلي ګنډاپور بیا وویل، تر دې مخکې په حکومتي کچه هڅې شوې دي، خو د جرګې له لارې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د جوړجاړي کوښښ چا نه دی کړی.
پاکستان تور پوری کړی چې افغان طالبانو د تحریک طالبانو پاکستان غړیو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی او دا ترهګر له هغه ځایه په پاکستان کې دننه بریدونه کوي، دا تور افغان طالبانو رد کړی دی.
د سپتمبر په میاشت هم ښاغلي ګنډاپور ویلي و چې دی به د اعلی وزیر په توګه له افغانستان سره په خپله خبرې وکړي، هغه مهال د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف سخت غبرګون څرګند کړ او ویې ویل چې هیڅ ایالت په خپل سر د اسلام اباد له موافقې پرته دا حق نه لري چې د پاکستان په استازیتوب له بل هیواد سره د روغې جوړې خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب