تاند (شنبه، د جدي/ مرغومي 15 مه) کله چې په کوم ګرم بحث کې ښکېل شئ او احساس وکړئ چې په خپل نظر بشپړ باور لرئ، نو دې ټکي ته ښه پام وکړئ: څېړونکو موندلې چې څومره چې په خپل نظر کې ډېر ډاډه یاست، د دې احتمال ډېر دی چې ستاسو معلومات نیمګړي وي.
دا موضوع له کورنیو شخړو نیولې تر نړیوالو شخړو پورې پر ډیرو مسایلو صدق کوي.
موږ ټول له داسې حالت سره ښايي ډېر مخامخ شوي یوو: په ټرافیک کې بند پاتې یوو او له هغه «احمق» څخه شکایت کوو چې زموږ مخې ته ورو ورو موټر چلوي یا له هغه «لیوني» څخه چې زموږ تر څنګ په ډېر سرعت تېرېږي.
خو که هغه څوک چې ورو موټر چلوي د احتیاط لپاره د ودونو کیک وړي، یا هغه چټک موټر یو ناروغ روغتون ته رسوي، نو بیا؟
په یوه په زړه پورې او نوې څېړنه کې، چې په PLOS ONE ژورنال کې خپره شوې، ښيي چې د دې ډول چټکو قضاوتونو دلیل د هغه څه له کبله دی چې څېړونکي یې «د معلوماتو د کافي والي خیال» بولي. دا زموږ هغه تمایل دی چې فکر کوو د سمې پرېکړې لپاره کافي معلومات لرو، حتا کپه داسي حال کې چې لازم جزییات نه لرو.
آنګس فلچر، چې د دې څېړنې یو لیکوال او د اوهایو ایالتي پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو استاد دی، وايي: «موږ وموندله چې خلک په عمومي ډول دا فکر نه کوي چې ښايي نور معلومات هم موجود وي چې په لا شعوري پرېکړو کې له هغوی سره مرسته کوي.
په نننۍ نړۍ کې، چې له واکسینونو نیولې تر اقلیمي بدلون پورې په بېلابېلو موضوعاتو کې ګرم بحثونه روان دي، دا پوهه مهمه ده چې ولې خلک له دې سره سره چې معلوماتو ته لاسرسی لري، بیا هم متضاد نظریات لري.
دا څېړنه، چې د آنګس فلچر، هنټر ګلباخ (د جانز هاپکینز پوهنتون) او کارلي رابینسن (د سټینفورډ پوهنتون) له خوا ترسره شوې، ښيي چې موږ له قضاوت کولو څخه مخکې په فکر کولو لږ وخت لګوو او په دې فکر نه کوو چې کوم معلومات به مو ممکن له نظره پاتې شوي وي.
څېړونکو د ۱۲۶۱ امریکايي برخوالو په ګډون، چې د Prolific آنلاین پلاتفارم له لارې ټاکل شوي وو، څېړنه وکړه. دې څېړنې د یوې فرضي سناریو په اړه تمرکز درلود چې په یوه ښوونځي کې د یوې حیاتي پرېکړې په اړه وه: آیا باید له هغه ښوونځي سره چې د اوبو د سرچینې د وچېدو له امله له ګواښ سره مخ دی، یوځای شي که نه؟
ګډونوال په درې ډلو وېشل شوي وو. یوې ډلې ته د موجود وضعیت په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول. دوو نورو ډلو یوازې جزوي معلومات ترلاسه کړل؛ یا یوازې د یوځای کېدو دلایل یا یوازې د مخالفت دلایل ورته وویل شول.
په زړه پورې موندنه دا وه: هغه کسان چې جزوي معلومات یې ترلاسه کړي وو، د پرېکړې کولو لپاره د هغو خلکو په څېر ډاډه وو چې بشپړ معلومات یې ترلاسه کړي وو.
آنګس فلچر وايي: «هغه کسان چې یوازې نیمایي معلومات یې لرل، په حقیقت کې د یوځای کېدو یا بېل پاتې کېدو په اړه په خپل نظر ډېر ډاډه وو نسبت هغو کسانو ته چې بشپړ معلومات یې لرل. دوی په بشپړ ډول ډاډه وو چې پرېکړه یې سمه ده، سره له دې چې ټول معلومات یې نه لرل.»
د ټولنیزو رسنیو کاروونکي ښايي دا ډول کسان وپېژني: هغوی چې په پوره باور مقالې شریکوي یا یوازې د سرلیکونو یا لنډو برخو له لوستلو وروسته نظر ورکوي، په داسې حال کې چې احساس کوي په بشپړ ډول خبر دي، حتا که د موضوع له مهمو اړخونو بیخي بې خبره هم وي.
سلامونه او درناوی
دا څېړنه مې خوښه شوه، ما ته يې يوه خاطره را ياده کړله، زما يو ايتوپيايي ملګری چې ګلالی انځورګر او مينه ناک هنرمند دی، هغه به کله کله دا خبره ډېره کوله: اينه ماکاو الماوکييه ناو.
ژباړه:
دومره پوهېږم چې په هيڅ نه پوهېږم.
ددې جملې په اړه به ده ويل چې دا زموږ په ايتوپيا هېواد کې يوه داسې جمله ده چې د هر وګړي په ياد وي خو ۱۱ کاله وړاندې ما همدا جمله کټ مټ يو بل ځای لوستلې وه.
نړۍ مننه چې داسې ګټور معلومات له موږ سره شريکوی.
وړانديز:
هيله کوم او اوسني عصر کې افغان هنرمندانو ته هم مخ ورواړوی چې په اروپا او نوره نړۍ کې ډېر ګړندي فعاليتونه کوي. په دې برخه کې زه ستاسې سره تر خپلې وسې مرسته کولای شم، ځکه هنر او معاصر هنرونه مې مسلک دی او ټول عمر مې ورته وقف کړی دی.
مينه او درناوی
اقبال ترنک