تاند(شنبه، د مرغومي/ جدي 15 مه) شاید تاسو هم لیدلي یا اورېدلي وي چې داسې کورنۍ شته چې ګڼ ماشومان لري، او د هغوی شمېر له ۱۰ یا ۱۵ څخه ډېر وي. خو آیا اټکل کولای شئ چې د نړۍ تر ټولو د ډېرو ماشومانو درلودونکې کورنۍ څو غړي لري؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید د افریقا هیواد یوګنډا ته لاړ شو، چیرې چې یو ۶۸ کلن سړی، چې موسی نومیږي، د ۱۰۲ اولادونو پلار دی. دغه سړی د ۱۹۷۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ له خپلو ۱۲ میرمنو څخه دومره ماشومان پیدا کړي دي. د ده د اولادونو عمرونه اوس د ۱۱ او ۵۳ کلونو ترمنځ دي.
دا سړی، چې ۵۷۸ لمسیان هم لري، له مالي ستونزو سره مخامخ دی.
په ګڼاولاده کورنیو کې یو بل د پام وړ ریکارډ په یوې روسۍ ښځې پورې اړه لري چې په اتلسمه پېړۍ کې د ۶۹ ماشومانو مور شوه. د دې ښځې ډېری ماشومان دوهګوني، درېګوني یا څلورګوني وو. دې ښځې، چې ۸۰ کاله یې ژوند وکړ، په ټولیز ډول د خپل ژوند ۱۸ کاله د حمل یا په نس کې د ماشوم لرلو په حالت کې تېر کړل. د دې ښځې میړه له هغې څخه له طلاق وروسته بیا واده وکړ او نور ۱۸ ماشومان یې وزېږول.
نن سبا په فرانسه کې تر ټولو ګڼاولاده کورنۍ ۱۳ ماشومان لري. د هسپانیا تر ټولو ګڼاولاده کورنۍ بیا ۱۸ ماشومان لري. په ګورجستان کې یوه ځوانه مور شته چې د ۲۳ کلونو په عمر کې ۲۱ ماشومان لري. دغه ځوانه ښځه او د هغې میړه هیله لري چې د ۱۰۰ ماشومانو ریکارډ ته ورسیږي. البته دوی د ګڼاولاده کورنیو په پرتله د ریکارډ جوړولو لپاره یو څه تقلب کړی، ځکه دغه ۲۳ کلنه ښځه ځینې ماشومان د اجارهرحم له لارې پیدا کړي دي.