پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهپېري او بړستن (لنډه کیسه) لیکوال: کيسه فاروق سرور

پېري او بړستن (لنډه کیسه) لیکوال: کيسه فاروق سرور

دا خبره چي په خونه کښي پېري دی، هغه پر له پسې تنګوي، بل دا ګاي هم هغه تل بږنېدلي ساتي چي ملګري يې ناپوه بولي، خو هغه سوړ سړي دي او په دې خبر ځان له شخړي ساتي او تل له مسکا کار اخلي چي ايله کوه يې ، له چا ، چا سره به يې سپينوم ، ددوي خوښه دي ، اخلاص من خو دی.

دي چي کوم ناولد کلي ته راغلي دي او دلته مځکي اخيستل غواړي چي ډېري ارزاني دي او واي چي دننه يې د سرو او لالو خزانې دي ، نو دي په دې کلي کښي په يو هوټل کښي اوسېدل غواړي ، خو د هوټل و مخته يو پوه بوډا دي پرېشانه کړي چي پام کوه ، کم عقله ښکارې ، دننه يو پېري دي چي په توره شپه راځي او له ويده سړي بړستن کشوي
دي يودم تندي ګونجي کړي، بل به نو چيري ځي ، ناولده کلي دي او دغه يو هوټل پکښې دي. دي به اوس بوډا ته څه ويل غواړي خو سپين ږيري بيا ورک وي. ځکه نو دي زړه ډاده کړي او په هوټل ننه وزي.

سحار ته هغه ستړي وي ، ولي چي ټوله شپه نه سي ويده ، که هر څه هغه داسي خبري نه مني ، خو يوه پټه وېره يې په لاشعور کښي پرته وي چي ټوله شپه يې خوب سترګو ته نه پرېږدي چي اوس به پېري بړستن ځني واخلي او په چيغو چيغو خوب بيرته پيسي اخلي.

سحار وختي هغه بوډا ته په زړه زړه کښي بد و رد وواي چي دا هسي يو دښمن وو ، بلکه زما د ملګرو په شان يو تنګولو والا او دروغ يې ويل. هو نو که پېري واي ، دشپې چي د څراغ رڼا کمه وه او زما سترګي پټي وې ، دي به راغلي وو او بړستن به يې له ما کش کړي واي ، خو نه بلا وهلي پيري راغي او نه يې تلتک کش کړي ، حالانکه خونه يخه هم وه
بله ورځ هغه ، په هغه کلي کښي چي کليوال يې پرېږدي او ځني بارېږي ، خورا ډېري مځکي رانيسي. دي چي ستړي ستومان ماخوستن بيا په بستره ننوزي ، نو بيرته يې د پيري وېره په زړه کښي را تازه سي او سپين ږيري ته بدورد وواي ، خو تر رک سحاره يې سترګه نه سي پټه چي دا دادي پېري راغي او بړستن يې کش کړي.

سحار د چرګ په بانګ هغه وخاندي چي عجبه ده ، بېګاه په خونه کښي د يو موږک په ټکهاري به هم دي را کښېنستي او د څراغ رڼا چي به يې زياته کړه ، نو هيڅ به نه وو ، خو د يخ باوجود به يې خلې کړي وې او لاسونه به يې له خولو ډک وي ، خو بيا هغه زړه تسلي کړي چي دا هر څه و ماته د يو ناولد وطن له سوبه را پېښېږي.

دويمه ورځ هغه زياته ستړيا محسوسوي. دا ورځ دي د يوې داسي بوډۍ له وروره د هغې غټ د خاورو کور واخلي چي پر اس تړل سوي ناسته وي او له ځانه سره ګايږي ، خبري کوي.

د بوډۍ ورور وخاندي چي لېونو تل له پېرانانو سره ږغېږي او پټ حالونه واي. دي وېري اخيستي دغسي بوډۍ ته ورنږدې سي چي موره په رښتيا ستاسي په کلي کښي پېرانان بړستن کشوي ، حالانکه زه هره پوښتنه له خلګو کوم خو ملګري مي بيا هم بې عقله بولي.

لېوني بوډۍ وخاندي چي هو ، په دغه خو خلګ له دې کلي بارېږي. خبر يې ، يو وار يې زما له يو زويه داسي بړستن کش کړي چي هغه وېري وهلي په يو لوي مخلوق ګډ سو چي په هوش کښي راتلي ، نو پوه سو چي د وېري په مهال کښي يې په ناخبرۍ کښي ناولدو خلګو له بدن سره بارود تړلي دي او دا ډول بارودو دي او بې ګناه مخلوق برناحقه مړ کړي. پېري او بړستن زما دويم زوي داسي لېوني کړي چي په هوش کښي راغي ، نو يو عجبه خلقت حلالوي او په غاړه يې چاړه ور ايښي وه . دريم زوي چي مي منډه کړه نو يو عجبه اسماني مرغه اور ورا وغورځوي چي ته تره ګر يې ، په دغه خو په منډو يې ، حالانکه دا ټوله ملامتيا د پېري او بړستن وه .

اوس هغي بوډۍ ژړل چي سرې سترګي يې پرله پسې اوښکو وړندې کړي وې
په دريمه شپه چي هغه پريوزي ، نو وخاندي چي ملګري ما بې عقله بولي ، خو کم عقله او ناپوه ددې کلي خلګ دي چي له پېري او تلتک څخه وېرېږي ، حالانکه هيڅ هم نسته او دا يوه وېره ده .

نن شپه په رښتيا پيري تلتک ځني کش کړي. هغه چي جګ راکښېني ، نو هر څه پټ نه بلکه ښکاره وي . دي پخپلو سترګو پيري وويني چي يو نه بلکه ډېر وي.

که څه هم دا خوب وي ، هو ، هو خوب ، خو هغه يې نه مني . بلکه هغه پېرانان ښه وپېژني چي دده ملګري وي او بيا هغه مهال خو زيات په چيغو سي چي ځان هم پکښي وويني ، هو ، هو ولي چي په دوي کښي يو دي پخپله هم وي ، بالکل دي بل څوک نه چي جګه توره انګرېزي خلۍ يې پر سر وي.
پائ
7.5.2017

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب