دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاهېموګلوبين څه شی دي؟/ ژباړن: منيب الرحمٰن رحماني

هېموګلوبين څه شی دي؟/ ژباړن: منيب الرحمٰن رحماني

لکه څنګه چې د هېموګلوبين ماليکول د وينې د سرو حجراتو په نامه هم يادېږي د تنفسي سيسټم له غړو څخه نسجونو ته د اکسيجن او له نسجونو څخه د کاربون ډای اوکسايد او يو هايډروجن اټوم د لیږد دنده لري او په همدې وخت کې وينې ته د سره رنګ وربښونکی هم همدا هېموګلوبين دي.

هېموګلوبين د وينې په سرو کوروياتو کې موجود وي خو د توليد اصلي ځای يي د هډوکو ماغزه او ځیګر دی، د هېموګلوبین تر ټولو مهمه دنده دا ده چې سږو ته د اکسجن له راتلو سره سم د هېموګلوبين سره تړل کېږي او د وينې د دوران د سيستم په مټ د بدن ټولو حجرو ته رسول کېږي.

د نورمال انسان په وينه کې د هېموګلوبين نورماله اندازه 12-16 g/dl ده، د وينې د توليد لپاره تر ټولو مهم عنصر وسپنه ده د نورمال انسان په بدن کې د 3-5g  وسپنه وي.

د هېموګلوبین د کموالي په صورت کې د بدن غړو او حجراتو ته په پوره ډول اکسيجن نه رسېږي نو دلته په بدن کې د وینې د کموالي نښې ليدل پيل کېږي، د انسان بدن بې حاله، ستړی وي او د سر ګرځېدل، د دقت او درک کموالی، د وېښتو تويېدل، په اسانه ناروغېدل او د ناروغیو په وړاندې د مقاومت کمېدل ليدل کېږي.

د خپل بدن د هېموګلوبين د اندازې د پوهېدلو لپاره تاسې د خپلې وينې ټېسټ (ازموينې) کولو ته اړتيا لرئ که چېرته مو د وينې د هېموګلوبين اندازه تر 12g/dl کمه وه نو لازمه ده چې د خپل وجود وسپنه او ويټامينونه تقويه کړئ.

لاندې خواړه او مېوې ستاسې د وینې د کموالي له مشکل سره مرسته کولی شي.

– غوښه – د چرګ سينه – غني حبوبات – لوبيا – پالک – نخود – روميان او د روميانو روب – د مکب غوښه او داسې نور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب