پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبد عصرونو او ملتونو ناول/ غزانور غزا

د عصرونو او ملتونو ناول/ غزانور غزا

امريكايی ليكوال بېنټز پلېګمن په (How to write short story) كتاب كې وايي، د نبوغ یوه ځانګړنه په یاد(ذهن) کې تر هغه وخت پورې د تړلیو او پېچلیو ستونزو او غوټو د ساتلو توان دی چې د اواري لپاره یې لارې چارې پیدا شي.

پلېګمن باوري دی چې په داسې کولو سره البرټ انشټاین(Albert Einstein) د نسبیت تیوري وموندله او لیف تولستوی(۱۸۲۸- ۱۹۱۰) اوږد او پېچلی ناول جګړه اوسوله (War and Peace) وهستاوه، ځكه هر لیکوال ته بویه چې  په ذهن کې د بشپړې کیسې تر جوړېدلو پورې د فکر کولو دغه روده تمرین او په ځان کې پیدا کړي.

هغه دا هم وايي، چې ليف تولستوى پر جګړه او سوله د كلونو لپاره كار كړى دى، ښايي همدا وجه وي چې اوس هم جګړه او سوله خپل ارزښت لري، كه څه هم نږدې ۱۳۶ کلونه کیږي چې دغه ناول لیکل شوی دی، خو مینوال یې نه کمیږي.

د انشټاين د نسبيت تيوري كه نه بدلېدونكې ده، دا ډول جګړه او سوله هم د وخت په تېرېدلو سره خپل ځاى او اهميت ساتي. ان په دې وروستيو كلونو كې د ګارډين او نيوز ويك مجلې په څېړنو کې د ملتونو او عصرونو غوره كتاب بلل شوى دى.

د دې اساسي سبب د ليف نيکولايوويچ تولستوی هغه هڅې او زيار دی چې د جګړه اوسوله كتاب په ليكلو كې يې ګاللى دى، همدا وجه ده چې د هغه وخت ليكوالو دا ناول حماسه او د انساني ژوند بشپړ انځور وباله.

که څه هم تولستوی په دې ناول کې له ۱۸۰۵ تر ۱۸۱۳زیږیږ کال پورې پېښې انځوروي، چې په هغو کې د روسانو او فرانسويانو د  ۱۸۰۵ د اوسترليڅ او د ۱۸۱۲ كال د بارادينو جګړې، د مسكو اور پېښې او د روسي اشرافو ژوند راځي، خو په حقیقت کې یې د ټولنپوهنې او انسانپوهنې په هنر سره د روسي ټولنې جوړښت، مینه، کرکه، د ماتې، بري، ودې او پاتې والي عوامل، همدارنګه د اشرافو پردي پالنه او طباقاتي اختلافونه په ډاګه کړي دي.

نوموړي د دغه هرڅه لپاره دې ناول ته ۵۸۰ کرکټرونه ګمارلي چې نږدې ۱۸۰ یې واقعي او پاتې څلور سوه تخیلي دي.

نوموړی له دومره ډېرو کرکټرونو سره سره په خپل کار کې ډېر بریالی دی او نږدې هر یو په هغه ډول انځوروي لكه يو څوك چې عادي ژوند لري، يعنې د ټولو ښه او بد خويونه او عادتونه رااخلي، د دې پرځاى چې ووايي، د هغه يا دغه كركټر كار ښه يا بد دى، په خپل هنر سره د هغه ښه او بد كارونه يا ښېګڼې او نيمګړتياوې ښيي چې يوه بېلګه يې كوتوزوف دی.

كوتوزوف د ټولنې له پاتې طبقې دى، خو پوځي پوهه لري، زړور دى او دا وړتيا يې په جګړه كې ښودلې ده، لوى درستيزولۍ ته ورو ورو لار كوي، خو څو ځلې له دې پوځي ادارې لرې كيږي او ځاى يې يو جرمن توكمه جنرال نيسي، خو بالاخره امپراتور الكساندر دغه روسى لوى درستيز ټاكي او وروسته دا بوډا جنرال د روس د ازادۍ سردار شي، ځكه پخپلو ځيركانه پوځي نقشو سره فرانسويان مات كړي.

ليف تولستوى دلته د ويلو پرځاى ښيي چې د پرديو پرځاى د خپل ملت بچيان خپله خاوره ښه ساتلى او له ملت دفاع كولى شي.

هغه موږ ته دا نه وايي چې کوتوزوف تجربه کار او کار وړ سړی دی، بلکې د هغه په پلانونو سره دا ښيي چې څومره په خپل کار ښه پوهیږي او پر ځای پرېکړې او له نورو سره مخالفت کوي.

د ساري په ډول نور روسي جنرالان د ناپلیون په مشرۍ د فرانسویانو له خوا د مسکو له نیواک سره مخالف دي، خو نوموړی وايي، فرانسویانو ته د مسکو نیول بری نه بلکې په جبه کې ایسارېدل دي.

د کوتوزوف دا خبره سمه خیږي او کله چې ناپلیون ماتې خوري، د اتریش او له هغه ځایه د فرانسې پولو ته شاتګ کوي، نوموړی یې د تعقیبولو مخالف دی او وايي، چې روسي لښکرې ستړې شوې دي، که په ماته خوړلي دښمن پسې ځي، هغوی هسې هم ځان له مرګ سره مخ ویني، نو هرو مرو سخت مقاومت کوي او په دې ډول د روسانو مرګ ژوبله زیاتیږي.

د جنرال دا اټکل هم پرځای وي، همدارنګه فرانسوي ځواکونه چې له سیمو سره بلد نه وي، په لار کې ډېر مړه کیږي.

پر کرکټرونو سربېره تولستوى د جګړې ډګرونه په دومره هنر سره انځوروي او تصوير يې اخلي، چې لوستونكى فكر كوي د سرتېرو چغې او د دواړو لورو د مرميو غږ اوري او د بارتو بوى يې سپږمو ته رسيږي، همدا وجه ده چې څوک پر جګړه او سوله کره کتنه کوي، نو لیف تولستوی یواځنی لیکوال بولي، چې د جګړې ډګر یې خورا رښتونی انځور کړی دی.

ویل کیږي چې د جګړې ډګر او صحنې یې شل ځلې ليكلې او په يو ويشتم ځل د جګړې ډګر ته هم تللى دى چې وويني هغه څه سم ليكل شوي دي چې دى يې غواړي که نه.

لیف تولستوی د جګړه او سوله په بشپړولو پنځه كلونه(۱۸۶۵ – ۱۸۶۹) تېر كړي دي، اووه ځلې یې بدل کړی دی.

دا ناول له لیکلو اووه کاله وروسته لومړى ځل په ۱۸۷۶ کې د جګړه او سوله په نوم چاپ شوى دى خو له هغه مخکې د (۱۸۰۵ کال)  په نوم د روسیه پیغمبر په نوم مجله کې سلسله وار خپرېده، اما د بیا بیا کتلو پرمهال په دې ناول کې هم بدلون راغی او هم یې نوم جګړه او سوله شو.

فرانسويانو د دغه كتاب له چاپېدلو وروسته توند غبرګون وښود او د ناپيلون په لاس د مسكو سوځېدل يې هم د خپل حماسي اسطوره يې هيواد پر لمن تور داغ وباله.

دوی دا تور هم ولګاوه چې دا كتاب له يوه فرانسوي كتاب اقتباس شوى او په اصطلاح ادبي غلاه ده، خو د دوى دا ډول تورونه داسې و لكه سړى چې په ډبره لمر ولي، ځكه د وخت په تېرېدلو سره د دغه كتاب مينوال زيات شوي دي او دا ښيي چې ليف تولستوى د واقعيت په انځورولو سره هنري شهكار نړۍ ته په ميراث پرېښودلی دی.

كه څه هم دا ناول د نړۍ ترټولو اوږد ناول ګڼل كيږي، خو په حقيقت كې اووم اوږد ناول دى، اما دا به مبالغه نه وي كه وويل شي چې د نړۍ ترټولواوږد زړه راښكونكى ناول دى چې تراوسه ليكل كيږي.

جګړه او سوله ناول يوازي د روسي ملت نه دى، بلكې په ټولو ملتونو پورې تړلى دى، همدا وجه ده چې د ۲۰۰۹ كال په مارچ مياشت كې د امریکا متحده ایالتونو نيوز ويك مجلې جګړه او سوله د ټولو عصرونو او ملتونو خورا غوره كتاب وباله.

دا كتاب د سلو كتابونو په ډله کې و چې دا درجه يې وګټله او په غوراوي كې يې څو سببونه مهم وو، يو دا چې اوسمهال دا اثر څومره اغېزناكدی، بل دا چې څومره مينوال لري، په بله ژبه جګړه او سوله پر نړيوال كلتور څومره اغېز لري. همدارنګه له لومړي چاپ تراوسه يې لوستونكو څومره هركلى كړى دى.

په ۲۰۱۲ کال کې د برتانیا د ګارډین ورځپاڼې کارپوهانو هم په یوه څېړنه کې جګړه او سوله او ور سره د لسو نورو لیکوالو اثارو ته د ټولو وختونو کتابونه نوم ور کړ.

دا كتاب د نړۍ په مختلفو ژبو ژباړل شوى دى، په انګريزي كې تراوسه لس ځلې په ګډه يا هم انفرادي ډول ژباړل  شوى دى. لومړى ځل په ۱۸۸۵ كال له فرانسوي انګلېش ته اړول شوى دى او وروستۍ ژباړه يې هم په ۲۰۰۷ كال كې له روسي ژبې شوې ده.

افغان ليکوال دوکتور لطيف بهاند دغه نړیوال ناول له روسي ژبې  پښتو ته ژباړلی او تېر کال په ۲۶۷۴  مخونو كې چاپ شوى دى.

لطیف بهاند د دومره پنډ او ستر نړیوال هنري شهکار په ژباړلو سره پښتو ته داسې څه ور کړل، چې پښتو او پښتانه وي او ناول لوستل کیږي، نو د بهاند صیب دغه ادبي خدمت به نه هېریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب