د ګونبزې له درڅو د ژمي لمر رالویدلی و. ګرځندویانو د ګونبزې په منځ کې شاوخوا سترګې غړولې. ما د تاریخ کتاب په موټ کې ټینګ کړ. په دې کتاب کې یې لیکلي دي چې دا ګونبزه ظالم پاچا په اسیرانو جوړه کړه. پاچا به د هغو کسانو سرونه غوڅول چې په کار کې به یې ناغیړې کوله. د تاریخ د کیسې له یادیدو سره مې د وینو بوی سپږمې وتخنولې، خو په تاریخ کې یې لیکلي دي چې بیا دیارلس کاله وروسته عادل پاچا راغی د ظالم پاچا سر یې پرې کړ.
راووتم. بهر د خاورو له لویې کوټې پړي راګرځیدلي وو. هلته یې پاڼې ویشلې، یوه پاڼه مې جیب ته کړه. موبایل مې راواخیست چې د ګونبزې د وره دننه عکس واخلم. د ګنبزې ساتونکي لارښود راغږ کړ:
« عکس مه اخلئ فلش نقاشي خرابوي».
له جیبه مې پاڼه راوایسته. پکې لیکل شوي و، چې هرکال په لسګونو زره سیلانیان د دې ګونبزې لیدو ته راځي. د ګونبزې د پاچا په اړه یې لیکلي و چې ډیر هنرمند و. بیا د یوې ودانۍ عکس و، ترې لاندې یې لیکلي و:« دا د (مینې) په نوم ودانۍ ده چې له بده مرغه نړیدلې خو له ښه مرغه خیالي رسم یې اوس هم په ملي ګالري کې خوندی دی».
ساتونکي لارښود ته مې وویل:
-معلومات لرئ چې دا ښایسته ماڼۍ چا نړولې
سر یې وخوځاوه:
-احمق پاچا
-کوم یوه
-په تاریخ کې یې لا ورته لیکلي چې عادل و
د خاورو کوټه سره ښکاریده، ساتونکي راته وویل:
-که دا ځای نه وای ړنګ اوس به دلته د سیلانیانو ځای نه و
ما د تاریخ کتاب په بیک کې کیښود.
پراګ