یکشنبه, جنوري 5, 2025
Homeخبرونهد سالنګ لویه لار؛ د درنې واورې له امله وتړل شوه

د سالنګ لویه لار؛ د درنې واورې له امله وتړل شوه

تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۳مه) د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت وایي، چې په سالنګ کې د واورو اندازه له ۴۰ تر ۵۰ سانتي متره پورې رسېدلې او دغه لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقیار په ​​وينا، د غور، باميانو، پکتيا، دايکنډي، فارياب، ميدان وردګو، لوګر، غزني او بدخشان په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې درنه واوره روانه ده.

د همدې واورژ له امله د تېرې شپې راهېسې د کابل ــ بامیان لویه لار هم د میدان وردګ جلریز ولسوالۍ اړوند په اونۍ کوتل کې د درنې واورې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د دغې لویې لارې مسؤلینو له موټر چلونکو غوښتي، چې تر بلې خبرتیا دې پر دې لار تګ راتګ هڅه نه کوي.

د یاد ولایت ټولګټو چارو ریاست ویلي، د لارې خلاصولو په موخه یې کاري ډلې ساحې ته رسېدلي او زر به لار د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د یادونې ده چې نن د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د واورې او باران لړۍ پیل شوې چې عام خلک یې په ښه شګون نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب