تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) د ۱۹۷۲ کال د اګست په ۱۸مه، د ختیځ جرمني (د جرمني دیموکراتیک جمهوریت) دولتي تلویزیون د “آکتوېلې کامرا” خبري پروګرام یو جالب او حیرانوونکی راپور خپور کړ.
په دې راپور کې د یوه ټاپو د واک د انتقال د مراسمو یادونه شوې وه، چې هغه وخت د کیوبا مشر فیدل کاسترو، ختیځ جرمني ته ډالۍ کړی و.
دا ټاپو چې هغه مهال د “کایو بلانکو دل سور“ په نوم پېژندل کېده، یوه کوچنۍ جزیره وه چې ۷ کیلومتره مربع مساحت، ۵۰۰ متره سور او ۱۵ کیلومتره اوږدوالي درلود، او په کازونس خلیج کې موقعیت درلود.
په هماغه ورځ د ټاپو نوم په رسمي ډول په “کایو ارنستو تلمان“ یا د ارنستو تلمان ټاپو واړول شو. ارنستو تلمان د وایمار د ولسمشرۍ پر مهال د جرمني د کمونېست ګوند سیاستوال او مشر و، چې په ۱۹۴۴ کال کې د آدولف هټلر په امر اعدام شوی و. د ټاپو د واک انتقال او د نوم د بدلولو په مراسمو کې، د جرمني د دولتي تلویزیون “آکتویلې کامرا” خپرونې د دې جرمنيي کمونیست سیاستوال د مجسمې د پرانیستلو صحنې هم خپرې کړې.
په دې مراسمو کې د ختیځ جرمني سفیر، د دې هېواد څو نور مېلمانه، او لسګونه کیوبايي استازو ګډون درلود.
د دې ډالۍ کیسه څه وه؟
دا هر څه د ۱۹۷۲ کال د جون په میاشت کې برلین ته د کیوبا د مشر فیدل کاسترو د رسمي سفر په ترڅ کې پیل شول.
کاسترو د ختیځ جرمني د سوسیالیستانو اتحاد ګوند د عمومي منشي اریش هونکر په بلنه دې هېواد ته سفر کړی و. ویل کېږي چې هونکر کاسترو ته د برلین د سمبول په توګه د یږ (خرس) لوبتکه ډالۍ کړې وه.
خو د کاسترو ډالۍ د ختیځ جرمني لپاره خورا سخاوتمندانه وه: په کارابین کې یو ټاپو.
هغه مهال ورځپاڼو راپور ورکړ چې کاسترو د ختیځ جرمني د دولتي شورا په ودانۍ کې د کیوبا نقشه د هونکر مخې ته کېښوده او یوې کوچنۍ جزیرې ته یې اشاره وکړه، چې د “کایوس بلانکوس دل سور” د مجمع الجزایرو برخه وه.
کاسترو هونکر ته وویل چې دا ټاپو په خوګانوخلیج کې موقعیت لري، هغه ځای چې “امپریالیسټانو پرې یرغل کړی و.”
کاسترو اعلان وکړ چې دا ټاپو به د “د جرمني د یو نومیالي زوی د یادګار” په توګه د ارنستو تلمان په نوم ونومول شي.
هغه همداراز خپلو جرمني کوربنو ته وویل چې د دې نااستوګن ټاپو کوچنۍ ساحل به د “ختیځ جرمني ساحل” په نوم یاد شي.
ختیځ جرمني ته د دې کوچني ځای د ورکولو هدف دا و چې دا ټاپو د دغه هیواد د اتباعو د سیاحت پر یوه مرکز بدل شي.
د یوې هېرې شوې ډالۍ کیسه
د ختیځ جرمني یا د نورو کمونیستي هیوادونو لپاره دا ټاپو په دې خاطر د سیاحت په مرکز هیڅکله بدل نه شو ځکه چې د ختیځ جرمني اقتصادي ستونزې ډېرې وې.
دا ټاپو، چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې د ختیځ جرمني د قلمرو برخه ګڼل کېده، له مرجانونو او په ځانګړي ډول له منقرض کېدونکو تورو مرجانو او زینتي کبانو هماغسپ په خپل حال پروت دی او هیڅوک پکې نه اوسي.
د ختیځ جرمني په خلکو کې د دې ټاپو د ډالۍ کېدو خبر په پراخه پیمانه خپور شو.
هیچا د دې ټاپو د لیدو یا د رخصتیو لپاره هلته د تګ اجازه نه درلوده. حتی د ختیځ جرمني وګړو نه شوای کولی چې نژدې هنګري ته سفر وکړي، نو د کارابین ټاپو ته تګ خو بیخی ناشونی و.
په دې توګه، د ارنستو تلمان ټاپو په تدریج سره هېر شو.
په ۱۹۹۰ کال کې د جرمني له بیا یووالي وروسته، دې هېواد د دې ټاپو د مالکیت ادعا ونه کړه.
ویل کېږي چې د کیوبا دا ډالۍ یوازې یو “سمبولیک اقدام“ و، نه یو حقیقي انتقال.
په ۱۹۸۸ کال کې دا ټاپو د «میچ» طوفان له امله سخت زیانمن شو، او د ارنستو تلمان مجسمه ویجاړه شوه.
نن ورځ، دا ټاپو لا هم نااستوګنه ده، او “د جرمني د یو نومیالي زوی” د مجسمې پاتې شوني د ساحل په شګو کې پرتې دي، چې یوازې دا یاد تازه کوي چې دا ځای یو وخت د ختیځ جرمني د قلمرو برخه ګڼل کېده.