یکشنبه, جنوري 5, 2025
Homeخبرونهګوترېش؛ په امریکا کې د کرسمس پر مراسمو برید غندلی

ګوترېش؛ په امریکا کې د کرسمس پر مراسمو برید غندلی

تاند ( پنجشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۳مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش د امریکا په نیو اورلینز ایالت کې د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو او د امریکا له حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نیو اورلینز کې تېره ورځ (چهارشنبه) د امریکا پخواني سرتېري د نوي کال نمانځنۍ پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۰ یې نور ټپيان کړي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا امنیتي ادارو د دغه هېواد په نیو اورلینز ښار کې د موټر په وسیله د تېرې ورځې بریدګر شمس الدین جبار ښودلی دی.

د راپور له مخې، ۴۲ کلن شمس الدین جبار چې، له پولیسو سره نښته کې وژل شوی، د امریکا د ټګزاس ایالت اوسېدونکی دی او په تېر کې یې افغانستان کې هم د امریکایي سرتېري په توګه دنده کړې ده.

راپور کاږي چې، د تورن کس په موټر کې د داعش بیرغ او ځینې نور چاودېدونکي توکي هم موندل شوي دي.

1 COMMENT

  1. طالبان وايي، پاکستان په خپله خاوره کې د داعش د غړیو د روزنې مرکزونه جوړ کړي
    https://taand.net/?p=249757
    ددې شواهدو ته په کتو آیا امریکا ، برتانیه + ناټو به په پاکستان فشار راوړی چې داعش ته ولی روزنه ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب