تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۰ مه) باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت رسمي دریځونه خپروي، په یوه تبصره کې ویلي چې په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي چې د بلوچستان په مستونګ او نورو سیمو کې، چې د اسلامآباد تر واک لاندې دي، ځینې خطرناکې ډلې فعالې دي چې هڅه کوي په افغانستان، سیمه او نړۍ کې امنیت ګډوډ کړي.
ډاکتر صبیحې بلوچ، چې د بلوچ بېلتون غوښتونکي تحریک یوه مهمه مشره ده، ویلي چې اسلامآباد په منظم ډول په مستونګ کې د داعش (ISIS) مرکزونه جوړوي، هغوی ته روزنه او سرچینې برابروي.
اژانس زیاتوي: «دا کړنې د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابېدو سبب شوي دي. د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، هم ویلي چې په افغانستان کې د دې ډلې له لوري ترسره شوي بریدونه په بلوچستان کې پلان شوي وو.»
د تبصرې په دوام کې راغلي:«د افغان او بلوچ چارواکو دغه راپورونه او څرګندونې په ښکاره توګه ښیي چې د اسلامآباد تر کنټرول لاندې سیمې هغه ډلې ځای پرځای کړي چې د سیمې او نړیوال امنیت لپاره لوی ګواښ دي. دا سازمانونه نه یوازې د پاکستان داخلي امنیت ته خطر جوړوي، بلکې د سیمې ثبات او نړیوالې سولې ته هم جدي ګواښ دي.»
په تبصره کې په عین حال کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د تېرې سې شنبې د برید په وړاندې ځوابي بریدونو ته په اشارې ویل شوي :« که څه هم افغان ځواکونه د تل په څېر له خپل دین، خاورې او خلکو څخه د دفاع لپاره چمتو دي او لکه څنګه یې چې په خپلو تازه بریدونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلام اباد تر واک لاندې سیمو کې د شراچوونکو کړیو او د هغوی د ملاتړ کوونکو مرکزونه په نښه او له منځه یوړل، دغسې د تل لپاره خپل دښمن حرکت کولو ته نه پرېږدي او له منځه یې وړي.»
باختر اژانس وايي، په پاکستان کې د دې ډلو د ملاتړ رول د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره لومړنۍ اندیښنه پاتې ده. نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار راوړي څو دې ډلو ته اجازه ورنه کړي چې نړیوال امنیت کمزوری کړي.
همداراز امکان لري چې دا ډلې خپله پاکستان ته هم مستقیم ګواښ پېښ کړي او د راولپنډۍ، لاهور او کراچۍ په څېر ښارونه له خطر سره مخامخ کړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې ویلي و چې د دوی له لوري اکثره نیول شوي داعشیان د پاکستان اتباع او په پاکستان کې روزل شوي دي.
ټول پوهیږی چې امریکا په شتون کې په عراق داعش پیدا شول ، امریکا په ملاتړ په پاکستان کې پخوانۍ جنګي ډلي چې د شهید سردار محمد داود خان په وخت کې پاکستان ته تللی وو د ډاکټر نجیب الله نظام تر وخت وجنګیدل ، چې ډاکټر نجیب الله هر وخت ویل چې عرب او امریکایان او انګریزان غیرقانونی لارو څخه افغانستان ته راځی او دلته ناوړه کړني کوی نو همدارنګه تیر شل دوران کې هم همدا حال وو
اوس چې داعشیان هلته حضور لری او مرکزونه لري نو بیا ولی امریکا زموږ افغانانو څخه غوښتنه کوی چې د داعش په وړاندې مبارزه وکړی ولی روسیه، ایران او چین هم د پاکستان پدې اړه زغرده خبره نکوی نو ولی د داعش ستونزه دلته اوسنی افغان دولت سره شریک کوی
کله چې پاکستان په چینایی اتباع یا انجنیرانو برید شواهد چین ته سپارلي شي موږ نشو کولای د داعش د مرکزونو اسناد چین، روسیی، ایران او امریکا او نورو هغه هیوادونه چې داعش ځان لپاره خطرناک ګڼی معلومات شریک کړو
وزارت خارجی همدا نن مسول ده چې هغه هیوادونه چې له داعشه ویره لري باید د دوی د روزنیز مرکزونه معلومات او شواهد ورسره شریک شي