چهارشنبه, جنوري 1, 2025
Home+دنګ څلي (خاطره) لعل پاچا ازمون

دنګ څلي (خاطره) لعل پاچا ازمون

(له شخصیتونو سره ناسته)
ناچاپه ټولګې څخه
د پوهې یو دنګ څلی
د کوټې زنځیر وشرنګېد، په وړه لرګینه تمبه یو دنګ چېنار را ننوت، سترګۍ یې ورپولې، د مینې او خلوص غېږه یې پرانسته، انځور صاحب ور ته وویل:
ـ دی لعل پاچا ازمون دی، زما ملګری دی.
هغه د یوه مهربانه مشر په توګه داسې ستړي مشي او چلن وکړ لکه کالونه کالونه چې سره بلد وو او لیده کاته مو شوي وي.
تر اوږدې ستړي مشي خواره مشي وروسته یې وپوښتلم:
ـ پوهنځی دې ولوست که نه؟
ـ تر څلورمه مې ورساوه.
سر یې ښي او کیڼې ډډې ته واړاوه را واړاوه، سوړ اوسویلی یې له خولې ووت، مخ یې را واړاوه:
ـ هڅه وکړه چې پاتې درسونه مکمل کړې.
ـ ګورم به نو!
‏ـ دا ګورم نه، په ځان یې فرض کړه!
ـ ګورم په دې چې پوهنتون شروع شي.
ـ چې هر چیرته پوهنتون شروع شو، پسې ورشه، خو پوهنځی نیمګړی پرېنږدې!
ـ سمه ده
ـ که ما ته څه اړتیا وه، زه درسره منډه وهم!
کوټې لاړو ته یې وکتل:
ـ زرینه! له دومره اوږدې جګړې سره سره دا کوټه روغه پاتې شوه!
ما وپوښت:
ـ دلته خو به جګړې شوې وي، چې دا څنګه داسې پاتې ده؟!
ده د کټ پر بازو ورغوی کېښود:
ـ پخواني خلک باانصافه او صادقه خلک وو، که خټګر و که ترکاڼ و، که معلم او هر څوک و، خو په کار کې ډېر راسمن و.
ـ له دې خټینې کوټې ښکاري!؟
ـ بالکل دا کوټه همداسې راسمنو آباده کړې. هر کار چې په صداقت او راستۍ بینا او بشپړ شي، هغه مضبوط او دومداره وي.
بیا تېرې زمانې ته لاړ:
ـ په دې ځای کې ډېرو خلکو پلونه ایښي دي، دلته یې شپې سبا کړي، په هغوی کې یو هم ستاسې مجاور احمد زیار و. نن دا دی کالونه وروسته ته راپېښ شوې.
بیا یې دېوالونو ته وکتل، یوه شېبه چرت وزنګاوه، په زړه کې یې حتمي دا خبره ګرځېده چې دې دېوالونو د الفبې غږ اورېدی، دا دېوالونه د الفبې په غږ جوړ شوي او راڼه شوي دي.
له چرته چې وزګار شو، نو را ته یې وویل:
ـ د معلمۍ همدومره توان و چې دا کوټې مې پرې آبادې کړې.
ـ ځکه خو روغې هم پاتې دي.
نرۍ نرۍ خندا یې پر شونډو وبرېښېده:
ـ زمونږ شعار د ذهنونو تنویر و، د کور جوړولو هوس را سره نه و، همدومره کوټه مو غوښته چې را و نه څاڅي او د بل له احتیاجۍ خلاص اوسو.
ـ او اوس؟!
ـ اوس خو څه کوې؟ ټول شوق له پیسې او پاټک سره دی! چې مردارې ګورې، حلالو ته لاس نه وړي، د مردارو عمر هم کم وي او په حلالو د جوړو شویو کورونو ژوند او پکې خوند اوږد وي.
بیا یې د کوټې لاړو ته وکتل:
ـ دا هر یو لاړی د معلمۍ د یوه یوه توري غږ دی.
ـ ددې غږ ژوند له خونده ډک دی.
ـ اوس دې خدای پاک وطن ته خیر پېښوي. داسې ښاماران پې نازل شول چې تورو ټکو وهلي.
یوه شېبه بیا په څه سوچونو کې ورک و، د پټو پیڅکه یې را پورته او ګوتو کې ومروړله:
ـ څه وختونه وو؟ مونږ هرې خوا ته د ښوونځي په جوړولو او پاللو پسې تللو.
ـ او اوس ګوره!
ـ دوی د هغو ښوونځیو په ورانولو ستړي شول، خو لا هم ترې یو څه روغ پاتې دي.
بیا تېر وخت ته لاړ:
ـ زمونږ په زمانه کې هر چا تعلیم ته ډېر پام کاوه! د تعلیم تر څنګ تربیه هم وه، تعلیم او تربیه بیا په عملي ډګر کې له ډرامو زده کېده او دا کار مونږ پخپله زمانه کې ترسره کړ.
ـ دا چېرته؟
ـ په همدې جلال آباد کې!
ـ هغه وخت د شاروالۍ سینما مونږ نیولې وه، هلته به مو په سټېچ ډرامې نېغ په نېغه وړاندې کولې، په یوه ډرامه کې را سره زرین هم و، دی ډېر وړوکی و.
ـ ډرامې د خوند لپاره وې؟
ـ د خوند او ژوند دواړو لپاره، خوند یې دا و چې خلک وخاندي او ژوند یې دا و چې عبرت او پند واخلي.
ـ تاسې د ژوند کیسه په خوند کې وکړه!
ـ همداسې وه.
بیا یې را ته څو پخوانۍ کیسې وکړې، له معارفه پرته په بل څه نه غږېده، د ژوند بلا ډېرې کیسې ورسره وې، دی د ننګرهار یو ژوند فرهنګي تاریخ و چې لږه به یې د خوند کیسه را واخسته، حالاتو به غریو نیولی کړ، زړه یې خوړ، ویل یې:
– که حالات همداسې دوام وکړي، نو دا نسل خو څه چې نورو نسلونه به هم له زده کړې بې برخې شي؟ دا خو به ټول بې تعلیمه لوی شي، انځور صاحب ته یې همدا خبره کوله چې:
– دلته اوس راتګ ته زړه مه ښه کوئ، هلته په بچو تعلیم وکړئ.
د پوهې دا دنګ ځلی، د زمانو بادو باران وهلي هډوکي او په وجود غني انسان عبدالطیف ګردیوال و، د ننګرهار د معارف بنسټګر و، دلته یې د ډېرو خلکو بچي په مکتب کې شامل کړي وو، د ډېرو ښوونکی، روزونکی او پالونکی و.
د شپې تر ناوخته راسره ناست و، زه دده په خبرو نه مړېدم، د ننګرهار فرهنګي تاریخ یې را ته مجسم کړ، دده په خبرو کې د چلمچي غږ دېوال هسک کړ.
د انځور صاحب یو ورور انس نومېده هغه له ده نه کشر و، انس مې په لواړګي کې لیدلی و، د راډیو دوکان یې و، ورځ یې په لوړاګي او شپه یې په ګردي وه.
انس شکور پر ولي کوټې ته راننوت، د تناره پلنې پلنې ډوډۍ چې خوشبويۍ یې د کوټې پر فضا سیوری وغوړاوه او ټوله کوټه یې په خوږې وږمې ښایسته کړه، تر څنګ یې د شوتلو وچ سابه چې دوه وطنۍ هګۍ یې پر سر سپینه او زېړه خوله ایښې وې، له ورایه یې کیفیت ته خوله لمده شوه، د وطني چرګ ادمونه هم په نریو وریجو کې ښخ شوي وو، کوم خوند او اخلاص چې په دې ډوډۍ کې و، ګومان نه کوم که بل چېرته پیدا شي،
په پخلي کې ښایسته خواري شوې وه، خو د شوتلې او هګۍ خوند مې اوس هم په خوله کې دی.
تر خوراک څښاکه وروسته انس لویې لویې، پراخه پراخه پاکې سوچه بړستنې راوړې او د خوب بلنه یې راکړه، د کوټې په دېوالونو او لاړو کې خاموشۍ، سکون او قرار ځالې کړې وې، د کوټې د وړې لرګینې تمبې شرنګېدلی زنځیر هم په خواږه خوب ویده شو، خټینو دېوالونو او لاړو د ځو تېرو زمانو درانه امېلونه په غاړه ګرځول، د پاچا د زمانې رنګونه یې یادول او ژړل، د هغه مهال د چمبو، نغارو او باجه خانې ښکالو یې له مخه ورېده، پر همدې خټینه ځمکه د سندرو پلونه ګرځېدلي، په دې لویو لویو کټونو کې هغو شملو ډډه لګولې چې قام پرې را ټول و، هغو سترګو دا دېوالونه ښکل کړي چې د پوهې ډیوې یې له کسو بلېدې، پر دې ځمکه د الفبې شور او ځوږ ګرځېدلی، دغې خټینې کوټې د هغې زمانې ګردو غبار هم یاداوه چې د بوړبکیو شور یې غولي ته د نفرتونو خځلې راوړې، د شوره ډک زنځیر له ستوني یې شرنګ وتروړه او په سترګو کې یې غڼو ځالې وکړې، دغه زنځیر را ته د تېرې زمانې هغه بې وسي او بې کسي یاده کړه، د کوټې د دیوالونه پرهرونو د نفرتونو سرو لمبو شور یاداوه چې نه یې قرار لاره او نه پالونکی. د بې وسۍ او بې کسۍ له لاسه یې پر ګرېوانه اوښکو لارې جوړې کړې وې. کله چې د سرو لمبو شور مړاوی شو، نو دې کوټې د ژوند ساه واخسته، تروړلي خوبونه یې بېرته سترګو ته راغله، د زنځیر په سترګو کې پراته ګردونه او د غڼو ځالې د ژوند د پلونو ښکالو وڅنډلې، پرهرونه یې د ژوند ګوتو وګنډل. دې خټینې کوټې مې د ستړیا سر پخپل زنګون کېښود او په اللو للو یې باڼه پرې را خواره کړه، ایله مې له هډوکیو ستوماني ووته او دا یې را زده کړه چې رڼا د ترومیو په مزله کې ده. ژوند سکون او خوند په غورځو پرځو کې دی. د زمانو له ازمېښته راوتې کوټې مې د ذهن پر ځمکه نوی ژوند وکاره، د نوی ژوند لمر راوخت او سبا شو، د وچې شوتلې، پر سر یې سپینه او زېړه خوله هګیو، پراټو او د شیدو چایو را ته پښې مضبوطې او ملا وتړله.
انځور صاحب را ته وویل:
– ته راځه چې پلار مې خټې شروع کړي دي، دغلته زموږ د کور مخې ته یو ځای دی، باغچه جوړوي.
د لکونو انسانانو روزونکي د آبادۍ یوم په لاس کې نیولی و او په زهیر ځان یې له سیلیو او توپانونو نه د ډیوې د لمبې امن ته کلا را چاپېروله ، خټګر یې راوستي وو او د ګلونو د رنګونو ساتنې او له غرمو نه د ساړه سیوري د ژغورنې لپاره یې په سپېره میدان کې پسخې وهلې.
دلته د غزڅو ونې هم شنه خوله ولاړې وې، د ژوند روزنکي او ښوونکي ویل:
– دا غز به هم وي، یو څو نور بوټي به هم ورسره کېنوو، باغچه به شي.
دی د بوټو پالنه او روزنه د نوی نسل پالنه او روزنه بولي، د بوټو په سمسورتیا کې د نوي نسل پالنه او روزنه ګوري، ده نسلونه وروزل او وپالل، هغه تاند شول، څه د زمانې سیلیو په مخه کړه او څه چې پاتې شول اوس یې خلک د تڼاکو سیوري ته ناست دي، د ژوند دغه لارښود اوس لیګاه دی بوټي کېنوي او ثمرې ته یې نور رابولي، تر یخ سیوري لاندې به یې دلته خلک ناست وي، دی د تن له وچو او سپورو هډوکو نه د ژوند فصل ته خواړه ورکوي، دده هوډ دا ښيي چې که د انسان په تن کې که یو څاڅکی ساه هم وي، هغه د ژوند فصل له سرو غرمو ساتلی شي. ددغه لوی انسان او پر ژوند میېن شخصیت د تجربو سیوري ته مو ښایسته شېبه دمه وکړه، له کلیوالو سره مو دده ورین تندی ولید، ناسته ولاړه او خبرې یې د انساني تفکر عملي درس دی.
دی د ګردي غوث لمرسوې دښته د بوټو، ونو او ګلونو پر ساړه سیوري بدلوي، په سپېرو او وچو کاڼو کې رنګونه کري. دا وچ خوړ له سپېلنو ډکوي چې وږمې یې د شنه اسمان زړه وتخنوي او پکې د څاڅکو شور پیدا کړي.
ما داسې تصور کاوه چې ټول ګردی غوث به د لوی ولي ګردي بابا د بندونو له برکته سمسور وي، خو د هغه ډډه پر سوې بیدیا لګېدلې وه، اخوا بیا د سین تر غاړې سمسوره وږمه ګرځېده.
انځور صاحب را ته وویل:
– پټي او شنه ځایونه له سړکه لاندې د سین تر غاړې دي.
د ګردي غوث زیارت ته لاړم، هغه د یوې دنګې ګومبدې لاندې خوب وړی و، د زېړي رنځ د درملنې تارونه یې په ګوتو کې پړکېدل، رنځوران به یې شناختو ته پراته وو، لمسیان به یې بندونه په لاس د تورخم جلال آباد پر لاره ولاړ وو او پر مسافرو به یې وېشل. د روغ صحت دعا به یې ور ته کوله. دا ټپه را یاده شوه چې:
د ګردي غوثه را رسېږه
لاس مې په دواړو جالو ایښی سین مې وړینه
دلته به موټر ضرور درېده، هر چا به له میا نه یو بند اخیست، شکرانه به یې ورکوله یا نه، خو د میاګانو په خوله کې ور ته دعا زرغونه وه.
مازیګر مهال مخ په پېښور روان شوو، له دغه ځایه تورخم ته موټر په یوه ساه ورسېده. تورخم کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه، خو همدومره وه چې چا له چا نه پوښتنه نه کوله چې چېرته ځې او پر مخ دې څو سترګې دي!؟ مخلوق و، اخوا دېخوا تلو را تلو، انځور صاحب ته مې وویل:
– که خدای کول نو کرښه په طبیعي بڼه ړنګه بوله، اوس دې د شیطان غوږونه کاڼه وي، دغه ازاد تګ راتګ ښه دی،
د پېښور په کارخانو، کچه ګړۍ، نوې هډه او د کابل په محمود خان پُله کې د پېښور او کابل د موټرو هډې سړي ته خوند ورکوي، خدای پاک دې دا بریدونه او کرښې همداسې په طبعي بڼه ونړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب