تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۹مه) د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، روان کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۴۳۸ زره مټریک ټنه د وریجو حاصلات راټول شوي دي.
یادې ادارې ویلي، چې سږنی مقدار د تېر کال په پرتله ۹.۶ سلنه زیات دی.
د سرچینې د سروې له مخېط کندوز چې ۱۳۰ زره مټریک ټنه وریجو حاصلات لري، تر ټولو مخکې دی.
د معلوماتو له مخې روان کال د غذایي موادو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون په هېواد کې ۷۰۵ زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده، چې له ډلې ۴۳۸ زره مټریک ټنه حاصل يې په کور دننه تر لاسه شوی.
افغانستان د نړۍ یو له کرنیزو هېوادونو شمېرل کېږي، چې ډېری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.
کرنیز پوهان د حاصلاتو زیاتوالي ته خوشبین دي، خو له حاکم نظام نه د کروندګرو د ملاتړ او د دوی تولیداتو ته د ښه بازار غوښتنه کوي.
if talibs closed kuner river water, in gambiry will grows 100 thousand tons more rice,wheat and sugarcans will grow and more jobs for peoples,
thank you