تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۹ مه) د ایران د ګمرکونو د ادارې عمومي رييس فرود عسکري وايي، دغه هیواد د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې، افغانستان ته د ۱.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت غیر نفتي توکي صادر کړي دي.
عسکري وویل چې افغانستان په تېرو اتو میاشتو کې د ایران د ایران لپاره پنځم لوی صادراتي هیواد پاته شوی دی.
د اګست په نیمایي کې د کابل په یوه غونډه کې، د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل چې هېواد یې لیواله دی چې د افغانستان د کانونو صنعت د پراختیا، د لمریزې برېښنا د تولید، او د رېل پټلۍ نښلولو د پراختیا لپاره ایراني پانګوال جلب کړي.
د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ایراني پلاوي هم وړاندیز وکړ چې له افغانستان سره یو ګډ ځانګړی صنعتي زون جوړ کړي.
ملا برادر یادونه وکړه چې افغانستان د پانګونې لپاره پر یو ښه ځای بدل شوی او اړوند وزارتونه او ادارې به له پانګوالو سره نژدې همکاري وکړي.
د ایران د اقتصادي او سوداګریزو فعالانو پلاوي د طالبانو د سوداګرۍ وزیر حاجي نورالدین عزیزي سره هم یوه جلا غونډه وکړه او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ یې د ګډ اقتصادي او کان کیندنې زون د جوړولو غوښتنه وکړه.
د اګست په پیل کې، په افغانستان کې د ایران سوداګري اتشه وویل چې د افغانستان په بازارونو کې د ایران د حضور د ښه کولو لپاره، د دواړو هېوادونو سوداګري باید د همکارۍ نوې بڼې غوره کړي.
حسین روستایي وویل: “افغانستان د خپل بازار تر ۸۰ سلنې زیاتې اړتیاوې د وارداتو له لارې پوره کوي، چې له دې څخه ۲۵ سلنه واردات له ایران څخه کیږي.”
هغه زیاته کړه چې ایران د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو (د مارچ ۲۰ څخه د جولای ۲۱ پورې) کې افغانستان ته له ۷۲۴ میلیونه ډالرو څخه زیات توکي صادر کړي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښیي.
هغه وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د مرکزي حکومت پیاوړتیا، له دغه هېواد سره د سوداګرۍ شرایط ښه کړي دي.
روستایي ټینګار وکړ چې د افغانستان د کانونو استخراج لومړیتوب دی، نو د ایران دودیزې اقتصادي اړیکې باید د همکارۍ نوو بڼو ته داخلې شي.
د هغه په وینا، په کانونو کې پانګونه، تخنیکي او انجینري خدمتونه، د کرنې میکانیزه کول، ځیرک کرنیز سیستمونه، د ترانسپورټي زیربناوو جوړول، او نوي کیدونکي انرژۍ د همکارۍ لپاره نوي ډګرونه دي چې باید پام ورته وشي.
ایران د متحده عربي اماراتو، افغانستان، ارمنستان، اذربایجان، بحرین، عراق، کویت، قزاقستان، عمان، پاکستان، قطر، روسیې، ترکیې، ترکمنستان، او سعودي عربستان په شمول له ۱۵ هېوادونو سره د مځکې یا اوبو شریکې پولې لري.