پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+د یوې ادبي دورې د ایجاد عوامل| فهیم بهیر

د یوې ادبي دورې د ایجاد عوامل| فهیم بهیر

د ادبپوهانو په اند د یوې ادبي دورې په ایجاد کې ټولنیز بدلونونه ستر رول لوبوی. سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزې د یوې ټولنې پر ادبیاتو ژورې اغېزې لرې. د همدې اغېزو په اساس ډیری مهال د ادب په شکل او منځپانګه کې لوی بدلونونه رامنځته کېږي یانې د دورې داخلي عوامل هم بدلېږي. ادب د ټولنې پیدا ورا دی او د ټولنیزو پېښو اغېزې پر ادب هم سیوری غورځوي او کله یې لوړتیا او کله یې تنزل حالات ته رسوي. 

د پښتو ادب دویمه دوره کې هم پورتني عواملو(سیاسي، اقتصادي او فرهنګي) خپل رول لوبولی دی. په سیاسي لحاظ  مغلو د لسمې هجري پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې هند ونېوه او د ننني افغانستان سیمې هم تر ولکې لاندې وي. په دې دوران کې د پښتنو په  خاوره کې جګړې، وژنې او د واک پر سر بېلابیلې پېښې رامنځته شوې دي. په همدې اساس د پښتنو په سیمه کې د دغه واکمن نظام یا امپراتورۍ پر وړاندې ځینو نومیالیو(بایزید روښان او خوشحال خان) هڅه کړې ده، تر څو یوه سیاسي او ملي مبارزه پیل کړې.  د دوی همدې هڅو او عملي ګامونو رنګ د دوی په اثارو کې منعکس شوی دي او د پښتو ژبې پر ادب یې هم اغېزه وکړه. دوی په شعوري لحاظ هڅه کړې ده، چې د پښتنو د ازادۍ له پاره عملي مبارزه پیل کړي ، ولسونه راویښ او یو موټی کړي. په همدې اساس ډیری مهال د دغه نومیالیو(بایزید او خوشحال) د مبارزو او جګړو انځور د دوی په اثارو کې وړاندی شوی دی. د دوي دې فکرۍ بهیر پیروان رامنځته کړل. په پښتو ژبه یې اثار ولیکل او د اثارو په مضمون کې یې د مبارزي موخې او اغېزې هم را ونغاړل شوې.

 هغه مهال یانې په  شپاړسمه پېړۍ کې زموږ د هېواد په درې برخو کې  لوی دولتونه و و او زموږ هېواد له پاره ستر ګواښ وو او ډیری مهال یې له ګڼو زیانونو سره مخ کړی دی. په دې اړه استاد پوهنوال شاولي خان لیکي: « … لوی فیو ډالان او تجزیه غوښتونکي له هرې خوا راپورته او له یو بل سره لاس و ګریوان شول. په ۱۵۰۰ م کې په ماورا النهر کې شیباني دولت، په ۱۵۰۲ م کې په ایران کې صفوي دولت او په ۱۵۲۶ م کال د هندوستان بابري دولت رامنخته شول. دغو نویو دولتونو په ترتیب سره د شمال، لویدیځ او ختیځ څخه افغانستان ته د تېري لاسونه را وغځول او په بیړې سره یې خپل پراختیا غوښتونکي سیاستونه پلي کول. د ارواښاد پوهاند تږي د وینا له مخې هېواد یې د قربانۍ د غوښې په څېر په دریو شمالي، غربي او شرقي برخو تجزیه او وویشه. د پردیو دغه تسلط له ۱۵۰۶ م وروسته ان ۱۷۱۶ او ۱۷۱۸ میلادي پورې دوام درلوده»«شاولي خان، ۱۳۸۹: ۶». 

د تاریخ په اوږدو کې ځینو امپراتوریو او ټولواکانو هغه سیمې خپل هدف ګرځولې، چې یایې د خپلې امپراتوریو له پاره ګواښ ګڼلی  او یاېې اقتصادي ګټې ور سره تړلې وې. هغه مهال چې زموږد هېواد سیمې او هند د مغلو تر ولکې لاندې و؛ نو له ګڼو سیمو څخه به یې مالیات اخیستل، ځینې سیمه ایز مشران هم له دوی سره د خپلو منصبونو په اساس ملګري وو. د ادب څېړونکو په اند ځینې داسې قومونه هم په غرنیو سیمو کې اوسېدل، چې مغلو ته یې باج نه ورکاوه او ځینو به له مغلو څخه باج اخیسته.

په اقتصادي لحاظ په عمومي توګه د ولس وضعیت دومره  ښه نه وو، بلکې ځینو مشرانو د دربار او له  مغلو سره د منصبونو په اساس ښې اړیکې درلودې. هغه مهال چې بابر له کابل نه حرکت کوه؛ نو ځینې پښتانه یې هم په خپل لښکر کې شامل کړل او ځینو ته یې منصبونه ورکړل. په همدې اساس د مغلو واکمنۍ رېښې لا پسې وغزځېدې. د دې تر څنګ یو شمېر پانګوالو هڅه کوله، چې له بېلابیلو سیمو څخه مالیات د ځان اوامپراتورۍ په ګټه ټول کړي. په خوشحال پېژندنه کې لیکل شوي دي: « له سیاسي پلوه دغه ډول شاته تګ، تر اتلسمې پېړۍ او له فرهنګي او اقتصادي پلوه تر شلمې پېړۍ پورې په څرګند ډول محسوس و په پایله کې د هېواد ټولنیزه وده د نړۍ د نورو ژوندیو هېوادونو په پرتله وروسته، پڅه او څپڅپانده پاتې شوه« شاولي خان،۱۳۸۹: ۷ ».

په فرهنګي لحاظ وینو چې هغه مهال د پښتو ژبې په ګاونډیو سیمو فارس، بخارا او هند کې د تصوف مرکزونه و. دا لړۍ ښه توده پالل کېده او په عربي او پارسي ژبه کې هم سجعې ځای نېولی و. په همدې اساس دې سیوري هم د پښتنو په ټولنه اغېزه وکړه. بایزید انصاري تصوف ته لاس وغځوه او همدا ډول یې خپل اثار په مسجع نثر ولیکل؛ مګر  خوشحال خان خپل  اثار په ساده نثر ولیکل خو د نوموړي  او بایزید ګډ ټکې د مغلو پر وړاندې مبارزه وه، چې د دوی پیروانو هم دا لړۍ پاللې ده.

د پښتو ژبې ګڼو لیکوالو دا مهال عربي او پارسي ژبې باندې علوم ولوستل او پر دواړو ژبو یې لیکل کول چې په همدې اساس د لومړي پړاو د اکثرو لیکوالو لیکنې د عربي او پارسې د اغېزې په اساس په مسجع نثر کړې دي. 

نو د پایلې په توګه ویلای شو، چې د یوې ادبي دورې په ایجاد کې پورتني عوامل مهم دي او د ادبیاتو لید لوری بدلولی شي.کله چې ادب په موضوعي او  شکلیز لحاظ بدلون کوي او د پخوانۍ دورې مهمې ځانګړنې پرېږدي نو یوه دوره رامنځته کېږي.

دویمه ادبي دوره کې جلا مکتبونه(روښاني تصوفي مکتب، خوشحال ادبي مکتب، رحمان بابا ادبي مکتب او حمید مومند نازکخیالۍ مکتب) رامنځته شوې دي، چې هر ادبي مکتب خپلې جلا ځانګړنې لري، خو په مجموع کې د دویمې ادبي دورې په غېږه کې پیدا را لوی او د پوختیا مرحلې ته رسیدلي دي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب