رحمت ځواکمن
د نولسمې پیړۍ په پای او د شلمې پیړۍ په پیل کې د ډیورند د تپل شوی کرښې په اوږدو کې پرته قبایلي سیمه د برتانوي هند او روسیې د امپراتوریو د لویې لوبې سیمه وه.
انګریزانو د روسانو له ویرې چې منځنۍ آسیا او بیا افغانستان ته رانېږدې نه شي او په برتانوي هند کې یې له ګواښ سره مخ نه کړي، دوه ځله (په ۱۸۳۹- ۱۸۴۲ او ۱۸۷۸- ۱۸۷۹ کې) پر افغانستان بریدونه وکړل، خو له ماتې سره مخ شول. د اوسنۍ فرضي کرښې دواړو خواوو ته میشت پښتانه قومونه ورته په یوه نه ماتېدونکي خنډ او سرخوږي بدل شول. انګریزان پوه شول چې دلته ورته جګړه سخته او له تاوانونو او زیانونو سره مل ده. نو کله چې په ۱۸۹۳ کې انګریزان د امیر عبد الرحمن خان د پاچاهي پر مهال، د افغانستان پر بهرني سیاست یو څه برلاسي شول، امیر عبد الرحمن خان یې د ډیورند د مصنوعي کرښې منلو ته اړ کړ. په دې وسیله دلته پروت ولس په دوو برخو وویشل شو. د ډیورند له کرښې اخوا د افغانستان خاوره د برتانوي هند لاس ته ورغله. له دی دمخه د ګندمک د تپل شوي او ننګینې موافقې پر اساس هم د افغانستان له خاورې په جنوب لویدیځ کې ځنې خورا ستراتیژېکې او مهمې سیمي بیلې شوی وی. د افغانستان له خاورې د دې سیمو جلا کولو، د نورو ګڼو زیانونو ترڅنګ افغانستان د سمندر له غاړی هم لیرې او په وچه کې بند کړ. په وچه کې هم دې بندوالي او له سمندري اسانتیاوو لیرې والې افغانستان په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې له سختو زیانونو او محدودیتونو سره مخ کړ.
د ډیورند له کرښې اخوا پښتنو او بلوڅو افغانانو، هیڅکله هم په خپله خوښه د انګریزانو او بیا راوروسته د مصنوعي پاکستان تسلط او واکمني ونه منله او په پرله پسې توګه یې د خپلو حقوقو او ازادیو د ترلاسه کولو لپاره سړې او تودې مبارزې ته دوام ورکړ.
افغان دولتونو هم هیڅکله د ډیورند کرښه په رسمیت ونه پیژندله او دا کرښه یې دلته د پراته ولس پر ملا د ښکیلاک تور ځنځیر او نا مشروع کرښه بللی ده. په رسمیت پیژندل یا نه پیژندل یې د امیرانو کار نه، بلکې د کرښې دواړو خواوو ته د پراته ملت د حق او ارادې سره تړلې دی.
د فرضي کرښې اخوا افغان ولس د مخالفتونو او نارضایتیو له امله د اشغال شوی خاورې یوه برخه بیا هم د انګریزانو تر بشپړ کنترول لاندی نه وه. کورنۍ خپلواکي یې لرله او د سیمه ییزو خانانو او مشرانو په وسیله اداره کیدله. د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د همدې سیمو قومونو او قبایلو تل د بهرنۍ لاسوهنې مخنیوې کاوه او نه یې غوښتل چې خپله ازادي له لاسه ورکړي. له خپل پلرني هیواد افغانستان سره یې ښې اړیکې لرلې، کابل ته یې آزاد تګ او راتګ کاوه.
کله چې په ۱۹۴۷ کې دهند او افغانستان پر خاوره له برتانوي خیټې پاکستان وزیږول شو، نو پاکستان هم کوښښ وکړ چې دا سیمه په پوره توگه تر کنترول لاندې راولي خو وسه یې ونه رسیده. دا نیمه خپلواکه قبایلي سیمه، چې د FATA (Federally Adminstrated Tribal
دا قبایلي ۷ سیمې یا ایحنسۍ، له شماله تر جنوبه د ، باجوړ، مومند، خیبر، اروکزي، کرمه، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په نومونو یادیږی.
د پاکستان له جوړېدو دمخه کله چې په ۱۹۱۹ کې افغانانو د غازي آمان الله خان په مشرۍ له انګریزانو د بشپړې خپلواکۍ ترلاسه کولو ته ملا وتړله، نو د ننګرهار، کندهار او پکتیا په جبهو کې له انګریزانو سره دریمه جګړه پیل شوه. د پکتیا د جبهې قوماندان محمد نادرشاه د ډیورند له کرښې اخوا تر ټل او واڼې پورې د سیمي د غیرتي قومونو په مرسته مخ ته ولاړ او د انګریزانو شړلو او ځپلو ته یې دوام ورکړ. انګریزان پوه شول چې له سختې ماتې سره مخ کیږي نو د سولې او اوربند لاره یې غوره کړه، خو دریغا چې د استقلال دا جګړه بیا هم د ټول او لوی افغانستان د خپلواکۍ وسیله نه شوه.
له انګریزانو سره د افغانانو خپلواکۍ غوښتونکو جګړو او مبارزو نور مستعمره ملتونه هم راویښ کړل. د افغانستان او هند پر خاوره د انګریزانو له خوا د پاکستان په نوم د یوه نا طبیعي او مصنوعي دولت جوړول ، په نړۍ کې د انګریزانو د اوږد مهالو شیطاني ستراتیژیو او پلانونو یوه برخه وه.
په ۱۹۷۹ کې پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په ترڅ کې د فاتا FATA قبایلي سیمه نوره هم له ژور سیاسي او بشري بدلون سره مخ شوه. په ملیونونو افغانان د جګړې له ویرې د ډیورند له کرښې واوښتل او هلته د کډوالو په پنډغالو کې استوګن شول. د شوروي لښکرو پر ضد د افغانانو خپلواکۍ غوښتونکې جګړی ته لویدیځ د سعودي عربستان په ملاتړ او د پاکستان په شیطاني دسیسو بل رنګ ورکړ. د ملي مبارزې او جهاد اوږود مهالې هیوادنۍ موخي له پامه وغورځول شوی، ډیر ملي مبارز او وطنپال شخصیتونه دننه په پاکستان کې ترور او ووژل شول. جهاد د اسلامي ایدیالوژۍ تر شعارونو لاندې په بشپړه توګه د کفر او اسلام بڼه غوره کړه. د افغانستان د پلونو، سرکونو، ښوونځيو او نورو عامه ودانیو او شتمنیو لوټول او ویجاړول روا وګڼل شول. لویدیځ تر پایه د شوروي د ماتولو او په افغانستان کې د اوږد مهاله ښکیلولو هڅه کوله او د هر ډول سوله ییزې لارې مخه ډپ کیدله. افغان ولس د خپلې خاورې د خپلواکۍ او د خپلو ملي او سلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره سختې قربانۍ ورکړې، خو دریغا چې د دې سپيڅلي جهاد له ګټو پاکستان ایران او نورو مغرضو هیوادونو ناوړه ګټه ترلاسه کړه. افغانستان یې د خپلو شیطاني لاسوهنو ښکار کړ او کمزوری یې کړ. د شورویانو پر ضد د جهاد د سنګر د تودولو لپاره د لویدیځ په پیسو او وسلو او د اسلامي نړۍ د مذهبي تندلارو تګلارو او ایدیالوژیو پر بنسټ، په همدې قبایلي سیمو کې په زرګونو مدرسې او د جنګیالیو د روزنې مرکزونه رامنځ ته شول. پاکستاني استخباراتو د سعودي عربستان او لویدیځي نړۍ د استخباراتو سره په همغږۍ له ټولې نړۍ شوروي ضد جنکیالي او مذهبي تندلاري راوبلل او په همدې سیمه کې یې میشت کړل.
دا سیمه چې له پخوا تر ټولو بیوزله ساتل شوی سیمه وه، نوره هم د باروتو او وسلو د وړلو او راوړلو او نورو پوځي موخو ښکار او له هر ډول رغنیزو چارو شاته پاته شوه.
دسیمي اصلي کلتوري ارزښتونه او دودونه د کډوالو او ځنو بهرنیو جنګیالیو د افکارو تر اغیزې لاندی راغلل، مشران او ملکان یې په لوی لاس د مرګ او ځورونې سره مخ شول. ویل کیږي چې هلته په هماغه قبایلي سیمه کې له ۶۰۰ زیات سیمه ییز مشران وژل شوی دي. د دودیزو سیمه ییزو مشرانو او با نفوذه ولسي شخصيتونو دا ترور او وژنه د پولې دواړو خواوو ته رامنځ ته شوی ده. د شوروي له ماتې وروسته کله چې امریکا او ټلواله یې خپلو موخو ته ورسیده، نو نور یې خپلو دوستانو جهادي جنګیالیو ته شا کړه او افغانستان یې هم وران ویجاړ پریښود. افغانستان د ځنو ګاونډیانو او دسیمې د هیوادونو بشپړې لاسوهنې ته ناتوانه او ستومانه پاته شو. کابل او ځنې نور ښارونه هم کوڅه په کوڅه، په پاکستان او ایران کې د جوړوشویو تنظیمونو له خپلمنځي جګړو سره مخ شول. د افغانستان په زرګونو ځمکني او هوایې وسایل وران ویجاړ او دکباړ په ډول پاکستان ته یوړل شول. افغان ملي هویت، شتمني او تاریخي ویاړنې زیانمنې شوی.
د دی ترڅنګ د کرښې اخوا د فاتا په قبایلي سیمه کې ستر ناورین هم هغه وخت رامنځ ته شو چې، کله د سپتمبر د یوولسمې له پیښې وروسته د امریکې متحده ایالاتو او ملګرو یې پر افغانستان برید وکړ. پاکستاني پوځ د بن لادن او د هغه د لټون په بهانه د امریکایانو په ملګرتیا، دی سیمو ته ګڼ شمیر پوځونه واستول. زیاتره سیمي په ځانکړي توګه وزیرستان یې په کنډواله بدل کړ. د دی تر څنګ یې د امریکې په مالي ملاتړ د کرښې په اوږدو کې اغزن سیم وغزاوه. په ډیرو برخو کې یې په دی پلمه چې سیمه نا امنه ده پوځي هډې جوړی کړې او له تپل شوی ډیورن فرضي کرښې هم د افغانستان خاورې ته مخ ته راغلل. پاکستان په دی هم بسنه ونکړه ، د شل کلن جمهوریت په مهال یې د امریکې او ناتو د ځواکونو په شتون کې، په وار وار د کرښې دیخوا سیمو کنړ، ننګرهار او خوست باندی توغندي وورول، بیګناه ولسي وګړي یې ووژل او ورته یې سخت زیانونه واړول. له خپلو سیمو یې استوګن ځایې خلک کډې کولو او کوچولو ته اړ کړل. دادی په دی وروستیو کې یې له فرضی کرښې دیخوا، څو ځله هوایې بریدونه هم وکړل او ډیر بی ګناه ملکي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړل. د پاکستان دا ظالمانه او وحشیانه کړنې او له ۵۰ کلونو رادیخوا د افغان وژنې او افغانستان ورانونې دسیسي د تاریخ پاڼو ثبت کړی دي. افغانان به د پاکستاني واکمنو دا عمل چې، له خوږې ګوتې د نیولو او پر شا په خنجر وهلو لاره یې غوره کړی ده، هیڅکله هم هیر نه کړي. یو وخت نه یو وخت به يې پوځي جنرالان د دی جنایتونو ځواب ویلو ته اړ کیږي.
پاکستان د فاتا د سیمي د کورنۍ خپلواکۍ او حقوقو د سلبولو او په افغانستان کې یې د خپلو ناروا ګټو د ترلاسه کولو لپاره د شوروي او امریکې له جګړو ډیره ناوړه ګټه ترلاسه کړه.
اوس Fata فاتا نه یوازی دا چې خپل پخوانی سیاسي نیمه خپلواک حالت نه لري، د پخوا په څېر له هر ډول پراختیایې اقتصادي – ټولنیزو خدماتو محرومه ده او په لوی لاس د بیلابیلو ناامنیو او جګړو سره مخ کیږي. د دی سیمي ډیر زیات شمیر بی ګناه ځوانان د پاکستاني پوځ په زندانونو کې دي، وژل شوی دي، ورک شوی دي او دهغو سیمو په زرګونو بی وزلي کورنۍ د خپلو بچیانو د لټون پسې لالهاندې او غمجنې دي. د پښتنو او پلوڅو له سیمو سره د مور او مېرې دا سلوک، حق نه ورکول، ربړول او ځورول یې هلته د ډیرو مخالفو ډلو او سازمانونو د رامنځ ته کیدلو سبب شوی دي.
د پاکستان د پوځ او په دی سیمه کې د پاکستاني پوځ ځای په ځای کیدلو افغانستان ته هم یو دایمي ګواښ او ستونزی رامنځ ته کړی دي. په حقیقت کې د فاټا سیمه د افغانستان او انګریزي استعمار له خوا د پښتنو او بلوڅو د اشغال شوی خاورې ترمنځ یوه حایله یا ناپییلې سیمه وه او د تیرو ټولو موافقو پربنسټ باید دلته پاکستاني پوځي تاسیسات شتون ونه لري. د دې سیمي امنیت باید د پخوا په څېر پخپله ځایې استوګن ټینګ کړي. پاکستان نه یوازی د دی سیمي ناپییلتوب او امنیت له منځه یوړ له همدې سیمي د افغانستان د بی ثباتۍ او نا امنۍ لپاره هم کار اخلي. اوس یې د قبایلي وګړو ازاد تګ راتګ او سوداګریزه راکړه ورکړه هم له ستونزو سره مخ کړی ده. د کرښې دواړه غاړې پراته ولسونه یې د تیرو ټولو موافقو خلاف د پاسپورت او ویزې اخیستلو ته اړ کړی دي.
که د پاکستان فدرالي اداره د پښتنو او بلوڅو حقوق ورنکړي، هلته پراختیایې پروژې پیل نه شي، په خپلو ژبو یې کوچنیانو ته د زده کړو زمینه برابره نه شي، په پاکستان کې متوازن خدمتونه او پراختیایې کارونه ترسره نه شي، پنجاب له خپلې برلاسۍ، بی عدالتۍ او ظلم لاس وانخلي، د پخوا په څېر د کرښې دواړه غاړی ولسونو ته د سوداګرۍ او ازاد تګ راتګ زمینه برابره نه شي، د قومونو او قبایلو د خپلمنځي دودیزو اړیکو مخنیوی وشي، نو په دی سیمه کې به ستونزي او نا امنۍ نورې هم زیاتې شي. په پای کې به د پاکستان له فدارالي حکومته چې د پنجاب پوځیان یې واکمنان دي ، د پښتنو او بلوڅو نارضایتي نوره هم زیاته شي او د دی ناسمو، ناروا او ظالمانه کړنو ټغر به د پښتنو او بلوڅو له سیمو ټول شي.
د دې لپاره چې د ډیورند کرښې ته څېرمه سیمې په امن شي نور یې ځوانان په بیلابیلو پلمو د پوځ او پاکستاني استخباراتو په منګولو کې ونه مروړل شي، نو په کار ده چې دسیمي وګړي هلته یووالي ته کار وکړي. د تش په نامه ایډیالوژیکو، مذهبي او فرقه یې خپل منځي دښمنیو پرځای یووالي او اتحاد ته کار وشي.
ټې ټې پي، پې ټي ایم او نور تحریکونه باید د افغانستان له ایډیالوژیکو دښمنیو زده کړه وکړي. په سیمه کې د امنیت، سولې، د خپلې ولسي ښیرازۍ او حقوقو د ترلاسه کولو پرلویو وطني موخو سره یو ځای شي. د خپلو مدني پرله پسې مبارزو په ترڅ کې پوځي هډې له خپلو سیمو وباسي. امنیت د پخوا په څېر پخپله ټینګ کړي. په مورنۍ ژبو عصري زده کړو ته مخه کړي، پوهه ترلاسه کړي او د خپل منځي دښمنیو او نفاق مخه ونیسي. په دی کار سره به د پښتونخوا او بلوچستان آیالتونه د پنجاب له ظلم او ناروا وژغورل شي او د ډیورند د کرښې دواړه غاړې به د ثبات، سولې او پرمختیا سره مخ شي.
۲۸- ۱۲- ۲۰۲۴