Homeخبرونهد افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه باران وځنډوله

د افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه باران وځنډوله

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۹ مه) د افغانستان او زیمبابوې ټیسټلوبه نن په څلورمه ورځ د باران د اوریدو له کبله ځنډېدلې ده.

د لوبې له ساحې څخه ورکړل شوي راپورونه ښيي چې باران شدید دی او باور نه کیږي چې نن دې لوبه وشي.

د اي ایس پي این غړي او د افغانستان او زیمبابوې د ټیستلوبې څارونکي دیوندر کومار پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې حاضردمه په یولاوایو کې (د لوبې ښار) باران ډېر تیز دی او هیڅ داسي څرک نه لګېږي چې ورته هیله وشي چې باران به ودریږي او لوبه به بیا پیل شي.

ده همداراز لیکلي چې د هواپېژڼدنې ادارې اټکل کړی چې سبا ماسپښین به هم تېز یاران واوري.

تر باران مخکې د افغانستان لوبډلې په داسي حال کې چې ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو، ۵۱۵ منډې کړي او لا هم تر زیمبابوې ۷۱ منډې شا ته دی.

نن د څلورمې ورځې په پیل کې رحمت شاه وسوځېد. نوموړي په تېرو دوو ورځو کې ۲۳۴ منډې وکړې چې دا په یوه ټیستلوپه کې د یوه افغان لوبغاړي تر ټولو ډېرې منډې دي.

همداراز کیپتان حشمت الله شهیدي ۱۷۹ منډي کړي او لا هم نه دی سوځېدلی.

له ده سره افسر ځاځی لوبیږي چې تر دې دمه یې ۴۶ منډې کړي دي.

سبا به د دې ټیستلوبې وروستۍ ورځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...