چهارشنبه, جنوري 1, 2025
Homeخبرونهپوتین د منع شویو ډلو له لیسته د طالبانو د ایستلو لار...

پوتین د منع شویو ډلو له لیسته د طالبانو د ایستلو لار هواره کړه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدي ۹ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړ چې د روسیې قضايي او حقوقي بنسټونو ته اجازه ورکوي چې طالبان د روسیې د منع شوو ادارو له لیست څخه وباسي.

د انترفاکس خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د نړیوالو چارو د کمیټې مشر او د روسیې د لیبرال ډیموکراټ ګوند مشر لیونید سلوټسکي مخکې ویلي و چې دا قانون د دې لپاره معرفي شوی چې د روسیې او د طالبانو د حکومت ترمنځ د همکارۍ لپاره قانوني چوکاټ برابر کړي.

روسیې له طالبانو سره په تدریجي ډول اړیکې پراخې کړي دي.

د روسیې دوما د دسمبر په ۱۰مه نیټه د دې قانون مسوده تصویب کړه.

دا مسوده د نوومبر په ۲۵مه د روسیې د دوما څو غړو یوازې یوه ورځ وروسته له هغې چې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو کابل ته سفر وکړ، وړاندې کړه.

دا قانون لاره هواروي چې د طالبانو منع شوی نوم د روسیې د ادارو له لیست څخه لرې شي.

د روسیې په تور یا تروریستي لیست کې د طالبانو نوم د روسیې او طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو د پراخېدو لوی خنډ ګڼل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب