چهارشنبه, جنوري 1, 2025
Homeخبرونهروسیې له افغانستان او پاکستان څخه د زغم غوښتنه وکړه

روسیې له افغانستان او پاکستان څخه د زغم غوښتنه وکړه

تاند (یکشنبه، د مرغومي / جدي ۹ مه) د روسیې د باندنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه لري، دواړه لوري هڅوي چې له زغم څخه کار واخلي او په رغنده خبرو کې برخه واخلي.

 د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل: “مسکو د پاکستان-افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه، چې نه یوازې هلته نظامیان، بلکې ملکي وګړي هم په ډزو وژل کېږي، اندېښنه لری. موږ له ټولو ښکېلو خواوو څخه غواړو چې زغم وښيي او په رغنده خبرو کې برخه واخلي ترڅو ټول اختلافات په سوله ییز ډول حل شي.”

پاکستان د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالي بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۵۱ تنه ووژل شول.

پاکستان وژل شوي کسان د ټي ټي پي غړي وبلل خو طالبانو وویل چې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي وګړي وژل شوي دي.

وروسته په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي هم تایید کړه چې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۲۰ ماشومانو په شمول ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوه ورځ وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د پاکستان په خاوره کې یې پر یو شمېر هدفونو غچ اخیستونکي بریدونه کړي دي.

1 COMMENT

  1. روسيه که زموږ ډېره خواخوږې وي، نو پر طالبانو دې دا ومني چې د نجونو ښوونځي خلاص او عصري زده کړو ته اجازه ورکړي. طالبان دې دېته وهڅوي چې يو ملي مشروع حکومت ته لار پرانيزي. طالبانو خو پرون مؤسسو ته ويلي که ښځې مو وګومارلې، نو فعاليتونه مو بندوو.
    له بل لورې بيا له پنجابي سره نمايشي جګړې کوي. که طالبان رښتينی غچ غواړي، نو بندېزونه دې لرې کړي او په ارګ کې او په عينو مينه کې دا پټ او خاموش جنيات دې راښکاره کړي چې دې ولس سره ځان بلد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب