لیکوال: پوهنمل میوند بختیار
د هرات پوهنتون استاد
لنډیز
د ځينو مشخصو اصولو او قوانينو په رڼا کې د يوې ژبې د ږغونو ليکل شوې، تصويري او سېمبوليکې بڼې ته ليکدود وايي. پښتو ژبه چې په افغانستان کې ملي و رسمي ژبه ده، بايد معياري ليکدود ولري. تقريباً هر کله د معياري ليکدود بنسټ پر معياري ژبه يا معياري لهجه باندې ولاړ وي، پښتو ژبه تر اوسه پورې کومه معياري لهجه نه لري، چې پر بنسټ يې د معياري ليکدود څښتنه شي. د ليکدودونو تعدد، د وخت د دولتونو پښتو ته نه پاملرنه، په پښتو ژبه کې د زياتو لهجو شتهوالی او داسې نورې ستونزې د دې باعث شوي دي، چې موږ تر اوسه پورې د يوه معياري ليکدود څښتنان نه يو. اوسمهال پښتو ژبه د درېيو ليکدودونو په واسطه کښل کېږي، د کار د اسانتيا لپاره مو دا درې ليکدودونه د ځانګړې جغرافيې په نامه ونومول، چې يوه ته يې کابلی، بل ته کندهاری او بل ته يې پېښوری ليکدود وايو. د ليکدود په برخه کې دا او دې ته ورته څېړنې اړينې دي، نو که د ليکدود په اړه بحثونه وشي، مقالې پرې وکښل شي، د معياري ليکدود اړتيا جوته شي، د معياري ليکدود د منځته راتګ او تعميم په لار کې خنډونه مشخص شي، ستونزو ته حللارې پيدا شي او د اوسنيو پښتو ليکدودونو پر يووالي ليکنې وشي؛ نو ليرې نه ده، چې پښتو دې د يوه معياري او ټولمنلي ليکدود څښتنه شي. د معياري ليکدود د ايجاد او تعميم په لاره کې پرتې ستونزې پېژندل او حللارې ورته را ايستل د دې څېړنې موخې دي. د دې څېړنې ډول کتابتوني دی او موضوع مو د تشريحي ميتود په مرسته شنلې ده.
کليدي وييونه: املاء، رسم الخط، معیاري لیکدود، معياري ژبه.
سریزه
د یوه ژوندي ولس یوه ممیزه ژوندۍ ژبه لرل دي، ژوندۍ ژبه بايد معياري لهجه او معیاري لیکدود ولري، تر څو د هماغه ژبې ویونکي خپل افکار، تجربې، خیالات، قوانین او علوم و فنون په خپله ژبه او معیاري لیکدود بل کس ته بیان او راتلونکيو نسلونو ته په میراث پرېږدي. هره ژوندۍ ژبه لهجې لري او هم معیاري لیکدود، چې ډېری وخت د معياري لهجې پر بنسټ جوړ شوی وي، خو د پښتو ژبې کيسه څه بل ډول ده، پښتو ژبه تر اوسه کومه معياري لهجه نه لري، چې پر بنسټ يې معياري ليکدود ورغول شي؛ نو پښتو بايد داسې لیکدود، چې د پښتو ژبې تقریباً د هرې لهجې ویونکی خپله لهجه وڅېره پکې وویني، ولري او بايد د ځانګړي لهجوي ګروپ پر فونولوژي بناء نه وي. د معیاري لهجې منځته راتګ او د منځته راتګ عوامل یې بېل بحث دی، چې پر معیاري لیکدود هم اثر پرېباسي خو موږ دلته يوازې د پښتو لیکدود خبره کوو. په دې مقاله کې به د اوسني مروج لیکدود پر وړاندې د نورو پښتو لیکدودونو جاج واخلو، په څنګ څنګ کې به د معیاري لیکدود د ايجاد او تعميم مخ ته پر پرتو ستونزو هم وږغېږو، د لیکدود د توحید پر پروسه به هم بحث وکړو او خپلې مشورې، اندېښنې، حللارې او وړاندیزونه به هم د دې کرښو له لوستونکيو سره شریک کړو.
د یوې ژوندۍ ژبې لپاره د یوه ټولمنلي معیاري لیکدود لرل اړین شرط دی، تر څو د هماغې ژبې لیکوال و رسنوال خپل آثار تر لوستونکیو پورې په ښه ډول ورسوي او لوستونکي یې په لوستلو او پرې پوهېدلو کې کومه ستونزه محسوسه نه کړي. همدا راز کوم څوک چې یوه دویمه ژبه زده کوي؛ نو که د هماغې ژبې لیکدود معیاري وي، په نوموړې ژبه کې به د کښل شويو آثارو په لوستلو کې د ژبې زدهکوونکي له ستونزو سره مخ نه وي. که يوه ژبه يو نه، څو ليکدودونه ولري، نو دا چاره د ژبې پر پرمختګ باندې منفي اغېز اچوي، څوک يې زدهکړې ته زړۀ نه ښه کوي او بل کس ته يې د ليک ورزده کول سخت وي. په اوسمهال کې د پښتو ژبې لیکوال خپلې لیکنې په درېیو لیکدودونو، کندهاري لیکدود، پېښوري لیکدود او کابلي لیکدود، کې کوي او د پښتو ژبې کتبي پانګه د همدغو درېیو لیکدودونو په واسطه خوندي شوې او را خوندي کېږي.
د پښتو ژبې ښوونکي او استادان تل له دې ستونزې سره مخ وي، چې خپل زدهکوونکي او محصلان څنګه قانع کړي، چې دا یو لیکدود معیاري او دا نور دوه یا څو غیر معیاري دي، زدهکوونکي او محصلان ممکن دلیل راوړي، چې د پلانکي استاد لیکنې نو په غیر معیاري لیکدود شوي دي؟
د پښتو اوسنی څه ناڅه مروج ليکدود (کابلی ليکدود) هم يو لړ ستونزې لري، د هر ږغ د ترسيم لپاره ګرافيم نه لري، مثلًا پښتو ژبه درې ( واوونه) لري، خو د دغو درېيو ږغونو (فونيمونو) د ښوولو لپاره يوازې يو ګرافيم /و/ لري. په اوسني مروج ليکدود کې د (يادونه: يادها) او (يادونه: تذکر) تر منځ توپير نه کېږي، همدا راز د (ډول: دهل) او (ډول: نوع) تر منځ فرق نه کېږي. د (ياګانو) مسئله هم د غور وړ ده، موږ ځينې کلمې يو ډول تلفظ کوو او ليکو يې بيا بل ډول، مثلاً موږ چې د (څېړنې) کلمه تلفظ کوو، په آخر کې يې د /ي/ پر ږغ باندې تلفظ کوو، خو ليکو يې داسې چې په آخر کې يې /ې/ راشي، د زور او زورکي توپير هم نه کېږي، د کلمو ګډ او بېل بېل ليکل هم يوه ستونزه ده. دا او دې ته ورته خبرې د پښتو ژبې په زدهکړه کې سختي راولي.
د تکنالوژي په دې عصر کې چې ژوندۍ ژبې د ماشين غېږې ته لوېدلې دي، که پښتو يو ټولمنلی معياري ليکدود ونه لري، پښتو ژبه د تکنالوژۍ له مزاياوو سمه ګټه نه شي پورته کولای، د متن پر ږغ بدلول، د ږغ پر متن بدلول، يا له بلې ژبې څخه پر پښتو ژبه باندې متن ژباړل، دا ټول د تکنالوژي په واسطه کېږي او کېدون لري، نن سبا ګوګل ژباړن او (ChatGPT) غوندې برنامې دي، چې موږ کولای شو په پښتو ورسره وږغېږو او متن پرې وژباړو. که پښتو يو واحد ليکدود ونه لري، نو کومه ډيټا چې نيټ ته داخلوو، په ګانده کې ترې ګوګل ژباړن، چټ جي پي ټي او نورې برنامې سمه استفاده نه شي کولای. که غواړو پښتو ژبه په ښه شکل نيټ، ايپونو او نوې تکنالوژۍ ته داخله شي، نو يو متحد ليکدود بايد ولري.
که پښتو يو ټولمنلی کره ليکدود ولري، نو بيا هغه څوک چې پښتو – انګليسي ډکشنري يا نور کمپيوټري او د مبايل اېپونه يا پروګرامونه جوړوي، له ستونزو سره به مخ نه وي او هغه څوک چې بيا همدغه ډکشنرۍ او اېپونه (پروګرامونه) کاروي، هغوی ته به هم آسانه وي، چې (چاري وليکي، که چارې، زړه وليکي که زړۀ) چې انګليسي انډول يې پيدا کړي.
د پښتو اوسني ليکدودونه، چې پر عربي رسمالخط باندې بناء دي، ډېرې ستونزې لري، د دوی له منځه د يوه ليکدود را بېلول او د هغه اصلاح او تعميم د پښتو پوهانو او د هغو منځيو رسالت دی، چې پښتانه ژبپوهان او ادبپوهان پکې راغونډ دي، ځکه د ديجيتال عصر غوښتنه هم همدغه ده چې پښتو دې يو متحد معياري ليکدود ولري.
د معياري ليکدود لرل د يوې ژوندۍ ژبې د ژوند اساسي علت دی، که څوک وغواړي يوه ژبه له مرګه وژغورل شي؛ نو په هماغه ژبه کې دې علمي کتابونه وليکل شي او د سرکار ژبه دې شي، چې دا چارې بيا له يوه ټولمنلي کره ليکدود پرته، په سمه توګه، کېدون نه لري. پښتو هم يوه ژوندۍ ژبه ده، زموږ د هيواد ملي او رسمي ژبه هم ده، نو بايده ده، چې څو نه، بلکې يو ټولمنلی او کره ليکدود ولري، تر څو يې پر مټ د پښتانۀ ولس علمي، ژبنۍ، ادبي، فرهنګي او هنري پانګه خوندي او دولتي فرامين و قوانين يې په ځولۍ کې تر ولس پورې پرته له کوم ناسمپوهاوي ورسېږي.
د پښتو ليکدود په اړه هره ليکنه ارزښتمنه ده، ځکه څومره چې د ليکدود د يووالي مسئله او بحث راپورته کېږي، په هماغه اندزه يوۀ کره او ټولمنلي ليکدود ته يو ګام ورنژدې کېږو. کومه ژبه چې معياري لهجه ونه لري يا ډېرې لهجې او څو ليکدودونه ولري، دا او دې ته ورته څېړنې، چې د يوې کره ليکدود د منځته راتلو لپاره لاره هواروي، له ارزښت څخه بې برخې نه دي او د ليکدود په اړه بحثونه او ليکنې د ژبې د معيارسازۍ پر لور د هڅو برخه هم ده. د لیکدود په اړه د لیکنو ارزښت له دې څخه لا جوتېدای شي چې تکړه شاعر دروېش درانی يې لا مجبور کړ، چې د “ستوري په لمن کې” شعري ټولګې په پای کې “د املا په باره کې” لیکنه وکړي (درانی، ۲۰۱۱: ۲۷۱). ژبه لکه ژوندی موجود تل د بدلون په حال کې وي، نو بايد چې ليکدود هم ځان ورسره عيار کړي، که داسې ونه شي، د ژبې او ليکدود تر منځ به واټن رامنځته شي، نو د ليکدود په اړه ليکنې تقريباً هر کله خپل ارزښت لرلای شي، اوسمهال چې تکنالوژي په اوج کې ده، ژوندۍ ژبې د تکنالوژۍ او نيټ غېږې ته لوېدلې دي، که غواړو پښتو ژبه په ښه شکل نيټ، ايپونو، مبايلونو، مصنوعي ځيرکتياوو او نوې تکنالوژۍ ته داخله شي، نو يو متحد ليکدود بايد ولري.
د دې څېړنې اصلي موخه، د یوه معیاري پښتو لیکدود د ايجاد او تعمیم په لاره کې د شته او ممکنه ستونزو پېژندل او ستونزو ته حللارې پيدا کول کېدای شي. فرعي موخې يې د ليکدود پېژندل، د پښتو ليکدود د نن او پرون سرسري تصوير ايستل، د پښتو ليکدودونو د تعدد لاملونه راسپړل او داسې نورې کېدای شي.
د پښتو ليکدود په برخه کې دا وروسته کتابونه خبرې لري، لکه: ليکوالي (الفت،۱۳۹۲)، نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل(تږی، ۱۳۸۹)، ليکوالي (هاشمي،۱۳۸۳)، معياري پښتو (پالوال،۱۳۸۴)، پر معياري پښتو د معيار په ژبه يوه څېړنه(هوتک،۲۰۱۱)، ليکلارښود (زيار،۱۳۸۶) او همدارنګه د عبدالکريم بريالي پښتو ليکدود، د راجوليشاه خټک نوې املاء، د سعدالله جان برق د پختو ليکدود او املاء، د نامتو سياستوال عبدالصمد خان اڅکزي پښتو ژبه او ليکدود او نور کتابونه. همدا راز په نيټ کې هم ځينې ليکنې خپرې شوي دي، لکه د ښاغليو دوکتور خالق رشيد، بارکوال مياخېل، پېښوري شينواري، ډاکټر يوسف جذاب، ستانهمير زهير، احمدولي اڅکزي، استاد نور الله ښاد او نورو ليکنې.
په دې څېړنه کې غواړو دا پوښتنه ځواب کړو، چې د معیاري پښتو لیکدود د ايجاد او تعمیم په لاره کې کومې ستونزې پرتې دي؟ همدارنګه مو کوښښ کړی دی، چې دغو فرعي پوښتنو ته هم د امکان تر حده ځوابونه پيدا کړو: ليکدود څه ته وايي؟ پښتو ژبه ولې يو نه، بلکې څو ليکدودونه لري، د معیاري لیکدود په منځته راتګ کې کوم عوامل ډېر رول لري او داسې نورې فرعي پوښتنې.
د څېړنې فرضيه مو دا کېدای شي: ښايي د معياري ژبې نه لرل، پښتو لیکدودونو تعدد، د پښتو ژبې لهجوي رنګارنګي، د لیکوالو سلیقوي برخوردونه، خپله د لیکدودونو نیمګړتیاوې او پښتو ژبې ته د وخت د دولتونو نه پاملرنه به د یوه کره او ټولمنلي پښتو لیکدود د ايجاد او تعمیم په مخ کې تر ټولو لویې ستونزې وي. د سريزې په پای کې بايد يادونه وکړو، چې د دې څېړنې ډول کتابتوني او میتود یې تشریحي دی.
ليکدود څه ته وايي؟
“املاء او ملاء په لغت کې مهلت ورکولو او ډکولو ته وايي. په ادبي اصطلاح خپلې خبرې يا د بل خبرې په صحيح ډول ليکل دي، که څوک له ځانه څه نه شي ليکلی؛ مګر د بل ليک له مخې نقل کولی شي؛ دغسې نقل ته املاء نه شو ويلی” ( الفت، ۱۳۹۲: ۱). د املاء په اړه په مختلفو کتابونو کې ډېرې خبرې شوي دي، موږ به دلته د يو څو کتابونو څخه د املاء په اړه ځينې خبرې رانقل کړو، پوهاند مجاور احمد زيار په خپل اثر )ليکلارښود) کې املاء يا ليکدود دا وړ راپېژني:” ليکدود يا املاء په ټاکلي الفبايي يا ليکني ( تحريري) سيستم کې د توپير ( کنټراسټ) يا نه ګډون ( عدم التباس) له آر سره سم د يوې ژبې ليکنۍ يا انځوريزه سېمبوليکه بڼه ده” (زيار، ۱۳۸۶: ۱۴). يا ” د سيمبولونو يا الفباوو په واسطه د يوې ژبي تمثيل ته د هغې ژبي ليكدود وايي”( هوتک، ۲۰۱۱: ۴۵).
د ليک پيدايښت تر ژبې وروسته دی، لومړی ژبه منځته راغلې، بيا ورته ليکدود جوړ شوی دی، ليک د بشر په اختراعاتو کې تر ژبې راوروسته لويه اختراع وه، چې بشر ترسره کړه. په دې برخه کې بيا هم د لرغوني عراق، مصر، چين او هند خلک تر نورو ملتونو مخکې دي. لرغونو سومريانو په (۳۵۰۰ ق.م) کې تصويري ليک او لرغونو مصريانو په (۲۷۰۰ق.م) کې د هيروغليف ليک رامنځته کړ، وروسته ورسته بيا په (۱۵۰۰ق.م) کې د فنيقيانو له خوا فنيقي الفبا رامنځته شوه، چې د اوسنيو اکثره شرقي ليکدودونو بنسټ پر فنيقي الفبا باندې ولاړ دی(شېرزاد،۱۳۹۰).
پښتو ژبه هم يوه له لرغونو ژبو څخه ده، چې له پخوا څخه يې ليکدود درلود، ويل کېږي چې پښتو پر خروشتي ليکدود ليکله کېدله، ځکه دا ادعا کوو چې د خروشتي ليک د کارونې ځای اريانا وه(حسام،۱۳۹۵). د اسلام له خپرېدو را وروسته پښتو ژبه د عربي الفبا په مرسته وليکل شوه او وخت پر وخت د پوهانو له خوا په پښتو ليکدود کې تغيرات راغلي دي، اصلاح شوی دی او د کره کېدا لپاره يې څه نا څه هڅې شوي دي.
“وايي چې د سلطان محمود غزنوي ( ۳۸۷ – ۴۲۱ هـ.ق) د واکمنۍ په وخت کښې د حسن ميوندي په غوښتنه قاضي سيف الله د پښتو د ځانګړو تورو لپاره د عربي تورو په تقليد مخصوصې نخښې وضع کړې، چې بيا وروسته په لسمه هجري پېړۍ کښې بايزيد روښان او په يوولسمه هجري پېړۍ کښې خوشحال خان خټک د پښتو د ځانګړو غږونو د ليکنې لپاره بېلابېلې نخښې او مخصوص روشونه په کار واچول چې اوس يې موږ د (روښاني ليکدود) او (خوشحال ليکدود) په نومونو پېژنو” (هاشمي، ۱۳۸۳: ۲۱-۲۲).
نه د حسن ميوندي کارنامه تاريخونو تاييد کړې ده، نه هم د سلطان دا ښه نيت تاريخونو ثبوت کړی دی، موږ که د تاريخ پاڼې ولټوو، لومړی مو د تذکرۃ الاولياء پر څو پاڼو نظر لوېږي، چې د پښتو د پخواني ليکدود په برخه کې موثقه سرچينه ده. په (نومورکي مؤرخين) نومي کتاب کې لولو: “د پښتو ليکدود په برخه کې د تذکرۃ الاولياء د کتاب يادونه هم اړينه ده، تذکرۃ الاولياء په ( ۶۱۲هـ .ق ) کې کښل شوی دی. دا کتاب اوس ورک دی او لوی استاد علامه حبيبي يې په ( ۱۳۱۹هـ .ش) کې په کندهار کې لومړي اته مخونه پيدا او خوندي کړل” ( حبيبي، ۱۳۸۳: ۲۲).
د حسن ميوندي په واسطه د پښتو ژبې ځينو ږغونو ته د ګرافيمونو (توريو) جوړولو له روايته که راتېر شو، کوم چې قاضي خيرالله په فيروزاللغات کې راوړی دی، نو د خيرالبيان له دې متنه “او کښېږده په ځيني حروفو ټکي يا غړوندي يا نور نښان”(روښان، ۱۳۹۶: ۴۱) څخه معلومېږي، چې روښان پير په پښتو ليکدود کې زياتونې او کمونې کړې وې، د پښتو ليکدود په برخه کې د روښان پير دا کارنامه نه هېرېدونکې ده، که څه هم تر روښان پير مخکې موږ د تذکرۃ الاولياء د کتاب څو محدودې پاڼې هم لرو، چې پښتو د يوه نسبتاً ښۀ ليکدود لرونکې وه.
د خيرالبيان له املاء راوروسته د خوشال بابا ځنځيري ليکدود د يادونې وړ دی، چې د ده د کورنۍ د غړيو او خوشال د ادبي ښوونځي د پيروانو له خوا تعقيب شوی دی. همدارنګه د پښتو ژبې د ادبياتو په تاريخ کې مهمه تذکره، (پټه خزانه)، چې په ( ۱۱۴۲ هـ .ق) کې محمد هوتک ليکلې، هم د پښتو ليکدود په برخه کې پاموړ اثر دی. پټه خزانه که څه هم موږ ته د لرغوني پښتو ليکدود په برخه کې ډېر معلومات نه راکوي، خو بيا هم د پښتو ليکدود د پرون په ترسيم کې زموږ لاسنيوی کولای شي. د استاد معصوم هوتک په اند د پټې خزانې ليکدود د ديارلسمې هجري پېړۍ دی، کومه نسخه چې اوس له موږ سره شته، په ديارلسمه هجري پېړۍ کې له اصلي نسخې نقل شوې ده.
د پښتو ليکدود د نن او پرون په بحث کې مرکه د پښتو، کندهار ادبي انجمن، کابل ادبي انجمن او بيا پښتو ټولنه، کابل پوهنتون، د پېښور پوهنتون پښتو اکاډمي او د کوټې پښتو اکاډمي د يادونې وړ دي، ځکه دغو مرکزونو د پښتو ليکدود د غوړېدا او سمون په پار سيمينارونه جوړ کړي او غړيو يې مقالې کښلې دي.
د املاء او ليکدود د توحيد په باب پښتو ټولنې وخت پر وخت فيصلې کړې دي، لومړۍ فيصله يې په ( ۱۳۲۱هـ) کې، دويه هغه يې په ( ۱۳۲۷هـ ) کې، درېيمه فيصله په ( ۱۳۳۷هـ ) کې وشوه. پاتې دې نه وي، چې په ( ۱۳۶۹هـ) کې د کوزې پښتونخوا د سوات په باړهګلۍ کې د پښتو د متحد ليکدود او ليکلار په اړه غونډه وشوه، چې د لرې او برې پښتونخوا نوميالي اديبان يې ګډونوال وو، د نوې املاء د اثر پر استناد دا ټولې ۱۷ فيصلې وې (خټک، ۱۹۹۱:۱). په دغو غونډو کې د ليکدود د سمون او د يوه ټولمنلي معياري ليکدود د منځته راوړلو لپاره ځينې پرېکړې شوې دي، چې په خپل وخت کې لوی کار وو.
که څه هم د پښتو ټولنې او باړهګلۍ سيمينار پرېکړې ټولې املايي نه دي، ډېری پرېکړې يې لهجوي دي، کوم حکمونه چې يې کړي دي، يوه لهجه يې پر بله يا پر نورو باندې لوړه بللې ده او د هماغې لهجې تلفظ ته يې ارزښت ورکړی دی او لهجوي بحث او املايي هغه يې سره ګډ کړي دي. د ارواښاد دوکتور تږي خبره ده، چې په پښتو ټولنه کې به د املاء په برخه کې د يوه لغت د څو وارينټونو له ډلې څخه د يوه انتخابولو غوندې علمي مسايل د رايو په اکثريت تصويبېدل، چې دا کومه علمي رويه نه ده خو پښتو ټولنې په خپل وخت کې د ليکدود اړوند ډېر کار وکړ، چې پرې سترګې پټېدای نه شي.
پښتو ژبه تر اوسه کوم داسې ليکدود نه لري، چې ټولو پښتنو ليکوالو يې پيروي کړې وي،” هر څوک خپلې خپلې ستايي” پير روښان د پخوانيو لاره يا د تذکرة الاولياء املاء په مکمله توګه تعقيب کړې نه ده، خوشال بابا بيا د روښان پير پليوني نه ده کړې، له هغه را ورسته هم د ليکدود په برخه کې په يوه پسې اقتداء نه ده شوې، په پښتو ټولنې پسې نه ارواښاد عبدالصمد خان اڅکزی تللی دی او نه هم ارواښاد قلندر مومند، نه هم ارواښاد پوهاند رشاد، حتی پېښور پوهنتون پښتو اکاډمي او د کوټې اکاډمي هم خپلې خپلې لارې لري.
د پښتو ژبې د ليکدودونو د تعدد په اړه استاد معصوم هوتک دا لاندې دلايل راوړي دي:
“څرنګه چي د يوې ژبي اوبلي ژبي تر منځ او دغه راز په يوه ژبه كي د ننه د بېلابېلو لهجو تر منځ د ږغونو توپير سته، ځكه نو ليكدودونه هم توپيرسره لري. هرڅومره چي د يوې مشخصي ژبي د لهجو د ويونكو ترمنځ راشه درشه او نور ټولنيز او كلتوري اړيكي سره نزدې كېږي، هغومره يې د واحدي ژبي او واحد ليكدود له پاره زمينه برابرېږي” (هوتک،۲۰۱۱: ۴۵).
پښتو ژبه له لرغونه تر نن و پرونه پورې د دربار ژبه نه ده پاتې شوې، نو ځکه نه کومه معياري لهجه لري او نه هم ټولمنلی معياري ليکدود، له بدهمرغه نه هم د کندهار لهجې دربار ته لاره کړې ده او نه هم د پېښور ګړدود، که پښتو دربار ته لاره پيدا کړې وای، نو يوه معياري لهجه به منځته راغلې وه، چې پر بنسټ به يې معياري ژبه او معياري ليکدود رامنځته شوی وای او نورو خاصو و عامو به يې پيروي کړې وای، ځکه کومه ژبه او لهجه چې سرکار کاروي، ولس يې پيروي کوي، هماغه ژبه او لهجه پرمختګ کوي؛ نو هماغه ژبه د معياري ليکدود څښتنه کېدای هم شي. په داسې حال کې چې دا دواړه پښتونمېشتي ښارونه ( کندهار او پېښور) د پښتنو واکمنو پلازمېنې پاته شوي دي، که چېرې هماغه وخت د دغو دوو ښارونو څخه د يوه ښار د خلکو لهجه تر درباره رسېدلې وای، اوس به پښتو پر معياري ليکدود سربېره معياري لهجه هم لرله. استاد الفت وايي: سر و کار د خلکو وي له ژبې د سرکار سره = کله به غريبه پښتو ژبه د سرکار شي
د ليکدودونو د تعدد اساسي لامل د معياري لهجې نه لرل دي، که چېرې پښتو يوه معياري لهجه لرلای، نو د ليکدودونو توحيد آسانه کار وو، اوس خو د هرې لويې لهجې ويونکي، وييونه د خپل وينګ مطابق ليکي، مثلا که چاته ووايو چې ږغ معياري نه دی، غږ معياري دی يا د دې برعکس، يا مځکه بايد ونه ليکو، ځمکه بايد وليکو او په همدې شکل نور حکمونه. دا حکمونه پر کوم اساس شوي دي؟ زموږ په املايي بحثونو کې دا ډول حکمونه ډېر شوي دي، چې دا ټول لهجوي بحثونه دي، نه املايي. که مو کومه معياري لهجه لرلای، دا بيا ډېره آسانه وه، چې د پورته لغتونو کوم شکل مو معياري ليکدود ته داخل کړی وای.
” ژبه بايد يو متحد الشکله ليک دود ولري. که ژبه يو شان ليک دود ونه لري، نو به د يوې ژبڅانګي خلګ د بلي ژبڅانګي په ليکنه سم نه پوهيږي چي په دغه سره نو نه يوازي هغه لهجه، بل لا غونډه ژبه خواريږي او د هديرې له پاره به ئې د جنازې چاري لټولي کېږي. څو داسي پېښه سوې نه وي، نو لومړی به سړی خپله ژبه او ليک دود ئې ښه ترا سموي، سمسوروي، او سمبالوي څو ونؤرؤ ته هم ښايسته او جذابه سوې وي، بيا به ئې نو پالؤنکي د عموميت او خپرښت خوبؤنه ويني ” ( پالوال، ۱۳۸۴: ۱۵۳-۱۵۴).
رسمالخط (Script) او املاء (Orthography) توپير سره لري، بايد سره ګډ يې نه کړو، مثلا زموږ املاء د عربي ژبې پر رسمالخط بناء ده، د عربي له رسمالخط څخه پښتو، دری، اردو او نورې ژبې استفاده کوي، چې دا هره ژبه بيا خپله بېله املاء لري. د انګليسي ژبې ليکدود بيا پر لاتيني رسمالخط باندې بناء دی، چې له دې رسمالخط څخه نورې ژبې هم استفاده کوي. املاء يو لړ قواعد دي، چې د يوې خاصې ژبې د مورفيمونو په کښنه کې استفاده ترې کوو، خو رسمالخط بيا ډېری وخت د څو ژبو تر منځ د مشترکو، بصري سېمبولونو ټولګه وي، چې په چوکاټ کې يې هره ژبه د خپل ليکدود په واسطه شفاهي ژبه پر ليکنۍ هغې اړوې. د عربي، فارسي او پښتو ليکدود بيا د ابجد په سيستم برابر دی، يعنې د ځينو خپلواکو ږغونو لپاره ګرافيمونه نه لري، چې دا هم د ژبې د ليک زدهکړه سختوي، د دې په مقابل کې بيا الفبايي سيستم دی، چې د هر خپلواک، نيمواک او بېواک ږغ لپاره ځانګړي ګرافيمونه لري، چې په بشپړ ډول فونيميک وي او ليک او وينګ يې سره نژدې وي.
معياري ژبه يعنې څه؟
” معياري ژبه هغه منلې سوې ژبه ده چي ديوه ژبني قلمرو په هره جغرافيايي سيمه كي د پوهېدلو وړ وي .معياري ژبه د ادبياتو او ميډيا ژبه وي، او دا د يوې ژبې هغه ځانګړې نوعه (Variety) ده، چي قانوني يا يو څه قانوني دريځ وركړه سوى وي. ويل كېږي چي دا د يوې ژبي صحيح ترينه لهجه (Dialect) ده. معياري ژبه زياتره ( هروخت نه) د يوه هيواد د پايتخت پر ژبه تكيه لري. د ژبي دغه شكل په ځانګړې توګه هغو زده كوونكو ته ور زده كېږي چي غواړي دغه ژبه زده كړي او د همدې ژبي ټول ليكلي متون هماغه د معيار په نامه منل سوې املا او ګرامري نورمونه پالي” ( هوتک، ۲۰۱۱: ۶۷).
پرته له معياري ژبې او لهجې د معياري ليکدود منځته راتګ ممکن دی؟
د معياري لهجې پر بنسټ د معياري ليکدود رغول آسانه کار دی، خو هغه ژبې چې کومه معياري لهجه ونه لري، کېدای شي، ژبپوهان ورته يو معياري ليکدود جوړ کړي، خو دا چاره لږ سخته ده. لاندې د معياري لهجې د منځته راوړلو لپاره دوه ميتودونه ياد شوي دي، چې له موږ سره هم د معياري لهجې او هم د معياري ليکدود د رغولو په برخه کې مرسته کولای شي:
“د ژبو طراحان په دې اند دي، چې کله په يوه ژبه کې گړدودونه ډېر وي، بيا د معيار لپاره دوه ډوله غوراوي کېږي، يو دا چې په گڼو گړدودنو او بڼو کې يوه بڼه د فرهنگي، تاريخي او ادبي شاليد له امله د معيارسازۍ لپاره انتخابېږي، مثلا د فارسي په گڼو گړودونو کې په ايران کې تهرانۍ لهجه د معيارسازۍ لپاره ټاکل شوې ده. په دويم ډول غوراوي کې يوه بڼه نه، بلکې د بېلابېلو گړدودونو د توکيو له ترکيبه معياري بڼه رامنځته کېږي، مثلا په زيمبابوى کې له کارانگا او کوره کوره نه د شانا د معياري بڼي جوړېدل، بله بېلگه يې اوسنۍ معياري نارويژي ده، چې له بېلابېلو گړدودونو جوړه ده. دا دويمه لار چې له مختلفو گړدودونو نه معياري گړدود رامنځته کېږي، د معياري بڼې پر وړاندې د نورو گړدودونو د ويونکو تعصب او مقاوت راکموي” ( ښکلی،۱۴۰۱: :۳۱۹). که په پورته توګه معياري پښتو هم يوه معياري لهجه پيدا کړه، بيا آسانه ده، چې د هماغې معياري لهجې پر بنسټ معياري ليکدود هم رامنځته شي. داسې هم کېدای شي، چې معياري ليکدود رامنځته شي او پر بنسټ يې معياري ژبه او لهجه رامنځته کړو، ځکه معياري ژبه او لهجه که په اول سر کې تجويزي بڼه ولري، که تکرار شي، عنعنه ګرځي.
د معياري ژبې او يا معياري لهجې لرل د يوې ژوندۍ ژبې لپاره اړين دي، تر څو په رسنيو، دولتي فرمانونو، اطلاعيو، ښوونځيو او پوهنتونو کې وکارول شي. د معياري لهجې پر بنسټ بيا په اسانه يو ټولمنلی ليکدود هم رامنځته کېدای شي، چې د هيچا به نه وي، خو د ټولو به وي. اوس که پښتو ژبه وګورو، له بده بخته موږ کومه معياري لهجه نه لرو، نه هم کوم معياري ليکدود چې ټولمنلی وي، دا دواړه د يوې ژوندۍ ژبې لپاره اړين دي، هم معياري لهجه لرل او هم يو معياري او ټولمنلی ليکدود، چې د هماغې ژبې تقريباً ټول ږغونه انځور کړای شي. د پښتو معياري لهجې د منځته راتګ لپاره لا وخت شته، خو که وغواړو، پښتو د يوه کره او ټولمنلي معياري ليکدود څښتنه کېدای شي.
دوکتور مجاور احمد زيار د يوه لغت يا کلمې ټولمنلې معياري لهجې او يوه ټولمنلي معياري ليکدود ته د داخلېدو لپاره د ويونکو ډېروالی، توپير او نه التباس، باقاعدهګي، سپما، اساني او رواني، خوږ غږي او بلاغت او لرغونوالي( زيار، ۱۳۸۶: ۱۸) اصول ټاکلي دي، دا هر اصل بيا نمرې لري، که د يوه لغت د څو وارينټونو له جملې څخه يوه ډېرې نمرې تر لاسه کړې، نو معياري لهجې او ليکدود ته به داخلېږي. استاد زيار د پښتو ليکلارښود په نامه يو کتاب لري، هلته يې پر ډېرو کلمو خبرې کړې دي، چې پلانکۍ معياري ده او پلانکۍ نه ده، استاد ته په کامل احترام، خو د يوه ويي (لغت) د مختلفو وارينټونو له ډلې څخه د يوه ټاکل سخت کار دی، مثلاً يو لغت د لرغونوالي له مخې پوره نمرې وړې دي، ولې استاد زيار يې په دې دليل له معياري ليکدود څخه غورځوي، چې د ويونکيو شمېر يې کم دی، دلته دا پوښتنه راپورته کېږي، چې د کومې سروې پر اساس موږ حکم کولای شو، چې د پلاني لغت د ويونکيو شمېر تر پلاني کم يا زيات دی. زما په اند د معياري ليکدود يا معياري لهجې لپاره د وييونو انتخاب او د ځينو لغتونو غورځونه د شخص تر وسې پورته خبره ده، که يو مسلکي ټيم، چې د لوی افغانستان ژبپوهان او اديبان پکې راټول وي، دا چاره پر مخ يوسي، پايلې به يې مثبتې وي.
اوس دا پوښتنه ځوابوو چې پښتانه لیکوال کوم مشهور لیکدودونه کاروي؟
اوسمهال پښتو ژبه په لوی افغانستان کې پر لاندې لیکدودونو لیکل کېږي، چې د کار د اسانتيا لپاره مو د سيمو پر نامه ونومول:
۱. کابلی لیکدود( تقريباً ټول افغانستان)
۲. کندهاری لیکدود(لوی کندهار او سهيلي پښتونخوا).
۳. پېښوری لیکدود (ټوله خيبر پښتونخوا)
په معاصره دوره کې پر پورتنيو درېيو ليکدودونو سربېره ځينو ليکوالو خپل ليکدودونه هم لرل، چې څه ناڅه يې له پورتنيو ليکدودنو سره توپير درلود، د بېلګې په توګه د عبدالصمد خان اڅکزي، قلندر مومند او ډاکټر عبدالرزاق پالوال نومونه يادولای شو. د نوموړو ليکدودونه د دوی له وفات سره له خلکو هېر شول او د ولس له خوا تعقيب نه شول.
کابلی ليکدود نسبت نورو ليکدودونو ته ډېر دود دی، په انټرنيټ کې زياتې مقالې او معلومات د کابلي ليکدود په واسطه خوندي دي. په افغانستان کې ډېری چاپي رسنۍ، انټرنيټي رسنۍ، خواله رسنۍ، د افغانستان علومو اکاډمي، د هيواد ډېری پوهنتونونه او حتی هغه بهرنيان، چې پښتو يې زده کړې ده، همدا کابلی ليکدود کاروي.
دلته به يوه جمله راوړو او په څو ليکدودونو به يې وليکو:
د بائرن د يو ډېر مشهور شعر ترجمه ده:”سړے چې خپل نوم چاپ شوے ووينی نو خوشحالېږی کتاب بيا کتاب وی کھ هيڅ پکښې نھ وی بيا هم”(مومند، ۲۰۰۸: ۵).
سړے چې خپل نوم چاپ شوے وويني نو خوشحالېږي کتاب بيا کتاب وي، کۀ هيڅ پکښې نۀ وي بيا هم.
سړی چې خپل نوم چاپ شوی وويني نو خوشحالېږي، کتاب بيا کتاب وي، که هيڅ پکې نه وي، بيا هم.
سړی چي خپل نوم چاپ سوی وويني، نو خوشحالېږي، کتاب بيا کتاب وي، که هيڅ پکښي نه وي، بيا هم.
saṛay če xp∂l num čāp šaway wa wini no xwašāleẓi kitāb byā kitāb wi, k∂ hic pakṣe n∂ wi, byā ham.
لومړنی ډول د قلندر مومند د املاء دی، دويم ډول د پېښوري ليکدود، درېيم د کابلي ليکدود، څلورم د کندهاري ليکدود او پينځم ډول پر فونيميک يا رومن الفبا ليکل شوې جمله ده. پورته جملو ته که وګورو نو؛ قلندر مومند زورکی پر (ھ) ليکي، نرمه (ی) پر (ے) ليکي، څرګنده (ي) ته ټکي نه ورکوي او همدار راز نوموړی ليکوال پخپلو نورو آثارو کې د اضافت د دال پر سر فتحه ورکوي؛ نور يې ليکدود له پېښوري هغه سره ډېر توپير نه لري، په پېښوري ليکدود کې د زورکي ږغ د باړهګلۍ سيمينار د پرېکړې پر اساس د /ۀ/ په واسطه ښوول کېږي. په کابلي او کندهاري ليکدود کې بيا د /∂/ او /a/ فرق نه کېږي، دا دواړه خپلواک ږغونه د کلماتو په پای کې د /ه/ په واسطه ښوول کېږي. د دوکتور پالوال په ليکدود کې بيا زورکی د /ء/ په نخښه ښوول کېږي.
پښتو اوسني ليکدودونه چې کوم اختلافات سره لري، اختلافات يې پر لهجه بناء دي، املايي اختلافات کم خو لهجوي زيات دي، د بېلګې په توګه، کې/ کښي، سته/ شته ږغ/ غږ، مځکه/ ځمکه، سړی/ سړے او داسې نورو وييونو له منځه معياري املاء ته د يوه انتخابول او نور ناسم بلل غير علمي رويه ده، ځکه دا لهجوي اختلافات دي، نه املايي او پر داسې مواردو باندې بحث لهجوي دی، نه املايي. که د زه/ زۀ، کې/ کي، لپاره/ له پاره، نه شته/ نشته، او داسې نور وييونه چې په وينګ کې يو ډول خو په ليکلو کې توپير سره لري، له منځه يو انتخابوو، دا املايي بحث دی. د املاء متخصصينو ته بويه چې املايي او لهجوي بحثونه سره ګډ نه کړي، تر اوسه پورې خو چې د ليکدود په اړه ليکنې کېږي، له بده مرغه دا دوه بحثونه تل سره ګډ شوي او ګډېږي.
کابلی لیکدود له کندهاري لیکدود سره، چې دواړه د (۳۶) پښتو، څلورو دري او لسو عربي ږغونو د ښوولو لپاره له شاوخوا (۴۶) حروفو يا ګرافيمونو څخه کار اخلي، يو لړ اختلافات لري، چې ځينې یې دلته ښييو: “په لويديځه لهجه كي هر هغه ښځينه مفرد نوم چي په پاى كي يې زوركى او فشار يې پر لومړۍ څپه وي، د جمع په صورت كي يې پاى ته (ي) ورلوېږي، لكه: ښځه/ ښځي. او هر هغه ښځينه مفرد نوم چي په پاى كي يې زور( فتحه) او فشار يې پر وروستۍ څپه وي، د جمع په شكل كي يې پاى ته( ې) ورلوېږي، لكه: مڼه / مڼې” ( حکمتيار، بې نېټې: ۲۹).
استاد اسلانوف هم تقريباً پورتني نظر ته ورته نظر لري،”هغه مونث اسمونه چې په آخر کښې بې خجه / ه/ لري، لکه (سترګه) په ختيځه لهجه کښې د جمعې او د تغير په حال کښې مجهوله / ې/ راځي، لکه: ( سترګې) او په لوېديځه لهجه کښې په څرګنده / ي/ راځي، لکه ( سترګي) “( اسلانوف، ۱۳۴۷: ۳۰).
په کابلي لیکدود کې هر ښځینه نوم چې پر زور پای ته رسېدلی وي، جمع او مغیره شکل یې په اوږده /ې/ لیکل کېږي خو په کندهاري لیکدود کې داسې نه ده، هغه ښځینه نومونه چې خج یې پر دویمه څپه راغلی وي، مغیره او جمع شکل یې پر اوږده /ې/ راځي، لکه:
مفرد | جمع | مفرد | جمع |
ډېوه | ډېوې | مړه( مرده) | مړې |
شپه | شپې | مسره | مسرې |
تياره | تيارې | دانه | دانې |
خو که یې لومړۍ څپه خجنه وه، بیا یې مغیره او جمع بڼه پر لنډه ( ي) کښل کېږي، لکه:
مفرد | جمع | مفرد | جمع |
ونه | وني | لښته | لښتي |
ښځه | ښځي | غزله | غزلي |
پرخه | پرخي | بخښنه | بخښني |
که د کندهاري لهجې او ليکدود پورتني اصول، چې د ښځينه نومونو د جمع په اړه دي، په معياري ليکدود کې پلي شي، وينګ او ليک به مو سره نژدې کړی وي او د ناسمپوهاوي مخه به مو هم نيولي وي، د بېلګې په توګه د يو چا پر دې قانع کول سخت دي، چې د (څېړنې او شيدې) د کلمو وروستي ږغونه يو ډول دي او په يوه ګرافيم بايد وليکل شي، مخاطب چې دواړې کلمې تلفظ کړي، په وينګ کې به يې توپير احساس کړي او په يو ډول ليکلو به يې حيران شي. که دا دوې کلمې داسې وکاږو (څېړني، شيدې) نو ليک او وينګ به مو سره نژدې کړي وي. دې ته مو بايد پام وي، چې املاء د وينګ پر بنسټ جوړېږي. ډېری پښتانه د (سترګي، ښځي او پرخي) لغتونه په همدغه شکل ادا کوي، نه پر /ې/ باندې، نو د ژبې د طبيعي جوړښت پيروي پکار ده. د پورتنيو وييونو جمع شکل په کابلي ليکدود کې ځکه پر /ې/ باندې ليکي، چې پر /a/ ختم شوي نومونه دي، ګرامري قاعده پر املاء باندې تحميل شوې ده، کنه املاء بايد وينګ تعقيب کړي، نه دا چې وينګ د املاء پيروۍ ته اړ باسو. د ملکي کمزورو نومځرو او ځینو وییکو په لیکلو کې هم دا دوه ليکدودونه اختلاف سره لري، لکه:
کابلی ليکدود | کندهاری ليکدود |
مې | مي |
دې | دي |
چې | چي |
کې | کي/کښي |
وړاندې | وړاندي |
باندې | باندي |
لاندې | لاندي |
ولې (چرا) | ولي |
د (کي/ کښي) وييکی د خوشال بابا په ليکدود کې د (کشې) په بڼه ليکل کېده (الفت، ۱۳۹۲:۲۵) او د افغانستان علومو اکاډمۍ يې هم (کښې) کاروي. د (پکې) وييکی بيا علومو اکاډمي د (پکښې) په بڼه کاروي.
که دا پورته کلمې د کندهاري ليکدود سره سمې وليکو او معياري ليکدود ته لاره پيدا کړي، ژبه او ليک به مو سره نژدې کړي وي، دې جملې ته پام وکړئ: دوی راغلي دي چې هيواد سمسور کړي. د (لي، دي، چې، کړي) د پای ږغونه په وينګ کې يو ډول دي، نو ولې دې (چې) په اوږده /ې/ وليکل شي؟ په همدې شکل (مې، دې، کې) وييکي هم درواخله.
په کندهاري ګړدود کې (مې، دې، چې او کې) د (مي يې، دي يې، چي يې او کي يې) لنډ شوي شکلونه دي، مثلا: په کور (کې) کتابتون شته يعنې په کور کي يې کتابتون شته. تقريباً په ټولو لهجو کې (مي، دي، چي، کي) په لنډه /ي/ ادا کېږي. که چېرې دا پورته ويونه پر /ي/ باندې وليکو او د کندهاري ليکدود پيروي وکړو، وينګ او املاء به مو سره نژدې کړې وي. بيا به د پښتو ژبې زده کوونکيو ته آسانه وي، چې د اوږدې /ې/ او لنډې /ي/ پر توپير پوه شي.
د اوسني مروج لیکدود ( کابلي ليکدود) بله ستونزه دا ده چې د هر فونیم لپاره ګرافیم نه لري، مثلا ً زور او زورکی د کلمې په پای کې د ( ه) پر ګرافیم ښيي، لکه:
پرخه، نیکه. د لومړۍ کلمې په پای کې زور او د دویمې هغې زورکی راغلی دی، چې په ليک کې يې باید توپیر شوی وای. په پېښوري ليکدود کې د زورکي لپاره د کلمې په پای کې د (ۀ) ګرافيم کاروي، چې څه ناڅه ستونزه يې حل کړې ده، په نوموړي ليکدود کې بيا د زړه (پير زن) او زړه (دل) توپير کېدلی شي. ښاغلي هلالي اوه څلوېښت کاله مخکې په خپل اثر کې د زور او زورکي په اړه ليکلي ول: “په مروج ليک کي د /a/ او /ǝ/ فونيمونو دپاره چي د کلمو په پای کي راغلي وي، يوازي يوه علامه ( ه) سته لکه، زړه /zṛǝ/ او زړه /zaṛa/ “( هلالي، ۱۳۵۵: ۲). لومړی زړه ( دل) او دويم ( پير زن) ته وايي. که چېرې په دې برخه کې د پېښوري ليکدود، يا د ډاکټر پالوال د ليکدود پيروي وشي، ليکدود به مو لا کره کړی وي. د ډاکټر عبدالرزاق پالوال په ليکدود کې د زورکي لپاره (ء) نخښه کارېدله، د (يې) کلمه يې پر (ئې) ليکله، لنډ (واو) پر (ؤ) ليکي، د زړه کلمه (زړء) ليکي، ږغېدنه (ږغېدءنه) ليکي او لپاره (له پاره) ليکي. د ارواښاد پالوال ليکدود په لږ توپير د کندهاري ليکدود په دايره کې راتللی شي.
په کابلي ليکدود کې زور او زورکی د کلمې په پیل کې د الف ( ا ) په ګرافیم ښيي، لکه: اتل او اباګنۍ. د لومړۍ کلمې په پیل کې زور او د دویمې زورکی راغلی دی. همدا رنګه زور او زورکی د کلمو په منځ کې بېخي لیکل کېږي نه، لکه:
ژوند او نن. د لومړۍ کلمې د ( و او ن) تر منځ یو فونیم شته، چې زور بلل کېږي خو لیکلې بڼه نه لري او همدا راز د دویمې کلمې د ( ن او ن) تر منځ یو ږغ شته چې زورکی یې بولي، خو ګرافیم یې نه معلومېږي.
په اوسني لیکدود کې د دوو خپلواکو واوونو ( o، u) او یوه سیمي واول واو (w) لپاره یو ګرافیم استعمالېږي، چې باید درې ګرافیمه ورته کارېدای. لوستونکی نه پوهېږي چې د کور، تالو او ور (واوونه) څه توپير سره لري. د (واونو) په برخه کې يوه پرېکړه ضرور ده، په اوسني ليکدود کې درې ږغونه په يوه (و) ګرافيم ښوول هيڅ منطقي نه برېښي، که چېرې په دې برخه کې د عبدالصمد خان اڅکزي د وړانديز، چې موږ د مقالې د وړانديزونو په برخه کې وړاندې کړی دی، پيروي وشي، ښه خبره ده.
پېښوری ليکدود له کابلي ليکدود سره په ډېرو برخو کې نژدې دی، خو بيا هم ځينې توپيرونه له کابلي او کندهاري ليکدود سره لري، لکه د نرمې (ی) پر ځای باندې د (ے) کارول. د سهيلي پښتونخوا ليکوال د کندهاري ليکدود پيروي کوي، خو په دومره توپير چې ځينې يې (سو) نه ليکي، (شو) ليکي او (ی) د پرتې (ے) په شکل ليکي. په پېښوري ليکدود کې ځينې ځايونه زور د حرکت په بڼه د حرف پر سر ليکي، لکه دَ افغانستان بانک. د حرکاتو د ښوولو لپاره له پخوا راهيسې (و، ه، ی) ليکل دود وو(شېرزاد، ۱۳۹۸) چې پښتو املاء ورسره آسانه شوې وه.
په اوسني کابلي ليکدود کې د لاندې کلمو او مورفيمونو په کښنه کې هم ليکوال سره يوه خولۀ نه دي، دا يو نږه املايي بحث دی، بايد د املاء ماهرين په دغه اړه څېړنې او پرېکړې وکړي:
نه غواړم | نغواړم |
نه شته، نه سته | نشته، نسته |
نه شي، نه سي | نشي، نسي |
له پاره | لپاره |
په کار | پکار |
په کې | پکې |
پکې | پکښې |
پورتني لغتونه او مورفيمونه ځينې ليکوال بېل بېل ليکي، څوک يې ګډ سره ليکي او څوک يې بيا په منځ کې نيمه فاصله ورکوي. داسې ګډوډۍ د يوه معياري ليکدد د ايجاد او تعميم په لار کې خنډونه جوړوي، هر څوک بيا چې څنګه يې زړۀ وي، په هماغه بڼه بيا کلمې کاږي او په ليکنه کې د کلماتو په کښنه کې د کومو اصولو پيروي بيا نه کوي. که د امکان تر بريده دوه مورفيمونه ګډ سره ونه ليکو، نو د ژبې او املاء زده کونکيو ته به مو ژبه آسانه کړې وي.
په پورته يادو شويو درېيو ليکدودنو کې تقريباً ملکي اضافي ضميرونه يو ډول ليکل کېږي، خو اصلي شکل يې د خوشال بابا د املاء مطابق داسې دی: (د ما، د تا، د موږ، د دې، د دوی، دهغه، د هغې، د هغوی)، (زما او ستا) د خوشال بابا په ليکدود کې په ( دما، دتا) په بڼه ليکل کېدل ( الفت، ۱۳۹۲: ۲۵). که چېرې دا پورته نومځري په اصلي شکل وليکل شي او معياري ليکدود ته لاره پيدا کړي، نو بيا به د پښتو ژبې زدهکوونکيو ته خبره اسانه شوې وي، چې دغو پورته وييونو ته ولې ملکي اضافي ضميرونه وايي. دا بحث بيا پر خپل ځای، چې (دما) ليکل به معياري وي، که (د ما)؟ بايد يادونه وکړو، چې پورتنی بحث هم لهجوي بحث دی، نه املايي، نو له شاربلو يې تېرېږو.
که اوسنی ليکدود لاتين/ رومن رسمالخط ته واړوو، څه ګټه او څه تاوان به وکړو؟ که اوسنۍ املاء لاتين يا رومن رسمالخط ته واړوو، د هر فونيم لپاره به ګرافيم ولرو، بيا به دې ته اړ نه يو، چې د ( لور) کلمه داس ته وايي، که طرف ته او که لورېينې ته. بيا به د ( ډول) کلمې ته فکر نه يو وړي، چې دا ( دهل/ ډرم) ته وايي که ( نوع، قسم) يا (سينګار، ښکلا) ته.
که چېرې اوسنی ليکدود لاتين/ رومن رسمالخط ته واړوو، نو بيا به د عروضي فونيمونو په کښنه کې هم له ستونزو سره مخ نه يو، مثلا، تېره (ګذشته) به له تېره (تيز) سره څوک نه ګډوي، خوله (دهن) به له خوله (عرق) سره نه ګډېږي، نه به د کندهاري ليکدود لښتي (شاخههای) له لښتي (د لښتی جمع) سره غلطوي. له نن څخه اوهڅلوېښت کاله مخکې استاد روهي د ښاغلي هلالي د کتاب په سريزه کې پر فونيميکې الفبا باندې د ليکدود بدلولو په اړه ليکلي ول: “دا هم بايد وويل شي، چې دغه لارښود يوازې اکاډميک اړخ لري، په لاتيني تورو باندې د پښتو ليکدود اړولو په برخه کې ښايي د ځينو اقتصادي، تخنيکي او يا نورو ملحوظاتو له مخې د دولت له خوا ځانکړی تصميم ونيول شي او يا همدغه پرېکړه تعميم شي” (هلالي، ۱۳۵۵: الف). د هر فونيم لپاره ګرافيم لرل د ښه ليکدود ځانګړنه ده، پښتو ليکدود او تقريباً د نړۍ هر ليکدود ناقص دی، د هر ږغ لپاره ځانګړی ګرافيم نه لري. ښه ليکدودونه هغه دي، چې تر ډېره پورې د هر فونيم لپاره يو ځانګړی ګرافيم ولري.
که اوسنی ليکدود لاتين/ رومن رسمالخط ته واړوو، نو د پښتو ژبې او ليک زدهکوونکيو ته به پښتو ژبه زده کول آسانه شي، په پښتو ژبه کې ليکل شوي آثار به په اسانه ولوستلای شي، دا چاره به د پښتو زدهکړه آسانه کړي، هم د پښتنو ماشومانو لپاره او هم د هغو خلکو لپاره چې پښتو يې مورنۍ ژبه نه وي.
ژبه د ليک په هر ډول سيستم چې وليکل شي عين همهغه ژبه ده، د يوه سړي عکس هر ډول چې وي، رنګه، تور او که سپين، سړی هغه سړی دی او د عکس له لامله د ده په اصل کې هيڅ بدلون نه راځي، جاپانيان د ليک درې سستمونه لري او څلورم يې هم د منځ ته راوتلو په حال کې دی. ترکانو په (۱۹۲۸م) کې د عربي الفبا پر ځای لاتين الفبا تطبيق کړه، اما ژبه يې هغسې پاتې شوه، لکه چې وه او د الفبا بدلون په ژبه کې د بدلون باعث نه شو( تږی، ۱۳۸۹: ۳۲).
که چېرې اوسنی پښتو ليکدود لاتين/ رومن رسمالخط ته واړوو؛ نو له تذکره الاولياء څخه رانيولې تر اوسني وخت پورې چې په پښتو ژبه کې څومره کتابونه، رسالې، مقالې او آثار کښل شوي دي، راتلونکی نسل به د هغوی له لوستلو محروم شي، دومره امکانات لرل به ممکن نه وي، چې دا څو سوه کلنه پانګه ټوله رومن ليکدود ته واړول شي، بيا چاپ او تکثير شي.
ښاغلی احمدولي اڅکزی په يوې مقاله کې، چې پر فيسبوک يې نشر کړې ده، ليکي چې پښتو، فارسی او عربی په ابجد سيستم ليکل کېږي، ځکه د هر خپلواک ږغ لپاره ګرافيم نه لري، الفبايي سيستم کې بيا د هر ږغ لپاره ګرافيم موجود وي او ليک بشپړ فونيميک وي. که د اوس لپاره د همدغو مروجو ليکدودونو څخه يو اصلاح شي، له ابجد سيستم څخه الفبايي سيستم ته شي، يعنې د هر خپلواک ږغ لپاره ګرافيم ولري، لا کره شي او د نورو لهجو ويونکي هم ځان پکې وويني؛ ټول قلموال يې پيروي پر ځان لازمه وګرځوي، نو پښتو ژبه به د معياري ليکدود څښتنه شي، ان شاء الله.
ژبه تل د بدلون په حال کې وي، د وخت په تېرېدو سره د ژبې په ګړنۍ بڼه کې بدلون راځي، چې د ځانساتۍ له امله خط وروسته پاتې شي او دا واټن چې د ګړنۍ ژبې او ليک ترمنځ پيدا شي، په ليک کې بايد وخت په وخت بدلون راشي. د ژبې طراحان د ليک د دقيق کولو لپاره د نښو د حذف، زياتونې او سادهسازۍ په مټ کوي( ښکلی،۱۴۰۱: :۳۱۹).
پايله
اوسني پښتو ليکدودونه، چې بنسټ يې پر عربي رسمالخط باندې ولاړ دی، ډېرې ستونزې لري، چې بايد حل شي او پښتو د يوه معياري ليکدود خاونده شي. د پښتو معياري ليکدود د ايجاد او تعميم په لار کې لوی خنډ د پښتو ژبې د لجهو تعدد دی، چې هر پښتون ته خپله لهجه تقريباً مقدسه ده، غواړي چې معياري ليکدود دې د ده د لهجې پر بنسټ تيار شي، نو ځکه “هر څوک خپلې خپلې ستايي” او يوه بل ته تن نه ورکوي. د ليکدودونو ډېروالی بله ستونزه ده، چې د يوه کره او ټولمنلي معياري ليکدود د ايجاد او تعميم په مخ کې يې خنډ بللای شو. د يوه معياري او ټولمنلي ليکدود په مخ کې بل خنډ دا هم دی، چې موږ په ماضي کې داسې کومه املاء نه لرو، چې اوس يې ځانته مخبېلګه کړو او د څو ليکدودونو د وارينټونو په انتخاب کې له هغه مرسته وغواړو. بل خنډ دا دی، چې پښتو ته تر اوسه، لکه څنګه چې يې حق دی، په سرکار و دربار کې پاملرنه نه ده شوې، که چېرې توجه ورته وشي او اداري او رسمي چارې په پښتو شي، رسنۍ په پښتو شي، علمي آثار پکې وکښل يا وژباړل شي؛ نو بيا به پښتو د ضرورت ژبه شي، خلک به يې زده کوي او ليکدود به يې معياريتوب ته يو قدم ورلنډېږي. د پښتو د معياري ليکدود د ايجاد او تعميم په لار کې تر ټولو لوی خنډ دا دی، چې پښتو ژبه تر اوسه کومه معياري لهجه نه لري، چې پر بنسټ يې معياري ليکدود ورغېږي. په ډېری ژبو کې د معياري ليکدود بنسټ پر معياري لهجه باندې ولاړ وي، چې د يوې ژبې ويونکي يې په رسمياتو کې کاروي، د پښتو ژبې يوې لهجې ته لا دا زمينه نه ده برابره شوې چې معياري شي او له آمو تر اباسينه پورې پروت شاوخوا شپېته ميليوني ملت يې وکاروي.
د پښتو معياري ليکدود د تعميم او ايجاد په لار کې د لاندې پرتو ستونزو تر نومېرلو ورسته ورته لاندې حللارې وړانديزوو:
۱. د معياري لهجې او بيا معياري ژبې نه لرل:
د پښتو ژبې د معيار سازۍ پروسه له ډېره وخت راهيسې راپيل شوې ده، که مرکه د پښتو وه، که پښتو ټولنه او که د پېښور پښتو اکاډمۍ وه، دغو ټولو مرکزونو د پښتو ژبې د معياري کولو لپاره کار کړی او کوي يې. خو له بدهمرغه پښتو ژبه تر اوسه کومه معياري لهجه نه لري، چې ټول قلموال او بيا ويناوال يې تعقيب کړي. همدارنګه د پښتو ژبې معيارسازۍ ته ليکوالو په انفرادي توګه هم کار کړی دی، چې علامه حبيبي، استاد قلندر مومند، عبدالصمدخان اڅکزی او د استاد زيار نومونه د يادونې وړ دي. که چېرې پښتو ژبه معياري شي، پر بنسټ يې معياري ليکدود په اسانه رغېدلای شي.
۲. په پښتو ژبه کې د ليکدودونو تعدد:
که د دولت تر پاملرنې لاندې د ليکدود اړوند څو نړۍوال سيمينارونه جوړ شي، پر ليکدود باندې بحث ته زمينه مساعده شي، د دغو درېيو مشهورو ليکدودنو د پلويانو خبرې واورېدل شي، علمي مسايل د علمي نظرياتو په رڼا کې په دليل سره حل شي، نو پښتو به د يوه کره او ټولمنلي ليکدود څخه برخمنه شي او له دې ليکدود څخه پيروي به بيا د ټولو قلموالو رسالت جوړ شي. د لیکدودونو د توحید په برخه کې که د افغانستان د علومو اکاډمي، دولتي پوهنتونونه، د پېښور پوهنتون پښتو اکېډمي، د کوټې پښتو اکېډمي او نور متخصص لیکوال د افغانستان د علومو اکاډمۍ په مشرۍ سره راټول شي او د یوه ټولمنلي معیاري لیکدود په ايجاد او تعمیم کې خپل نقش تر سره کړي؛ نو دا به د اکاډمۍ په تاريخ کې لویه کارنامه وي. که چېرې د تکنالوژۍ په دې زمانه کې، پښتو ژبه په الفبايي سيستم کې داخل يو متحد ليکدود ونه لري، نو کومه ډيټا چې د نيټ غېږې ته پورته کېږي، له هغې ډيټا څخه بيا نوې ټکنالوژي، لکه ګوګل ژباړن، چټ جي پي ټي او نور سمه استفاده نه شي کولای، نو که غواړو پښتو ژبه په اوسنۍ عصر کې له سيالو ژبو سره له سيالۍ پاتې نه شي؛ نو د متحد ليکدود لرل لويه اړتيا ده.
۳. د پښتو ژبې د لهجو زياتوالی:
که چېرې د پښتو د کومې لهجې لپاره سياسي او اقتصادي شرایط برابر شي او سيمهييزه لهجه پر معياري لهجه باندې واوړي، نو پښتو به معياري ژبه او لهجه ولري، او له معياري ژبې او بيا معياري ليکدود سره به د نورو لهجو د ويونکيو حساسيت او مقاومت هم کم شي.
۴. پښتو ژبې ته د وخت د دولتونو نه پاملرنه:
پښتو د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده، هر دولت ته پکار دي، چې د اکثريت ولس د ژبې غوړېدا په خپلو لومړيتوبونو کې وشمېري. که پښتو د دولت ژبه شوه، دولتي فرامين، اطلاعيې، مکتوبونه او د دولتي لوړ پوړو چارواکو ويناوې او ليکنې په پښتو شوې، نو پښتو ژبه به د معياري ژبې او معياري ليکدود لرونکې شي.
کوم وخت چې معياري ليکدود جوړ او ومنل شو، ټول دولتي فرامين، اطلاعيې، قوانين او په هيواد کې چاپېدونکې مجلې او کتابونه دې پر معياري ليکدود چاپ شي او له آمو تر اباسينه پورې ټول پښتانه دې هڅه وکړي، چې له يوه کره او ټولمنلي ليکدود څخه په رسمي او غير رسمي ليکنو کې کار واخلي.
وړانديزونه
تر معياري ليکدوده د رسېدو په مزل کې د پښتو املاء د کاروان له مخکښانو سره لاندې وړانديزونه شريکوم:
۱. د افغانستان د علومو اکاډمي دې د معياري ليکدود په اړه سيمينارونه جوړ کړي، چې د لوی افغانستان ټولو ژبپوهانو او ادبپوهانو ته پکې د ګډون زمينه برابره شي، تر څو د معياري ليکدود د لرلو پر اړتيا خلک بحث ته راوبولي. د ډاکټر محب وزير په خبره د پښتو ژبې راتلونکی له برو پښتنو سره اړوند دی او د دې برعکس ښکته يې هيڅ راتلونکی نشته.
۲. په معياري پښتو ليکدود کې د نيمه فاصلې شتون دې مراعات شي، ځکه د نيمه فاصلې په کارولو سره مو د ليکنو لوستل او پرې پوهېدل اسانه کېدلای شي. لکه: نړۍوال، سيمهييز، نړۍليد، تاريختېر او داسې نورو کلمو کې.
۳. هڅه دې وشي، چې د هر ږغ (فونيم) لپاره يوه نخښه (ګرافيم) وټاکل شي، تر څو مو ليکدود د ابجد له سيستم څخه پر الفبايي سيستم باندې بدل شي، که داسې وشي، وينګ او ليک به مو سره نژدې کړی وي.
۴. د پينځو ياګانو له جملې څخه دې (ئ) کمه شي، ځکه (ۍ) لرو، نو ضرورت ورته نشته.
۵. د (ی) او (ے) له منځه دې یو ګرافیم انتخاب شي، پرته(ے) د مقبوضه افغانستان ډېری لیکوال کاروي، پرته (ے) په اردو املاء کې لکه زموږ د اوږدې (ې) غوندې آواز نمایندګي کوي خو لر لیکوال یې د نرمې یا پر ځای کاروي.
۶. د زور ږغ د کلمې په پيل کې پر الف ليکو، لکه (اتل)، د کلمې په منځ کې يې نه ليکو، لکه (مل) او د کلمې په پای کې يې د (ه) په واسطه ښييو، لکه، (لښته). د يوه فونيم لپاره د درېيو ګرافيمونو کارول پر املاء پوهېدنه سختوي. که چېرې د زور لپاره (ا) ګرافيم ومنل شي نو اتل، مل، لښته به داسې ليکو: اتال، مال، لښتا. دا وړانديز په هغه صورت کې د پلي کېدو وړ دی، چې د /الف/ لپاره د کلمې په پيل، منځ او پای کې (آ) ومنل شي، لکه: آس، ودآن او پکتيکآ.
۷. د باړهګلۍ سيمينار د پرېکړې پر اساس د زورکي د ښوولو لپاره دې د ( ۀ) نخښه ومنل شي(خټک،۱۹۹۱:۲۴). يا دې د دوکتور پالوال وړانديز کړې نخښه (ء) ومنل شي، لکه: زړء، ږغېدءنه. همدارنګه دې د زورکي د فونيم لپاره د کلمې په پيل، منځ او پای کې د يوه ګرافيم کارول دود شي. په اوسني مروج ليکدود کې يې د کلمې په پيل کې پر الف، په منځ کې يې هيڅ نه ليکو او د کلمې په پای کې يې د (ه) په واسطه ښييو، لکه: اباګنۍ/∂bāgan∂y/ ، مېرمن/merm∂n/ او تره/tr∂/. که د زورکي په برخه کې د دوکتور پالوال صاحب يا ش.ک شينواري صاحب پيروي وشي، پورتنۍ کلمې به داسې ليکو: ءباګنۍ، مېرمءن او ترء.
۸. اوږد واو، لنډ واو او سيمي واول واو ته دې بېلابېلې نخښې وټاکل شي. يا دې د (واوونو) اړوند د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي وړانديز ومنل شي، خان شهيد د اوږد واو/o/ د ښوولو لپاره د (و) بېخ ته د غبرګژبيزو ږغونو د ګرافيمونو غوندې کړۍ ور اچوي، د لنډ واو/u/ بېخ ته هم د زېر غوندې نخښه کاږي او نيمواک واو/w/ په عادي شکل (و) ليکي.
۹. که د اوږد واو لپاره (ﯙ) او لنډ واو لپاره (ۉ) ګرافيم وليکو او د سيمي واول واو /w/ لپاره (و) دود شي، د پښتو ليک لوستل به ورسره څه نا څه آسانه شي.
۱۰. د (وو، ول، وو) کومکي فعلونه دې سم وکارول شي، لکه: خيبر راغلی وو، دوی راغلي ول او موږ راغلي وو/ ولو. (ول) اوسمهال کارېدونکی فعل دی، چې د دری (بودن) يې انډول دی.
۱۱. د مورفيمونو( آزاد + آزاد او آزاد+ مقيد) د ګډ او بېل ليکلو لپاره دې واضحه قاعده رامنځته شي.
يادونه: د زور، زورکي، الف او درېيو (واوونو) لپاره مو د موضوع د وضاحت لپاره ګرافيمونه وړانديز کړل.
اخځليک
اسلانوف او ګراسيمووا.(۱۳۴۷). د افغانستان ملي ژبه او ادب. ژباړن، شينواري، معتمد. کابل: پښتو ټولنه.
الفت، ګلپاچا. (۱۳۹۲). ليکوالي (املاء او انشاء). څلورم چاپ. جلالآباد: يار خپرندويه ټولنه.
پالوال، عبدالرازق. (۱۳۸۴). معياري پښتو. شال (کوټه): يونايټيډ پريس.
تږی، حبيب الله. (۱۳۸۹). نوې ژبپوهنه او ژبني مسايل. کابل: دانش خپرندويه ټولنه.
حبيبي، عبدالحی. (۱۳۸۳). نومورکي مؤرخين. دويم چاپ. کوټه: صحاف نشراتي موسسه.
حسام، علاوالدين. (۱۳۹۵). ليکپوهنه( ګرافيم پېژندنه). جلالآباد: ختيځ خپرندويه ټولنه.
حکمتيار، ګلبدين.(بې تا). پښتو ليکدود. د چاپ ځای يې معلوم نه دی.
خټک، راجوليشاه. (۱۹۹۱). نوې املاء. پېښور: پښتو اکېډيمۍ.
درانی، دروېش.(۲۰۱۱) ستوري په لمن کې، څلورم چاپ. کوټه: صحاف نشراتي موسسه.
روښان، بايزيد.(۱۳۹۶). خيرالبيان. سريزه، ترتيب، مقابله، سمون او لمنليکونه: هوتک، محمد معصوم. کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
زيار، مجاور احمد. (۱۳۸۶). ليکلارښود. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
شېرزاد، محمد آقا.(۱۳۹۰). ليکپوهه. کابل: د ښوونکيو د روزنې لوی رياست.
شېرزاد، محمد آقا.(۱۳۸۹). ليکوالي. کابل: جهاندانش خپرندويه ټولنه.
ښکلی، اجمل.(۱۴۰۱). د ژبپوهنې نظريې. کابل: پکتوس خپرندويه ټولنه.
مومند، قلندر.(۲۰۰۸). تنقيد. څلورم ځل. پېښور: امن پرېس باچا خان مرکز.
هاشمي، سيد محی الدين. (۱۳۸۳). ليکوالي. دويم چاپ. پېښور: ميروس کتابپلورنځی.
هلالي، عبدالحکيم. (۱۳۵۵). د پښتو ژبي فونيميکي الفبې لارښود. کابل: پښتو ټولنه.
هوتک، محمد بن داود. (۱۳۳۹). پټه خزانه. د علامه حبيبي په زيار. کابل: د پوهنې وزارت.
هوتک، محمد معصوم.(۲۰۱۱). پر معياري ژبه د معيار په ژبه يوه څېړنه. دويم چاپ، کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
استاد مجترم، ډیره اړینه معلوماتي لیکنه ده او په ډیره خوږه ژبه. ستا د لیکنې د لوستلو په مهال مې ستا استادانو ته دعا وکړه چې یو دانشمند ځوان يې کدر ته راوستی دی. ځينې تش په نوم استادانو خو املا لا نه ده زده او د مسلک د نظره به د ادبیاتو استاد وي خو ادبي معلومات به يې ډير کمزوري وي. شکر چې د پښتو باسواده او دانشمند استاذان هم لرو، که څه هم شمیر یې کم دی.
مننه قدرمن شرافت صاحب، مهربان یاستئ.