حافظه په پراخه معني هغه وړتیا ده چې په مټ یې انسان د پخوانیو تجربو او پیښو په اساس خپل چال چلند ته بڼه ورکوي خو په ورځنیو چارو کې کې د دې لپاره کارول کیږي چې مخکینۍ پیښې په شعوري توګه بیا تجربه کړو او یا زده شوي معلومات بیا تولید کړو او ویې کاروو. خو د حافظې په برخه کې دغه تعریف ډیر جامع نه دی ځکه چې حافظه ډیره پیچلې ښکارنده ده او کله چې انسان بیلابیل کارونه کوي نو دغه تجربې په بیلابیلو حافظو کې ساتل کیږي تر اوسه پورې په دې برخه کې ډیر څه لا نه دي روښانه شوي. انسانان او حتي حیوانات او هغه ژوي چې څوحجرې لري له شعوري حافظې پرته هم په غیر شعوري توګه هم ځینې شیان په یاد ساتي. د مثال په توګه یو ماشوم ته به کله هم چا نه وي ویلي چې اور خطرناکه دی خو کله چې لاس ور اوږد کړي او لږ هم درد احساس کړي بیرته وډار شي دغه ډار هم زموږ د حافظې یوه برخه ده. په ساده او کوچنیو ژویو کې دغه حافظه محدوده وي او یوازې د محدودو عصبي حجرو په لړ کې زیرمه کیږي چې دغه کانالونه تر ډیره حده پیژندل شوي هم دي او چال چلند یې هم محدود دی.
خو د انسان په شمول په لویو حیواناتو کې د حافظې سیسټم خورا پيچلی دی.تر دې وړاندې دغه خبره اړینه ده چې پوه شو حافظه د مازغو په یوې خا صې برخې کې پرته نه وي، د حافظې مختلف ډولونه د مازغو په بیلابلو برخو کې موقعیت لري چې له یو بل سره د عصبي کانالونو یا چینلونو په وسیله ارتباط پیدا کوي.
حافظه یوه پیچلې پروسه ده چې د مازغو بیلابیلې برخې پکې ښکیلې وي. د مازغو په هکله لا هم ډیر څه نه دي روښانه شوي او ممکن دغه تقسیمات او ویش چې اوس د حافظې په هکله کیږي بدل شي. په دې وروستیو کې داسې څیړنې هم شوي چې ښيي حافظه یوازې په مازغو کې نه وي بلکه هره حجره ځانته یوه حافظه هم لري.
کله چې موږ غواړو یو څه زده کړو یا یې حافظې ته وسپارو نو درې مهم پړاونه په دې برخه کې د یادولو دي:
کوډ جوړونه، زیرمه کول او بیرته ترې ګټه پورته کول او یا برسېره کول.
۱: کوډینګ یا له معلوماتو د کوډ ونو جوړول:
کله چې مونږ یو څه ګورو، اورو، او یا یې تجربه کوو لومړی زمونږ په حواسو سره مازغو ته ځي او په خپلو خاصو برخو کې زیرمه کیږي له هغه وروسته دغه معلومات د مازغو په وسیله ترجمه کیږي او په داسې کوډونو بدلیږي چې زیرمه کیدای شي. دغه چاره د توجه او تکرار په نتیجه کې د مازغو په پورتنۍ برخې کورټیکس کې ترسره کیږي. حافظه په هیپو کمپوس کېذبڼه خپلوي بیا قشر ته انتقالیږي. لکه چې مخکې مو هم وویل په مازغو کې د بیلابیلو معلوماتو لپاره خپلې خاصې سیمې ځانګړې شوي وي. د مثال په توګه د مازغو په ویژول یا بصري برخه کې انځورونه په سمعي برخه کې اوازونه او همداسې په شامي یا د بویولو حافظه د مازغو په هغې برخې کې زیرمه کیږي چې د بویولو لپاره ځانګړې شوې وي. یعنې هر احساس په مازغو کې خپلې برخې لري او هلته دغه کوډونه زیرمه کیږي.کله چې کوډینګ وشو او معلومات په کوډونو ترجمه شول بل پړاو د زیرمه کولو او هلته د ساتلو دی
۲: زیرمه کول: په دې پړاو کې معلومات زموږ په ذهن کې زیرمه کیږي چې بیا وروسته د اړتیا په وخت ورته مراجعه وشي، په حقیقت کې په دې ډول په ذهن کې یو پرزینټیشن جوړوو، دغه پرزینټیشن ممکن د اواز، تصویر، بوي او احساس په بڼه وي. دغه زیرمه دوه ډوله وي یوه لنډمهاله او بله اوږدمهاله. یو شي ته مو پام وي ممکن کوم ځاي تر دې د ډیرو ډولونو یادونه وشي خو دلته زه د مطلب د لنډولو لپاره مختصر د حافظې ډولونه یادوم چې په دې ډول د موضوع له درک سره مرسته وکړي.
۳: بیرته برسیره کول: په دې پړاو کې مازغه دغه کوډونه بیرته ژباړي او انسان همغه شی بیرته په زړه کوي. مخکې مو یادونه وکړه چې لومړ معلومات په لنډ مهاله حافظه کې وي او بیا دایمي حافظې ته ځي او هلته زیرمه کیږي.
څیړاندو حافظه په ټوله کې په دوه ډوله ویشلې ده:
لنډ مهاله او اوږدمهاله یا دایمي حافظه
لنډمهاله حافظه: لنډمهالې حافظې ته کاري حافظه هم ویل کیږي، دا موقتي حافظه ده چې د مازغو د یاددښت کتابچه هم بلل کیږي. په بله وینا د کمپیوټر ډیسک ټاپ ته ورته ده چې موقتي معلومات او یا فایلونه پکې ږدو او وروسته اصلي حافظې ته انتقالیږي او یا هم له کمپیوټره پاک کیږي. کله چې معلومات بیا بیا تکراریږي نو او ذهن درک کوي چې دغه معلومات اړین دي نو دایمي حافظې ته انتقالیږي خو که تکرار نه شوول او نور معلومات پرې راغلل نو دغه پخواني موقتي حافظه له منځه ځي.
لنډمهاله حافظه د مثال په توګه هغه وخت پکار وي چې تاسو په مازغو کې یو عدد جمع کوئ. او یا ګورئ چې د دې سودا لپاره چې په دوکان مو رانیولې څومره پیسې ورکړم. کله چې انسان په دغې حافظې کې ستونزه پيدا کړي نو مثال ېې دا کیدای شي چې دغه کس به په دوکان کې د پيسو ورکولو په وخت ډیر وخت تیروي. دغه چاره د مازغو په مخکینۍ پورتنۍ برخې کې چې پرې فرانټل کورټیکس بلل کیږي پرته وي او له څو ثانیو تر دقیقې پورې وخت غواړي. خو له لنډمهالې حافظې اوږد مهالې ته د معلوماتو انتقال په بیلابیلو شرایطو کې توپير کوي د مثال په توګه کله چې د ټيلفون یوه شمیره پرله پسې تکرار شي او تمرکز هم ورسره وشي نو سمدستي اوږدمهالې حافظې ته انتقالیږي او د کلونو او حتي د ټول عمر لپاره هم په یاد پاتې کیداي شي. په اوږدمهاله حافظې کې زموږ تجربې، پوهه،مهارتونه، او هر شی چې زده کوو زیرمه کیږي. دغه حافظه کله هم نه ډکیږي. نو همدلته دغه خبره له ذهنه وباسئ چې زما مازغه نور ځاي نه لري تر اوسه پورې هیڅ سرحد ورته نه دی موندل شوی او داسې ډاکټر به پيدا نه کړئ چې درته ووايي ستاسو د مازغو د زیرمې وړتیا څومره ده.
اوږدمهاله حافظه: که معلومات مهم وي او بیا تکراریږي نو دغه معلومات اوږدمهاله حافظې ته انتقالیږي چې د اوږدې مودې لپاره هلته پاتې کیږي.
لکه چې په عکس کې ګورو اوږدمهاله حافظه په ټول کې دوه ډوله وي (Explicit) ښکاره یا څرګنده ده. په څرګنده حافظه کې دوه ډوله د یادولو دي (Semantic) چې پښتو کې ېې معنی یي هم بللی شو. او دلته پوهه ، علمي معلومات او واقعیتونه زیرمه کیږي مثلن کله چې تاسو زده کړل چې مازغه نوي میلیارده حجرې لري دا په سیمانتیک حافظه کې زیرمه کیږي. نو په ټول کې عام خلک چې کله د حافظې او زده کړې خبره کوي دغه حافظې ته اشاره وي، بل ډول څرګنده حافظه Episodic یا د پیښو او تجربو حافظه ده. مثلن په کوچنیوالي کې د لومړي ځل لپاره د عومبسې یا بمبرې د چیچلو پیښه دلته زیرمه کیږي.
بله اوږدمهاله حافظه (Implicit) تلمیحي یا ناڅرګنده حافظه بلل کیږي چې غیرشعوري ېې هم بللی شو.تلمیحي یا غیرشعوري حافظه بیا دوه ډوله وي یو ډول (procedural) چې طرزاعملي حافظه ده ممکن مناسبه پښتو کلمه همدا وي ورته. په دې کې حرکتي او موتوریک شیان زیرمه کیږي مثلا د بایسکل زده کړه، د کیبورد استعمال او د ګیتار زدهکړه دلته زیرمه کیږي. بل ډول غیر شعوري حافظ (priming) ده. پرایمنګ ته پښتو کلمه ممکن ذهني چمتوالي مناسبه ښکاري خو کوم بل وړاندیز وي نو متن به سم کړم. د مثال په توګه کله چې مونږ د کتاب کلمه یادو له فکر کولو پرته د قلم ، مکتب او پوهنتون کلمې ذهن ته راځئ. مثلا کله چې د کورتو خبره کوو نو تر کتاب ژر غوړي ذهن ته راځي.
مازغه په دوامداره توګه فعالیت کوي، بیلابیلې عصبي حجرې یا نیورونونه چې د بیلابیلو افکارو، خیالونو، درک کولو او اعمالو مسولیت لري تل د زینګنالونو د تبادلې په حال کې وي. کله چې یوه خاطره او یا په حافظې کې موجود معلومات او پوهه بیرته په زړه کوو په حقیقت کې د عصبي حجرو یو چینل بیرته فعالوو. دغه د عصبي حجرو چنیل د همدغو معلوماتو او یا خاطرو د حفظولو په وخت فعاله شوې او مذبوته شوې وې نو کله چې غواړو بیرته ېې په زړه کړو همدغه چینل بیرته فعالوو. خو څه پيښیږي چې یوازې همدغه چینل فعالیږي ځکه هلته خو په میلونونو او میلیاردونو نورو عصبي رشتې یا چینلونه هم شته؟ دغه چاره د مازغو د عصبي حجرو د یوه فوق العاده قابلیت په نتیجه کې رامنځته کیږي چې انګریزي کې ورته (synaptic plasticity) وايي. دا په څه معني ده. په پښتو کې دغه کلمه داسې تعریفولی شو چې د عصبي حجرو تر منځ د غوټو یا ساینپسونو پلاستیکي حالت. په دې معني چې کله موږ یو شی زده کوو دغه غوټې یا د عصبي حجرو ترمنځ ساینپسونه بڼه خپلوي او هر څومره چې دغه نوی شی «پوهه، معلومات او یا د نوې الې زده کړه» ډیره تکراروو دغه پلاستکي حالت نور هم زیاتیږي او دغه چینل نور هم مذبوتیږي خو که تکرار نه شي نو ورو ورو دغه غوټه کمزورې کیږي او بالاخره له منځه ځي. دغه بدلون ته پلاستکي فعالیت وايي نو څومره چې یو شی ډیر تکرار شي هومره ډیر په یاد پاتې کیږي. څو کاله وړاندې په لندن کې د بس ډریورانو او د لندن د ټکسي ډیریورانو په مازغو څیړنه وشوه او د مازغو هیپو کامپوس ېې و څیړل شو نو جوته شوه چې د ټکسي ډریوارانو د مازغو هیپوکمپوس د بس ډریورانو په پرتله غټ وو علت ېې دا ؤ چې ټکسي ډریواروان مجبوره وو هره ورځ نوې لارې او کوڅې پيدا کړي او تل دغه لارې بدلوي نو باید بیا بیا ېې حفظ کړي خو بس ډریوران په یوې خاصې او معلومې لارې ځې نو د بیا حفظولو زحمت ېې نه ایست. نو د هر نوي شي،
هرې پوهې او هر جملې لپاره په مازغو کې یو چینل فعالیږي دغه چینل تر هغو فعاله وي چې کار ترې اخلو خو که یوه موده مو دغه علم، پوهه، او یا نوې وسیله ونه کاروله ورو ورو دغه چینل کمزوری کیږي او له منځه ځي. دغه پلاستکي حالت د لنډ او اوږد مهال لپاره جوړیږي.
نو د حافظې لپاره د دغو چینلونه مذبوتیا مهمه وي او دغه راز د دغه پلاستیکي حالت له برکته د عمر په زیاتیدا او د نویو تجربو په ترلاسه کولو سره دغه حافظه هم بشپړه کیږي او یا تغییر کوي. یو مثال ممکن دلته مرسته وکړي. کله چې یو پنځه کلن ماشوم ته د کور نوم واخلئ نو هغه د کور یو رسم په ذهن کې تداعي کوي خو که یو پنځوس کلن کس ته د کور ټکی یاد کړي نو دی په رسم نه بلکه د خپل حقیقي کور انځور تداعي کوي دا ځکه چې د عمر د تجربو او د کور د کلمې د حفظولو لپاره د عصبي چینل پلاستکي قابلیت له امله د کور د کلمې اخیستون او درک بدل شوی وي ګڼي کله چې په ما شومتوب کې د کور کلمه حفظ شوه همغه عصبي چینل تل فعاله وي خو بڼه ېې بدلیږي.
نو کله چې غواړئ یو څه په یاد وساتئ حتما باید کله ناکله ېې تکرار کړئ البته د ځینو یادونو، خاطرو او معلوماتو حافظه ټول عمر پاتې وي خو په کلي توګه حافظه هم تمرین او تکرار ته اړتیا لري.
حافظه یا په بله معنی زموږ خاطرې، معلومات،تجربې او زموږ عادتونه او خویونه چې د حافظې یوه برخه ده د مازغو په یوې خاصې برخې کې نه زیرمه کیږي بلکه حافظه د مازغو په بیلابیلو برخو کې چې له یو بل سره د عصبي حجرو او لارو په وسیله تړاو لري موقیعیت لري. څرګنده حافظه چې معنايي او تجربي حافظې پکې راځي د مازغو په دریو برخو کې زیرمه کیږي. د دغو درې برخو نومونه په لاتین کې hippocampus, neocortex او amygdala بلل کیږي. خو تلمیحي یا ناڅرګنده حافظه د مازغو په basal ganglia او cerebellum کې موقعیت لري. دغه راز موقتي حافظه چې کاري حافظه هم بلل کیږي تر ډیره بریده په prefrontal cortex کې موقعیت لري.
هیپو کمپوس Hippocampus:
لکه چې په عکس کې ېې ګورئ هیپوکمپوس د مازغو په مرکز کې د (temporal lobe) په نامه يو ځای کې موقیعیت لري. دغلته زمونږ د څرګندې حافظې تجربوي (Episodic) ډول بڼه خپلوي خو د تل لپاره دلته نه پاتې کیږي دې خافظې ته اوتوببوګرافیکه حافظه هم وایي چې د ژوند خاصې پیښې هلته بڼه خپلوي د مثال په توګه تیره اونۍ تاسو له یوه ملګري سره خوږ بنډار کړی دغه بنډار د مازغورپه دغې برخې کې جوړیږي. خو څنګه د لومړي ځل لپاره ډاکتران پوه شول چې حافظه د تل لپاره دلته نه پاتېږي. په ۱۹۵۳ میلادي کال کې د هینري مولایسن په نامه یوه ناروغ د ميرګي له امله د مازغو اپریشن وکړ او هیپوکمپوس ېې بهر کړ. د مولایسن د میرګي ستونزه حل شوه او له هغه وروسته ېې پنځه پنځوس کاله ژوند وکړ . خو له عملباتو وروسته هغه نوې تجربوي حافظې یوازې د یوې دقېقې لپاره په یاد ساتلې بیا به ېې هر څه هیر وو. خو تر عملیاتو مخکې ټولې دغه ډول حافظې ېې په یاد وې. نو دې تحربې وښودله چې دغه ډول حافظې په هیپوکمپوس کې بڼه خپلوي او بل ځاي زیرمه کیږي.
له دغو څېړنو وروسته څېړاند پوه شول چې څو ډوله حافظه موجوده ده او په تجربي حافظه کې یوازې هیپوکمپوس رول نه لري بلکه دغه حافظه په نورو سیمو لکه basal ganglia او cerebellum کې هم پاتې کیږي.
نیوکورټیکس Neocortex
د مازغو په برنۍ برخه یا قشر کې یو بذخه چې نیوکورټیکس بلل کیږي، دغه برخه په حرکتي اوامرو، د قضاوت او استدلال په برخه او دژبې په شان د انسان په بیلا بیلو اعمالو کې مهمه ونډه لري .ډېر ځله هغه خاطرې، معلومات او پوهه چې په هیپوکمپوس کې بڼه خپلوي همدلته په نیوکورټیکس پاتې کیږي. په تیره بیا عمومي معلومات او د زده کړې او علمي موضوعات دلنه انتقالیږي.دلته څېړاند یوه مهمه خبره کوي او هغه دا چې دغه معلومات د خوب په وخت له هیپوکمپوس څخه قشر یا نیوکورټیکس ته انتقالیږي. دا په دې معني ده چې که درس وایئ او غواړئ نوی شی زده کړئ نو ورسره سم خوب هم اړین دی.
امیګډلا Amygdala:
د مازغو په یوې برخې چې temporal lobe نومیږي د یوه بادام په اندازه یوه وړه غوټه پرته ده چې امیګډلا ېې بولي. دغه غوټه ډیرې مهمې دندې لري په تیره بیا له خطرونو د انسان په ساتلو کې مهمه برخه ده. په امیګدلا کې ډیر قوي عاطفي یادونه زیرمه کیږي. د مثال په توګه د شرم، خوښۍ، مینې او غم په شان یادونه او خاطرې په ډیرې سختۍ له دې برخې پاکیږي. دا چې دغه خاطرې او یادونه په امیګډلا کې زیرمه کیږي او ژر له منځه نه ځي دا د دې ښودنه کوي چې د نیوکورټکس، هیپو کامپوس او امیګډلا تر منځ تعامل اساساي رول لري او د دغه تعامل په نتیجه کې دغه عاطفي خاطرې دلته په دوامداره توګه پاتې کیږي. د خاطرو په تړاو د امیګډلا بله مهمه دنده له خطرونو د انسان ساتل دي او دغه دنده هم د خاطرو په اساس ترسره کوي. د مثال په توګه کله چې یو کس له یوه خطر سره مخامخ شي نو سمدستي په امیګډلا کې حک شي او کله چې بیا دغسې خطر رامنځته کیږي نو امیګډلا فعالیږي او ټول بدن ورسره دفاعي حالت ته ځي. دغه حالت د د ویرې زده کړه وايي. له یوه رواني ګوزار وروسته د سترس سندروم post-traumatic stress disorder( PTSD) د ویرې د زدهکړې په اساس رامنځته کیږي.
نا څرګنده یا غیر شعوري حافظه د basal ganglia او cerebellum په نامه د مازغو په بلې برخې کې پاتې کیږي.
د قاعدې غوټې یا Basalganglier:
دغه غدې یا غوټې د مازغو په ښکتنۍ او ژورې برخې کې پرتې دي. عکس وګورئ. دغه برخې بیلابیلې دندې لري د مثال په توګه د احساساتو او انعامونو ، عادتونو، حرکتونو او مهارتونو په برخه کې اساسي رول لري او دغو شیانو د خاطراتو مرکز هم دی. دغه برخه په تیره بیا د حرکتونو په انډول اود اړتیا په وخت کې د انډول ساتلو او کورډیناشون په برخه مرسته کوي. د مثال په توګه کله چې تاسو د موسیقۍ اله او یا ګډا زده کوئ او یا هم د بایسکل ځغلول زده کوئ دغه برخه ډیره فعاله وي. هغه کسان چې پارکینسون ناروغي لري د مازغو همدغه برخه ېې ناروغه کیږي او ځکه خو په حرکتونو کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.
وړوکي مازغه / مخچه او یا :Cerebellum
که د مازغو تصویر یو ځل بیا وګورئ د مازغو په شاتنۍ برخه کې یو راوتلی جوړښت دی٬چې Cerebellum بلل کیږي. دغه برخه د ظریفو حرکتونو په کنټرول او د بدن په بیلانس کې رول لري. مثلا که تاسو پيانو غږوئ نو د Cerebellum په مرسته تاسو د پيانو پر بټنو د فشار اندازه عیاروئ چې څومره فشار باید راوړل شي او یا کله چې په وړو لرګیو د خوړلو چل زده کوئ دغه برخه د دغو لرګیو د بیلانس په ساتلو کې درسره مرسته کوي. دلته هغه معلومات زیرمه کیږي چې له موږ سره په موتوریکه یا حرکتي فعالیتونو کې مرسته کوي.
موقتي حافظه او یا کاري حافظه:
د تندي تر شا د مازغو په مخکینۍ برخه کې د Prefrontal cortex نوم یوه برخه ده چې په پورتني عکس کې په زرغون رنګ ښودل شوې ده. دلته زموږ موقتي حافظه او یا کاري حافظه موقعیت لري.
د عمر په زیاتیدا سره په حافظه او زده کړې کې بدلون راځي. تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې زمونږ د ماشومتوب حافظه له منځه ځي . تر یو ټاکلي عمره ممکن ځینې خاطرې مو په زړه وي خو نورې نه پاتې کیږي. ښایي دغه خاطرې په ما زغو کې وي خو د برسېره کیدا امکان ېې نه وي او يا ښایي نویو خاطرو او معلوماتو پخوانۍ هغه له منځه وړې وي.
خو کله چې د مشخصو عصبي حجرو ترمنځ ساینپسونه له منځه لاړ شي نو حجرې خپل تماس له یو بل سره له لاسه ورکوي او په دې ډول حافظه هم له منځه ځي. د مثال په توګه په الزایمر ناروغۍ کې یوډول پروتین د عصبي حجرو او ساینپسونو شاوخوا جوړیږي چې ورو ورو عصبي ساینپسونه او غوټې له منځه وړي او په ډول ناروع هیرجن شي.
حافظه له شل کلنۍ خپل لوړ ظرفیت ته رسیږي او له پنځوس کلنۍ ېې ځوړتیا پیلیږي البته په هیپوکمپوس کې ټول عمر د نویو حجرو نولید روان وي.