تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي 14 مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» نن (جمعه) هغه راپورونه رد کړل چې ګنې پاکستاني پوځیان د افغانستان د بدخشان ولایت واخان ولسوالي ته ننوتي دي.
هغې دا خبره په یوه خبري غونډې کې داسي وکړه چې د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ او د خیبرپښتونخوا د کورمې ولسوالۍ ترمنځ پر ډیورند کرښه د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نسبتاً شدیدې نښتې شوي دي.
پر پکتیکا د پاکستان له بمبارۍ او د طالبانو له غج اخیستونکو بریدونو وروسته د پاکستان پوځ ته نژدې کسانو په خواله رسنیو کې اوازې خپرې کړې چې ګنې پاکستاني پوخیانو واخان نیولی دی. د ځینو کتونکو په وینا پاکستان غوښتل د رواني جګړې په وسیله د افغان ځواکونو روحیه کمزورې کړي.
زهرا بلوچ د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له بمبارۍ وروسته د پاکستان پوځیان د افغانستان د واخان دهلېز ته ننوتي دي، وویل: «دا راپورونه ناسم دي. پاکستان د افغانستان حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.»
بلوچ زیاته کړه: پاکستان د افغانستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی، او د اسلامآباد او کابل تر منځ خبرې روانې دي.
هغې ټینګار وکړ: «موږ به د افغانستان له حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول د سرحدي وضعیت په اړه، خبرو ته دوام ورکړو. پاکستان په ډیپلوماسۍ باور لري او د افغانستان له حکومت سره به تعامل ته دوام ورکړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پکتیکا په ولایت کې د پاکستان د هوايي برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې «د پاکستان پوځیانو په سرحدي سیمه کې بریدونه کړي دي ترڅو هر ډول تروریستي ګواښونه خنثی کړي.»
دا په داسي حال کې دي چې د ملګروملتو په شمول د برمل اوسیدونکي وايي چې د پاکستان د بمبارۍ له کبله د ۲۰ ماشومانو په شمول ۵۱ ملکي وګړي ووژل شول.
له بلې خوا د پاکستان او افغان ځواکونو ترمنځ نورې نښتې شوي دي.
د خوست ولایت د والي ویاند مستغفر ګوربز د دغو نښتو په اړه وویل «بېګا شپه ناوخته شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستاني پوځ له لوري د خوست ولایت د علیشیر ولسوالۍ اړوند، د فرضې کرښې دې غاړې ته پر دریو کلیو ایروکام، کاږه او ګړاب د هاوانونو مرمۍ وویشتل شوې چې افغان دفاعي ځواکونو یې کلک ځواب ویلی دی.»