Homeخبرونهد ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار د داعش او...

د ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار د داعش او القاعده پر ضد پر اقداماتو تمرکز کوي

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي 14 مه) د امریکا د منتخب ولسمشر ډونال‌ ټرمپ د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار وایي چې د امریکا د راتلونکي حکومت ستراتیژي به د داعش او القاعده په څېر ډلو پر کنټرول تمرکز ولري.

مایک والټز وویل چې د دې پلان پر اساس په افغانستان، عراق او سوریه کې اقدامات شامل دي، هغه ځایونه چې کېدای شي ورڅخه د امریکا پر ضد بریدونه پلان شي.

والټز نن (د جمعې ورځ، د مرغومي ۱۴مه،) په یوه مرکه کې له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې امریکا باید د خپلې دفاع په اړه جدي فکر وکړي او تر ټولو لومړی باید خپلې پولې ټینګې کړي.

د امریکا د راتلونکي حکومت د ملي امنیت سلاکار په دې مرکه کې همداراز وویل چې په تېرو کلونو کې له ۳۰۰ څخه زیات هغه کسان چې د څارل کېدونکو ترهګرو په لیست کې شامل دي، له پولو امریکا ته وراوښتي دي.

هغه وویل: « تېر کال د داعش اته غړي، چې په درې بېلابېلو ښارونو کې یې د بریدونو پلان درلود، وپېژندل او ونیول شول. سره له دې، د دې ډلې ځینې غړي چې مرکز یې په تاجکستان کې دی، لا هم نه دي پېژندل شوي.»

مایک والټز همداراز د تروریستي ډلو د ګواښونو په وړاندې د استخباراتي همکارۍ او د قانون د پلي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د دې ترڅنګ، تهاجمي اړخ هم باید وڅېړل شي. په دې کې د بهرنیو ستراتیژیو ارزونه، د اډو موقعیت او د ځانګړو ځواکونو ځای پرځای کول شامل دي، ترڅو د داعش او القاعده په څېر ډلو فعالیتونه په افغانستان، عراق، سوریه او نورو سیمو کې ودرول شي.»

د هغه په وینا، دا اقدامات د امریکا د امنیت لپاره ضروري دي او واشنګټن ته اجازه ورکوي چې د جهادي ډلو د احتمالي بریدونو او پلانونو مخنیوی وکړي.

والټز په زغرده ونه ویل چې د امریکا نوی حکومت، چې د روانې جنورۍ په شلمه واک ترلاسه کوي، په افغانستان، عراق او سوریه کې به په څه ډول د ده په وینا د تروریستي ګواښونو مخه نیسي.

په سوریه کې د بشار اسد د حکومت له پرزېدو او په دغه هیواد کې د ایران او روسیې د نفوذ له پای ته رسیدو سره امریکا او اسراییل ته په دغه عربي هیواد کې د هر ډول مداخلې لاره هواره شوې ده. د ایران د کمزوره کېدو له کبله د عراق وضعیت هم مخ په بدلېدو دی او په افغانستان کې د طالبانو افراطي اقداماتو داسي شرایط برابر کړي چې که امریکا بیا وغواړي افغانستان ته ځواکونه واستوي یا د خپلو نیابتي ځواکونه ملاتړ وکړي، د ۲۰۰۱ م کال د پای په شان به د ډېرو افغانانو له هرکلي سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...