تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) په خیبرپښتونخوا ایالت کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د باجوړ د قبایلي ولسوالۍ غړي انور زیب خان د صوبايي اسمبلیو غړیو ته وویل چې د ټي ټي پي غړیو د ده په سیمه (باجوړ) کې ۱۵ امنیتي پوستې نیولي دي.
انورزېب خان دا خبره داسي مهال وکړه چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر د صوبایي اسمبلۍ غونډې ته د قانون او نظم د وضعیت په اړه د بندې دروازې شاته د راپور ورکولو لپاره بیړنۍ غونډې ته بلل شوی و.
انور زیب خان ټینګار وکړ چې «ترهګرو» په ښکاره توګه د هغه په PK-20 حلقې کې سخت نفوذ کړی دی.
ده وویل چې امنیتي ځواکونو د بانډه مالسید سیمې خلکو ته، چې د نوموړي په حلقه (هغه سیمه چې انور زېب پکې انتخاب شوی) کې شامله ده، امر کړی چې له خپلو کورونو ووځي څو د دې پوستو د بیا نیولو لپاره پوځي عملیات پیل شي.
“ترهګر تېره یکشنبه د ورځې په رڼا کې دې سیمې ته داخل شول، پوستې یې ونیولې او د امارت اسلامي افغانستان بیرغونه یې پورته کړل او د هغوی په پلوۍ یې شعارونه ورکړل”، ده دا هم وویل، چې د دې برید ویډیوګانې، چې د وسله والو مخالفانو له خوا ثبت شوې وې، په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.
د بانډه مالسید پوستې، چې مخکې به د امنیتي ځواکونو یا ځايي پولیسو له خوا ساتل کېدې، د هغه په حلقه کې د افغانستان له پوله لرې پرتې وې.
ده ادعا وکړه چې دا پوستې د شاوخوا ۴۰۰ وسلهوالو له خوا نیول شوې دي او د سرحدي کټارو د اغېزمنتیا په اړه یې پوښتنې وکړې.
“زېب خان وویل: «زه یوازې حیران یم چې څنګه دومره زیات شمیر ترهګر له هغې پولې څخه چې ازغن سیم او کټارې پکې نصب شوي، تېر شول.»
ښاغلي خان ادعا وکړه چې د سې شنبې په سهار خلکو ورته زنګ وواهه او د سیمې د یوې ممکنه پوځي حملې له وېرې یې د کورونو د پرېښودلو اجازه وغوښته، نو هغه ورته مشوره ورکړه چې خپلې کورنۍ خوندي ځای ته ولېږدوي.
“دوی بله لار نهلري، پرته له دې چې ځای بدل کړي”،
د خیبرپښتونخوا د ایالتي جرګې (اسمبلۍ) غړي وویل چې ترهګرو په نیول شوې سیمه کې سنګرونه کیندلي څو خپل موقعیت پیاوړی کړي.
هغه د پوځي عملیاتو په اړه وویل چې په تکرار ډول د ځايي خلکو د بې ځایه کېدو سبب شوي دي خو ګټه یې نه ده کړې.
ښاغلي خان ټینګار وکړ چې په سیمه کې څو ځله پوځي عملیات ترسره شوي، خو بیا هم ترهګر له منځه نهدي تللي.
هغه وویل چې خلک پوهېږي چې د ترهګرو د بیا راژوندي کولو تر شا څوک دي، په ځانګړې توګه د ممنوعه ترهګرې ډلې تحریک طالبان پاکستان د پخواني ویاند، احسان الله احسان، د تښتېدلو وروسته.
د خیبر پښتونخوا د ایالني جرګې ريیس بابر سلیم سواتي هم د ښاغلي خان د څرګندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ده جدي پوښتنې راپورته کړې چې څنګه له افغانستانه ترهګر د باجوړ فبایلي سیمې ته داخل شول او پوستې یې ونیولې.
په دې بحث کې چې د صوبې د امنیتي وضعیت په اړه و، د اسمبلۍ بل غړي اورنګزیب خان وویل چې وضعیت په ځانګړې توګه په ضمیمه شویو قبایلي ولسوالیو (ضلعو) کې ډېر خراب دی.
هغه وویل چې د پولیسو د مشر د امنیتي راپور له اورېدو وروسته فکر کوي چې په هېواد کې به حالت هېڅکله ښه نه شي.
د ایالتي جرګې غړي احمد کریم کونډي وویل چې د هغه په حلقه کې ډېری خلک د خپل ژوند په اړه اندېښنه لري، پرمختیايي پروژې نه غواړي، د سولې غوښتنه کوي.
ده هم د صوبايي جرګې له ريیس څخه غوښتنه وکړه چې د یوه حقیقت موندونکي او پخلاینې کمېسیون جوړولو لپاره ګام پورته کړي څو معلومه کړي چې ترهګر چا راوستي او څوک ورسره مرسته کوي.
ښاغلي کونډي د دې جرګې د کړنو د اصولو د تعدیل غوښتنه هم وکړه ترڅو د امنیتي چارو دایمي کمېټه جوړه شي او ټول امنیتي عملیات یوازې د دې کمېټې له منظورۍ وروسته ترسره شي.
د صوړبايي جرګې رييس موافقه وکړه او ویې ویل چې د اصولو بیاکتنه روانه ده.
هغه مخکې له دې چې غونډه تر نن (چهارشنبه) د ماسپښین ۲ بجو پورې وځنډوي، اعلان وکړ:
«موږ به د وړاندیز شوې دایمي کمېټې د جوړولو لپاره اصول بدل کړو.»