په هغه هوتل کې چې زه او زما مېرمن هستوګن يو، یو دنګ، غښتلی او مټور حاجی هم دېره دی. خدای پوهيږي چې څو کلن به وي خو له خپلې جوړې چې کشره خور به یې وي او که لور داسې هسکه غاړه وړي او داسې تېز مزل کوي چې ځینې وختونه ترې ځوانه مېرمن هم لېرې پاتې وي. هغه ستړې شي خو دی چې وینئ ته به وایې اوس نوی د ځغاستې مېدان ته ور دانګې .
دی نه ېوازې د محرم په ګڼه ګونه کې تر هر چا چابک او ګړندی وي، د صفا او مروا په غونډېو کې هم له هر چا تېزې منډې وهي.
زه د هوټل په وروستي پوړ (٢٣ )کې اوسېږم او حاجي په شلم کې دېره دی. ما او دی ډېری وختونه ېوبل له بل سره د هوټل په رستورانت او ېا پر لفت کې مخامخېږو، خو تل دواړه غلي او چوپه خوله يو او ېو بل نه ګړو، ځکه خو تر ډېره نه پوهېدلم چې حاجی هم افغان دی.
نن چې څنګه په لفت کې راپورته شوم له ځانه سره مې ګنډه کړه چې خامخا به یې پوښتم، خو ما لا ځان پوښتنې ته نه و جوړ کړی چې هغه وار لومړی کړ:
‐‐ باداره څېره خو دې د وطندار ده!
زړه کې مې خوښي منډه کړه، دې ډډ، وطني او مینه ناک غږ مې پر خوله خنداراوسته، مېرمن مې هم موسکۍ شوه، له هغه سره د مل مېرمنې سره یې سترګې وجنګولې، و مې ویل:
اسلام علیکم حاجی صیب! زړه زړه ته لار لري، نن مې غوښتل دا پوښتنه زه درڅخه وکړم خو تاسو وار مخکې کړ.
او چې څو حاجي خوله خبرې ته جوړوله، لفت ودرید، حاجی د اروپاېانو په څېر لاس پورته کړ:
ـ د لیدو په هیله !
او له لفته دباندې یې هم راغږ کړ:
ـ ښه شپه حاجي!
فکر مې وکړ، حاجی له اروپا یا آمریکا څخه راغلی دی، ځکه خو یې د مخه ښې کلتور هېوادنۍ نه برېښېده. سبا چې دوه پر دوه د هوټل په رستورانت کې کېناستو، د هغه د پرونيو خبرو د انداز له مخې مې د اروپاېانو په څېر لومړی ترې د نوم پوښتنه وکړه:
— نوم دې حاجی صیب؟
ځان ته مې لاس ونېو:
ـ زه خان سلام نومېږم.
حاجی شونډې بوڅې ونېوې، ترخه خندا ېې په شونډو شوه:
‐- نوم مې څه غېې، له حاجي بل پورته او ښه نوم شته؟
د حاجي توندې او بې باکه لهجې وډار کوم، خو بېا مې هم له پوښتنې لاس وانه خېست:
‐‐ د کوم ځای یې له خېره؟
حاجی بېا تندی ترېو کړ، په لاس کې نیولې د چای پېاله ېې پر مېز کېښوده، بې رنګه شنه اوږده ږیره یې موټي کې ونیوله، د مخې دوه اوږده غاښونو یې له پرېړو شونډو را ووتل:
‐- نو سړی د کوم ځای وي، د خدای ساده خو د افغانستان یم کنه!
ومې خندل، پوښتنه مې ورته لږ څه ځانګړې کړه:
— حاجی صیب، پوه نه شوې، ما ویل د کوم ولاېت یې؟
حاجي پیاله ور پورته کړه، لوی غړپ یې له ستوني تېر کړ:
— ولایت په توپ ووله، ټول د یوه وطن خېلخانه یوو. د خدای ساده زه له خپل ولایت پر نورو کې ډېر ګرځېدلی او اوسېدلی یم.
ما هم لکه جنايي مامور پوښتنې ېو په بل پسې قطار کړې؟
‐- اوس له کوم ځای راغلی ېې، مقصد هېواد، له خبرو خو دې داسې ښکاری لکه ما غوندې چې په کوم بهرنی اروپايي هېواد کې اوسېږئ.
د حاجي خوله له خندا چينګه شو، بېا ېې په بې باکه لهجه ووېل:
ـ چې په خپل هېواد کې په ګېډه موړ او روزګار دې چالان وي، اروپا څه غېې!
ما سر ورسره وښوراوه:
‐‐ دا خو رښتیا وایې!
حاجی پرته له دې چې له ما وپوښتي چې زه چېرې اوسم بېا اروپا او امریکا ته کنځلې قطار کړې:
‐- اروپا دې ورکه شي له امرېکا سره، ټول زامن ېې راته له سړيتوب او پښتو ووېستل.
لاسونه ېې سر موټی کړل:
ـ ېو څو کاله وروسته به له مسلمانۍ هم ترې لاسونه پرمينځم.
سترګې ېې په ځير راته ونېوې ،لکه خبر چې وي زه په بهر کې اوسېږم او پر ما خپله خبره تصدیقوي:
ـ رښتیا واېم که درواغ؟
ما پرته له دې چې د ده پوښتنه ځواب او تصدیق کړم، خبره بله خوا ېوړه :
څو زامن لرې حاجی صیب؟
حاجی په بريتو لاس را تېر کړ، په غرور ېې ووېل:
ـ د خدای مال دی ۱۷!
لاسونه مې په ورو وپړکول ، په څوکۍ کې رانېغ شوم:
— ماشاالله!
او چې تر څو مې بلې پوښتنې ته ځان جوړاوه ده د لوڼو شمېر هم وواېه:
‐‐ ١٠ مې لوڼې دي
‐ ښه ډېر ښه.
په ټوکو مې ترې وپوښتل:
‐- اوس دې دواړو کې څوک درباندې ډېرګران دي : زامن که لورنې؟
حاجی برند راوکتل، لاسونه ېې وغورځول، بېا ېې ناپړيته له خولې راووته:
— زامن څه دله ګان دي.ېوه لور مې د دې یوې رمې زامنو سره نه برابروم.
نه پوهېږم څنګه مې له خولې ور ووتل :
‐- ښه ما شالله، نو دا درسره مېرمن به مو هم لور وي؟
حاجي موسکی شو ، خو مخکې له دې چې پوښتنه سمدستي ځواب کړي، بېرته ېې د لورانو بحث را واخیست:
چې هره لور مې اولس او اتلس ته رسېدلې او هر چا مرکه رالېږلې او سړی مناسب راته ښکاره شوی په هغه ګړۍ مې دسمال ورکړی دی ، وخت خرابه دی، نه چې سبا مو د خدای او خلکو شرمنده کړي، بد بوټی دی.
سر مې ورته وښوراوه:
‐ ښه ، ډېر ښه!
پر شونډو ېې ژبه راتېره کړه ، په خندا ېې ووېل:
‐‐ او دا چې له ماسره راغلې ده ، دا مې نوې واده کړې مېرمن ده!
پښې مې ولړزېدې، نږدې و له خولې مې وتلې وای چې څو کلنه ده، خو ژر مې د هغې د عمر پرځای د ده عمر وپوښت:
‐- ښه ما شالله ، څو کلن ېې حاجی صيب؟
حاجي څنګلې پر میز کېښودې ، را نېغ شو ، په موسکا ېې ووېل:
‐‐ عمر مې څه غېې، دا مې څلورم واده دی. که شریعت اجازه راکړې وای، پېنځمه مې هم درته بلاربوله.
اه مې له خولې ووت ،د حاجي آپلتو بیا وخندولم ،ما هم دده خبره په ټوکه واړوله:
‐- ماشالله حاجی صیب, خو دا ځل به ېوه کونډه ودوئ چې هم خرما شي او هم ثواب.
د حاجي ټنده تروه شوه، زما وړااندیزپرې وغمېد ،رابړچ ېې وهل:
‐ چې په هرکورکې بلا ځوانې نجونې ډلې ، ډلې ناستي وي، کونډه څه غېېم, زه له خپلو ېو لښکر بچیانو تنګ ېم، اوس به لا د کونډو بچیان را لوېوم.
ما بېرته خپله پخوانۍ پوښتنه راغبرګه کړه:
‐ خو حاجی صيب ودې نه وېل چې څو کلن ېې؟
ورېځې ېې پورته کړې ، په ځېر ېې سترګې راته ونېوې :
‐‐ د عمر مې ته راته وواېه چې مشر اولاد مې پنځه څلوېښت کلن وي، زه به نو څو کلن یم؟
زما خوله وازه پاتې شوه، د ده د فزیکي او رواني رغښت هوس مې وکړځکه حاجی د خپل دومره عمر په پرتله ډېر روغ او ځوان معلومېده، فکر مې نه کاوه له پنځوسو به ېې عمر پورته وي.
ـ ښه ماشالله، که چاته پخپله ونه واېې هېڅوک به فکر ونه کړي چې له پنځوسو پورته ېاست!
حاجی وخندل، زما اټکل ښه پرې ولګېد، فکر ېوړم، چې حاجی به څه کاره وي او څنګه به ځان ساتي چې داسې ځوان او تندرست پاتې دی:
‐‐ حاجي صیب، څه کار کوئ؟ او دا څه شي خورئ چې نام خدای داسې ځوان پاتې ېاست؟
حاجی وخندل، پوښتنه ېې په زړه ښه ولګېده، لږ وړاندې پر لوي میز د رنګا رنګ خوراکونو قطار ته ېې مخ ورواړاوه:
‐‐ خوراک څوک نه ځوانوي ځوانه!
سرېې وځنګاوه، له ما ېې وپوښتل:
ـ پوهیږئ خلک څه شی ځوانوي؟
زه د ځواب په لټه په فکر کې لاړم ـ خو ده فکر ته پرېنښودم:
ـ خلک ښځې ځوانوي.
خندا راغله، په هېښتيا مې بې واکه له خولې ووتل.
ښځې!؟
ده سر وښوراوه، په لوړ غږېې راغبرګه کړه:
ـ بلې بلې بلې، ښځې
بېا ېې د پوښتنې په بڼه ووېل:
ـ ولې؟ ته دې کې شک لرې؟ ښځې دې هم ځوانوي او هم زړوي :
له ما سر راغۍ او لاړ، حاجی په ځېر راوکتل:
‐‐ رښتیا وایم، زه له هر واده سره لس کلونه ځوان شوی ېم،
د خوراک لېکې ته ېې بیا سترګې ورواړولې:
ـ پام چې د خوراک شوق ونه کړې، ډېر خوراک او ښه خوراک ټول مرض دی.
بیا ېې د مشورې په بڼه ما ته هم د بل واده وړاندېز راواوراوه:
‐‐ که غواړې ما غوندې ځوان پاتې شې هر لس کلونه وروسته بل واده کوه.
ما مخکې له دې چې د ده د مشورې په باب فکر وکړم اوده ته غبرګون ور وښاېم، دده پر وړانديز هېڅ سر ونه ګراوه بېا مې خپله پوښتنه تکرار کړه:
‐– خو ودې نه وېل چې څه کار او روزګار کوئ حاجی صیب؟
حاجي بېا را برګ شو:
‐- کار مې څه غېې؟
لاس ېې پورته کړ، نه پوهېږم ولې وډار شوم، راشاته شوم،
د دنېا هېڅ حلال او مرداره کسب رانه نه دی پاتې.
زه غلی شوم، پرته له دې چې ترې وپوښتم حاجی بله هم راواوروله:
‐- ګوره وراره، زه عادی سړی نه ېم، دا څلوېښت کلونه په هره خوا کې ډزیدلی هم یم.
هک پک شوم، په چوکۍ کې رانېغ شوم، د ده خبرو ته سودا ېوړم، حاجی په ږېره لاس وواهه، سر ېې وڅانډه:
‐- اول د خلقیانو سره ملېشه وم او چې روسان راغلل، دستي مې کډه واړوله او سم دم مجاهد شوم.
ما بې له ځنډه وپوښت:
-‐ جمهوریت کې دې څه کول؟
حاجی وخندل، په بریتو ېې لاس وواهه، په غرور ېې ووېل:
– نه مې د ابا لښکر ماتاوه او نه د ادې.
د ابا او د ادې د لښکر په اورېدو مې ټکان وخوړو ، ده راغبرګه کړه:
ـ هم له حکومت سره وم او هم له طالبانو سره.
خوله مې وازه پاتې شوه ،پوښتنه را ته مخ ته ودرېده:
‐- دا څنګه؟
حاجی وخندل، په لاس کې نیولې تسبیح ېې جیب ته واچولې:
— که داسې مې نه وای کړی ېا به ګوانتانامو کې وای او ېا به دوی را نه چېرته سر پرې کړی و، دا سرې او سپینې ښځې او پنډه خېلخانه مې چاته پرېښې وای؟
ما د ابا او ادې په لښکر هم ځان وساته او هم مې دولت وګاټه!
حاجی مې چې څومره ګړوه او پرانېسته، هومره ېې له رازونو ډک زړه ته ورننوتم. نه پوهېدم نور څه ورته ووایم او څه ترې وپوښتم، ناببره مې له خولې ووتل:
‐- حاجی صیب هر کال عمرې ته راځئ؟
حاجي وخندل خو زر ېې بېرته ټنډه تروه شوه:
‐‐ ولې لېوني ېم چې هر کال به راځم!
وريږدېدم، که له حاجي نه بېریدای په زوره مې په لوړ غږ توبه کښله ، ځان مې ټېنګ کړ، په ورو مې ووېل:
‐‐ ولې حاجی صیب عمره نو لېونتوب دی؟. عمره خو ثواب دی، په حج خدای د مسلمان ګناهونه وينځي.
حاجي خوله پرانیسته:
‐‐ داسې نه ده ، سړي چې هر چېرې توبه وباسي خدای ېې ګناهونه بخښي او وینځي ، خو ځنې ګناهونه دوه سوه حاجونه هم نشي پريمينځلی وراره!
دا ځل زما غوسه را وپارېده:
‐‐ نو چې داسې ده، بېا د څه لپاره راغلی ېاست؟
حاجی وخندل ، په خوله ېې لاس کېښود:
‐- بس اوس دې سمه پوښتنه وکړه:
پوهېږې د چا لپاره راغلی يم؟
‐‐ د چا لپاره؟
‐‐ د دې نوې ځوانې مېرمن لپاره
هک پک شوم ، له خولې مې ووتل:
‐- چې تېر ګناهونه ېې وبخښل شي؟
حاجي لوی خریلی سر د نفی په بڼه وښوراوه:
ـ نه، د دې لپاره چې نور ګناهونه ونه کړي؟
هک پک شوم:
ـ هغه څنګه؟
ـ هغه داسې چې زما سره خیانت ونه کړي، اوپه بل پردي مسلمان زړه ونه بایلي!
زه لکه ګونګی چې شم او ېا مې ژبه ونښلي، له نورو پوښتنو او خبرو ولوېدم ، حاجی پورته شو لکه زما پوښتنې او بنډار چې پرې وغميږي خو بېرته کېناست، راڼه ېې راوکتل، وې خندل:
‐‐ ته خو سم دم لکه د بی بی سی خبرېال!
بېا ېې ووېل:
‐‐ بله پوښتنه؟
وخاندم خو هیڅ ونه واېم، لکه په رښتېا چې ګونګي شم، حاجي هم موسکی شي ودریږي، په ورو د مخه ښې لاس را وړاندې کړي:
ـ تر سبا پورې
مکه ـ سعودي عربستان
نومبرـ ۲۰۲۴
ډېره خوندوره کیسه وه .