شننه: محمدالله شېرزی
۲۰۲۴ کال د افغان کريکټ ملي لوبډلې دپاره طلايي کال و، چې د کريکټ نړۍ پياوړې لوبډلې يې ماتې کړې، په شل اوریز نړیوال جام کې تر نيمه پای لوبې ورسېده، افغان ابداليانو د اسيا ايمرجنګ اتلولي راوړه او هم ملي لوبډلې اته پرلپسې سريزونه وګټل.
دا د پياوړي لوبډلې برکت و، چې بورډ ورته لازم سهولتونه برابر کړي وو، خو دا لوبډله بايد د لوبغاړو له کمي سره مخ نشي او د هر لوبغاړي ځای ناستی شتون ولري، چې بورډ ته لاندې کړنې ډېرې مهمې دي، تر څو ملي لوبډله پرې غښتلي وساتي.
– د کال په سر کې د اړتيا وړ لوبغاړو سره قراردادونه کول او رسنيز کول.
– داخلي کريکټ کې د مهال وېش مطابق د ګرېډ ټو، ګرېډ ون، درې ورځنيو، فرست کلاس او لېست اې لوبو په غوره کيفيت سره ترسره کول.
– زرغون جام په ملي جام کې مدغم کول او ملي جام د نړيوالو لوبو په کتنه په شل اوریز او پنځوس اوریز فارمټ کې د ټولو ملي لوبغاړو په شتون کې ترسره کول.
– شپږیزه ليګ د تل په څېر خصوصي سکتور ته ورکول او ترې کلکه څارنه کول.
– د افغان ټي ۱۰ ليګ رامنځته کول، ترڅو هيټر لوبغاړي ترې لاسته راشي، چې افغان لوبډله اوس دې ستونزې سره مخ ده.
– د افغانستان غوره لیګ APL حتمي کول او د يوه بشپړ پلان په لرلو سره د نړېوالو لوبغاړو په شتون کې ترسره کول.
– د يوه يا دوو په نړيواله معيار برابرو لوبغالو چمتو کول، چې خوست او ننګرهار لوبغالي لومړيتوب شي او له هغې وروسته بيا د کابل نړېوال لوبغالی جوړ شي.
– وېشتنځايونه د مختلفو هیوادونو کنډېشنونو سره اعيارول او تېزو توپ اچوونکو ته لومړیتوب ورکول.
– د پخوانيو لوبغاړو څخه درې يا څلور تنه د تبصره کوونکو په توګه روزل، چې رئیس احمدزی، اصغر افغان، سميع الله شینواری، دولت ځدراڼ او شهزاد محمدي کيدلی شي.
– په نړېواله او ملي کچه د مالي ملاتړو ترڅنګ د رسنيزو پروډکشنونو او تلويزيونونو سره قراردادونه کول او لوبې ورکول.
– ټېسټ کريکټ ته ډېره پاملرنه کول او ملي، الف او نولس کلنو لوبډلو دپاره د زياتو لوبلړيو په لاره اچول.
د دې ترڅنګ نورې برخې هم شته، چې کار پرې وشي، خو دا هغه لومړيتوبونه دي، چې ملي لوبډله پرې غښتلي کېدلی شي او توجه کول ورته پکار دي.