Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپنجشېر؛ د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو...

پنجشېر؛ د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو کارونه بشپړ شول

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۲مه) د طالبانو د حکومت ‏د اوبو او انرژۍ وزارت نن چهارشنبه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي،چې د دغه وزارت په مالي لګښت په پنجشېر ولایت کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت څلور سترې پروژې ګتنې ته وسپارل شوې.

یاد وزارت زیاتوي،چې دغه پروژې د پنجشېر ولایت په شتل، رخه او دره ولسوالیو کې بشپړې شوې، چې پکې استنادي دېوالونه او ځېنې نورې پروژې شاملې وې.

سرچینه زیاتوي،چې په یادو پروژو ۲۰ میلیونه ۴۴۸ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.

د سرچینې په وینا د دغو پروژو د کار پر مهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه، چې له بشپړېدو سره یې سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ خوندي شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...