پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+په خبرلیکنه کې د نوښت هنر | عصمت الله صالح

په خبرلیکنه کې د نوښت هنر | عصمت الله صالح

په ډېرو کتابونو کې به مو لوستي وي چې د «خبر ژبه» ساده وي. خو که وپوښتل شي، چې څنګه ساده؟ نو ځواب به یې په جملو کې د طبیعي کلمو استعمال ته اشاره وي.

ژورنالیستکي متن د هغو ټولنیزو لیکنو غوندې نه دی، چې لیکوال پکې هر اړخ ته د قلم او فکر خوځولو اختیار ولري. یانې دلته لیکوال تر نورو لیکنو څه ناڅه محدود دی او له شک پرته چې دا محدودیت یې په دغو جملو کې د طبیعي کلمو د بیا بیا استعمال جبر دی.

بلخوا هغه کسان چې پر دې راز پوهېدلي وي، له هغوی بیا یوه بله تېروتنه کېږي او هغه تېروتنه د خبرلیکنې دغو اصولو ته دومره ژمنېدل دي، چې د وخت په تېرېدو په دغو جملو کې د نوښت هنر ترې هېر شي. همدا علت دی چې ژورنالیستکي متن په افغانستان کې تقریباً ۹۰ سلنه تکراري بڼه غوره کړې ده.

تحلیل لیکم:

د خبرلیکنې لپاره د پېښې پوښښ ډېر ډولونه لري، خو تر ټولو مهم یې دوه دي، چې یو د پېښې له ځایه د خبریال معلومات او بله سرچینه د یوې معتبرې رسنۍ له خبر څخه د خبر (برداشت) لیکل دي.

له پورته دواړو سرچینو څخه په خبرلیکنه کې استعمال شویو طبیعي کلمو ته د بېلابېلو بڼو ورکولو ته د نوښت هنر ویل کېږي. دلته خبره ډېره تر لومړي پوښښه نه اړوندېږي، بلکې زموږ هدف هغه جملې دي، چې نن سبا په ټولو رسنیو کې کټ مټ لوستل کېږي.

خلاصه، له خبر څخه په خبرلیکنه کې نوښت ډېر اسانه دی، مثلاً د طبیعي کلمو (ورځنیو، مروجو، په ولسي انداز او…) ځایونو ته تغییر ورکول؛ له لیکلو وړاندې یې د استعمال او نه‌استعمال اړتیا معلومول؛ له اوږده راپور څخه د خبر جوړولو پر مهال د ځینو جملو او پراګرافونو وړاندې – وروسته کول؛ په جملو کې د یادوشویو کسانو له نومونو او تخلصونو سره متفاوت برخورد کول او ډېر نور داسې تخنیکونه شته، چې که پام ورته وشي، نو خبر مو تازه، روانه، خوندوره او د نوښت له هنره ډکه بڼه پیدا کوي.

خو برعکس، یوازې د سرلیکونو په تغییر سره خبرلیکونکی هېڅکله ښه او مسلکي خبریال نه شي کېدای.


د لیکوال د نورې لیکنې:

ندایه (!)؛ په رسمي او نارسمي لیکنو کې یې استعمال

د سمیکولن (؛) استعمال | عصمت الله صالح ‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب