سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسږ کال هلمند کې په ۴۵۱ هکټاره ځمکه ځیره کرل شوې

سږ کال هلمند کې په ۴۵۱ هکټاره ځمکه ځیره کرل شوې

تاند ( دوشنبه، د ثور ۱۳ ) د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست مسوولان سږ کال په دې ولایت کې د ځیرې د حاصلاتو د ډېروالي خبر ورکوي.

دوی وایي، سږکال دغه ولایت کې د ځیرې کروندې زیاتې شوي دي او تمه لري چې حاصلات به یې هم د نورو کالونو په پرتله زیات شي.

د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، په دې وروستیو کالونو کې د نورو با ارزښته نباتاتو ترڅنګ هلمند ولایت کې د ځیرې کرنه هم دود شوې چې د ځیرې کروندګر یې له کرکیلې او بازار څخه خوښ دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال به دغه ولایت کې ۵۴۰ ټنه د زیرې حاصلات ترلاسه شي.

هغه زیاتوي: (د احصایي او مالوماتو د شمېرو له مخې  سږکال د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو په شاوخوا ۴۵۱ هکټآره ځمکه کې ځیره کرل شوې ده، چې د اټکل له مخې به دغو کروندو څخه څه باندې ۵۴۰ ټنه حاصل تر لاسه شي.)

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولایت ځیره د کیفیت له پلوه غوره زیره بلل کېږي چې په کور د ننه او بهر کې ښه نوم او بازار لري.

د معلوماتو له مخې، ځیره چې په اصل کې یو غرنۍ، صنعتي او طبي بوټی دی، ځانګړو اقلیمي شرایطو ته اړتیا نه لري، په همدې موخه د هلمند په ډېرو سیمو کې یې کرکېله دود شوې ده.

له ځیرې څخه په خوړو او طبابت کې ګټه اخیستل کېږي چې ډېر مینه وال او پېرېدوونکي لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب