یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه وایي، حکومتونه باید د بیان آزادي خوندي وساتي

ملګري ملتونه وایي، حکومتونه باید د بیان آزادي خوندي وساتي

تاند ( دوشنبه، د ثور ۱۳مه) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د مې ۳مې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پيغام کې ویلي، چې د بیان ازادي د بشریت ستره لاسته راوړنه ده.

ګوترېش په پیغام کې زیاته کړې، چې خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي د نړۍ په دې حساس وضعیت کې د خپل سر په بیه د حقایقو د خپرولو او بیانولو لپاره کار کوي.

هغه د نړۍ پر ټولو حکومتونو غږ کړی، چې له خپلو ټولو امکاناتو او هرې ممکنه لارې په استفادې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او معلوماتو ته د بشریت لاسرسی اسانه کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په نړۍ کې د خبریالانو لپاره ګواښونو ته په اشارې ویلي، چې ملګري ملتونه د ازادو مطبوعاتو ملاتړ کوي او پر وړاندې یې د ګواښونو د له منځه وړلو په برخه کې همکار دي.

ګوترېش داسې مهال له حکومتونو معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د اسانتیا برابرولو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې خبریالان د نا امنیو ترڅنګ معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

افغان خبریالان وایي، دولتي ادارې او ویاندویان ورته پر وخت معلومات نه ورکوي او له همدې امله په کاري برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

خبریالان له حکومت نه غوښتنه کوي، چې د دوی پر وړاندې شته ستونزو ته رسيده ګي وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب