جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+آي پي اېل: ډیلي ،پنجاب او راجستان حیدر آباد ته ماتې ورکړه

آي پي اېل: ډیلي ،پنجاب او راجستان حیدر آباد ته ماتې ورکړه

تاند ( دوشنبه، د ثور ۱۳مه)  د هند په سوداګریزو لوبو کې ۲۸ مه لوبه راجستان رایلز لوبډلې او ۲۹ مه لوبه بیا ډيلې وګټلې.

په ۲۸ مه لوبه کې راجستان رایلز او پنجاب لوبډلې ولوبېدې.

حیدر آباد پچه وګټله او راجستان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

راجستان رایلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې وکړې.

جاس بټلر په ۶۴ توپونو ۱۲۴ منډې  او سنجو سمسون ۴۸ منډې وکړې.

حیدر آباد ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او یواځې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې.

او دغه راز به ۲۹مه لوبه کې ډیلي پنجاب لوبډلې ته ماته ورکړه.

ډيلي د لوبې پچه وګټله او پنجاب ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پنجاب کېنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې.

ماینک اګروال ۹۹ ناسوځېدلې، ډیویډ ملن ۲۶ او کریس ګیل ۱۳ منډې وکړې.

د ډيلي کاپیټلز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۸ ام اور کې  د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ويکټو په توپیر يې پنجاب ته ماتې  ورکړه.

شیکر دهون ۶۹ ناسوځېدلې، پریتوي شاو ۳۹ او سټیو سمیت ۲۴ منډې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب