جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ګیلو وخت نه دی| جنرال دولت وزیري

د ګیلو وخت نه دی| جنرال دولت وزیري

په جګړه کې آس نه زين کېږي!

که ستونزې شته، د ستونزو لپاره حل لارې هم شته، نن سبا د افغانستان د روانې کشالې د حل په اړه بحثونه تاوده شوي، ځینې کسان او ځینې ډلې هڅه کوي چې د خپلې بڼې حل لارې وړاندیز کړي.

د یوه کس کور اور اخیستی و، د اطفائیې والا ورته ویل، خدای مهربانه دی باران به وشي، اور به مړ شي!

ناپلیون به ویل، که مې ښه لوژستيک درلودای، ټوله نړۍ به مې نيولې وه!

وايي، وهه يې، ځواب يې دا و چې په چا يې وهي!

چې شونډې نه وي درو نه کېږي!

وخت سره زر دي، که څوک يې په اهمیت پوه شي!

چې خپل کار سبا ته پرېږدي، هیڅکله به سبا را نه شي!

له ناپلیون يې پوښتنه وکره، چې په دې جګړه کې به خدای د چا پلوي وکړي، د هغه ځواب دا و چې خدای به د هغه خوا پلوي وکړي چې درانه توپونه ولري!

سټالين ته يې وویل، المانيان\جرمنان د مسکو څنډو ته راورسېدل، موږ بايد مسکو خوشې کړو، هغه د دې پر ځای چې مسکو خوشې کړی پر جرمنيانو يې بريد وکړ!

جرمنيانو سټالین ته وویل، چې د خپل زوی د ازادېدو په مقابل کې، چې اسیر و، د جرمني یو اسیر شوی مارشال ازاد کړي. د سټالین ځواب دا و، چې زما زوی سرتېری دی، بدل يې هم یو سرتېری دی!

د مړینې پر وخت د یوه سپین ږیري وصیت دا و که سره یو نه شئ، تل به ناکام وئ!

                               هیله مې دا ده!

لویه جرګه دې راوغوښتل شي، د ملي پیوستون او یو کېدو پرېکړه دې وشي!

د وسله والو ځواکونو تر منځ دې کاملاً همغږي را منځ ته شي!

په هر شکل چې کېږي د لویو لارو امنیت دې په باوري توګه تامين شي!

د قوتونو تعبيه دې له سره وشي!

د اردو، پوليسو د قوماندانانو، د ملي امنیت د رئیسانو او د ولایتي شوراګانو د رئیسانو ګډه غونډه دې جوړه او هر چا ته دې مشخصې دندې وسپارل شي!

د واليانو ګډه غونډه دې جوړه او مشخصو دندې دې ور کړل شي.

د دین د عالمانو ستره غونډه دې راوبلل شي، یو ځل بیا دې جګړه غیر مجاز او له خپلو وسله والو ځواکونو دې ملاتړ اعلان کړي.

با تجربه جنرالان او افسران دې پر دندو وګمارل شي!

لنډه او تر ټولو مهمه د دښمن د رواني جګړې په مقابل کې دې غښتلی روانې جګړه پیل شي. د دې لپاره دې د با دردو، زړورو، ژبه ورو او د نظام د پلوي کسانو څخه ګټه پورته شي!

د مطبوعاتو د ازادۍ په نامه دې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې زموږ له ستیژه د نظام پر ضد څرګندونې وکړي!

ملي شورا «ولسي جرګه او مشرانو جرګه» دې په واحد غږ له نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړي!

د خدای او د خپلو خلکو او خپل هيواد په خاطر دې د فساد مخنیوی وشي!

له طالبانو دې يو ځل بيا په افغاني دود وغوښتل شي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار دې غوره کړي. اور بند دې وکړي او د هېواد د یو موټي پاتې کېدلو ویاړ دې په تاریخ کی په خپل نامه وليکي!

 راځئ دا تاریخي خبره غلطه کړو چې وايي افغانان جګړه ګټې، خو د مېز تر څنګ په خبرو کې د هېواد پر ضد او زیان پرېکړې کوي!

                 « د افغان ملت د يووالي په هیله »

1 COMMENT

  1. نه کل ماند نه کدو، خاک بر سر هر دو. کمونست خو د بخښنې وړ نه دی، خو اکثره اخوانیان، مجاهد، طالب، دیوبندي، حقاني، فلانی او بستاني لا تر کمونسته هم ډېر بدتر خلک ووتل او هیڅوک ورته برات نشې ورکولې.
    وایي:
    تو از چنګال ګرګم دربودي.
    چو دیدم عاقبت خود ګرګ بودي

    زما نظر دا دی چې په دې شرایطو کې باید خلک شخصي او ذاتي دښمني ددې وطن د منافعو د ساتلو لپاره یوې خوا ته پرېږدي. پوهېږم چې شاید بعضې خلک ډېر دردېدلي وي. خو اوس ددې وطن د اتحاد او ورورۍ وخت رارسېدلی دی. دښمن ددې وطن د تباهۍ لپاره په کمین ناست دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب