جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د تاریخ ویلو ګټه څه ده؟| جنرال دولت وزیري

د تاریخ ویلو ګټه څه ده؟| جنرال دولت وزیري

د تاريخ په ویلو سره د مغزو خوړل د دې لپاره دي، چې له ښو پېښو يې ګټه پورته شي، له ناوړو او ناکامو پېښو له تکرار څخه جلوګیری وشي. نوی نسل د پخواني نسل تېروتنې وارزوي، د هغوی ښه او بد پرتله کړي.

مثبت او ښه اړخونه یې کاپي او لا پیاوړي کړي، منفي اړخونه یې ځان ته جوت او د تکرار مخنیوی یې وکړي.

په اويایمو کلونو کې له افغانستان څخه د شورویانو د وتلو لپاره مرستې ته امریکایانو او پاکستان په ازاد مټ را ودانګل. دوی دا مرستې د خپلو ګټو له مخې کولې، د افغانانو له غمه مړه نه وو.

مجاهدینو ور ته يوازې د خوښۍ او بریا چکچکې پړکولې. پایله يې دېرش کاله جګړه وه!

نن د تاریخ تکرار دی!

نن هم د امریکایانو د وتلو لپاره روسانو او پاکستان په ازاد مټ او د زړه له اخلاصه راودانګل. طالبان ورته د مجاهدينو په څېر يوازې د بریا او خوښۍ چکچکې کوي. پایله به يې دیرش کاله نوره جګړه وي!

په ملیونونو انسانان ووژل شول یا هم ټپیان شول، وېره شته چې دا غمیزه بیا تکرار نه شي او نړیواله ټولنه به یو وار بیا ننداره کوي.

اوس توپیر وازې په دې کې دی، چې هلته د افغانستان د تباهۍ پرېکړه په ژنیف او نن يې پرېکړه په قطر کې کېږي!

نه د ژنیف پرېکړو د افغانستان لانجه حل کړه، وېره کېږي د قطر نسخه به هم د افغانستان کړاو ختم نه کړای شي.

د حل لاره هلته هم د افغانانو په لاس کې وه، خو افغانانو نه غوښتل او يا پرې نه پوهېدل، نن هم د حل لاره د افغانانو په لاس کې ده، په دې شرط که وغواړي او له عقل څخه کار واخلي.

د حل لاره هلته هم د افغانانو یووالی و، چې له بده مرغه ونه شو، نن هم د حل لاره په ملي یوالي کې ده، خو که له تاريخ زده کړه وکړي او دا پاشلی ولس سره يو شي!

خدای ج دې هغه تاريخي خبره غلطه کړي، چې ویل به يې «افغانانو په بې اتفاقۍ کې اتفاق کړی دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب